څنګه له زدهکړو او دندې د نهايي هدف تر لاسه کول؟
انسان هيڅکله بېجوړې د اصلي ژوند خوند نهشې څکلای، مګر يوازې يو بېرنګه ژوند تېرويلای شي، په دې مانا چې هر څه يې په لاس کې وي، کار کوي، مالي خنډونه په مخ کې نه ورځي، حتا د کورنۍ ټول غړي ترې خوښ وي، هغه چې ورسره اوسي، البته هغه څه چې واقعيت او شخصي ژوند يې غواړي او ايجابوي، هغه بیا بل مهم لوری دی چې له وړاندې بايد وسنجول او د ژوند يوه ضروري چاره وګڼل شي.
له ځواني سره د دويم پړاو دوره یوه بله فطري غوښتنه ده چې له کورنۍ سره په اړيکو کې پوره تحول او تغير ته اړتيا لري، مثلاً کله چې ځوان/پېغله تعليم وکړي، دنده ولري، د ګډ ژوند مرحله یې بايد سمه په نظر کې نيولې وي چې نه يې کورنۍ دغه اړيکه او مرحله ورته خنډ کړي او نه داسې چې په لوی لاس دغه خوږه دوره شنډه او بېخونده تېره کړي.
هغه کورنۍ چې د ټولو ترمنځ اړيکې زیاتې پکې صميمي وي په تېره بیا د مور او پلار مينه يې ډېره وي، هغوی زیات د عمر د پړاوونو مهمې غوښتنې نهشې درک کولای، هغه چې د يوې پېغلې/ځوان ژوند او راتلونکی يې تقاضا کوي.
په هر حال د دې اړتيا دومره ده چې ممکن هغه کسان يې يو وخت په خپله درک او يا په راتلونکي ارمان پسې وکړي.
د ځواني په دوران کې يوازې جنسي غريزه ده چې د کورنيو د غړيو تر منځ اړيکې بدلوي چې يو لوی انقلاب په ژوند کې پېښوي، مثلاً د دې دورې يوه مالومه نمونه عاطفي بدلون دی، هغه ځوان چې/پېغله چې په وړکتوب او تر ځوانېدو وړاندې يې د مشرانو، شفقت، ناز، ښکلولو پر سر لاس تېرولو ته اړتيا لرله، اوس نه غواړي د کورنۍ نږدې غړي يې په ځواني کې د وړکتوب چلند ورسره وکړي، خو يوازې حمايت او د ستاينې هيله يې له ټولو وي.
مګر هاغه عاطفه يې اوس د ژوند په يوې محرکه قوه او انرژي بدله شوې چې عاطفه اوس داسې څوک غواړي چې مينه پوره او جنسي تنده يې خړوب شي؛ نو فوراً د مخالف جنس فطري اړتيا يې زياتېږي چې د په ژوند او اړيکو کې يو لوی تغير دی.
که نارينه وي ښځينه جنس«جوړې» او که ښځه وي نارينه جنس ته يې ميلان او تنده زياتېږي. په دې اساس کورنۍ هم مسووله ده چې د ځوان/پېغلې له نورو بنسټيزو غوښتنو سره سره په همدې کار کې مرستندوی شي چې غوره انتخاب له دندې سره ورته وکړي، څو له يوې خوا يې د ځواني تقاضا پوره شي او همدارنګه د يوې کورنۍ د بنياد خښته کېږدي.
***
دا به کېدای شي زموږ په ټولنه کې يوه له ستونزه وي چې له وخت وړاندې يې ټول وسنجوي، اوس د نارينهوو په پرتله زیاتې ښځې دې مرحلې ته چنداني فکر نه کوي، ځکه هغوی پر زدهکړو بوختې وي، د پوهنتون له دورې وروسته يې بل انتخاب دنده وي. زموږ په ټولنه کې کورنی جوړښت او کلتور بیا بېل ډول دی، مثلاً هغه پېغله/ښځه چې ناواده کړې وي، هيڅکله د کورنۍ له غړيو بېله نهشې اوسېدای. له بل لوري ممکن نارينه هغه چې دا ورسره اوسي لکه پلار او وروڼه هغوی د کار او پيسو تقاضا نه ترې کوي.
نو اوس يوه بله پوښتنه په همدې ښځو ورسمېدای شي چې دوی پيسې د څه لپاره ګټي او د لګولو پلان يې څه شی دی؟
همدارنګه په کورنۍ کې يو ستر بدلون د مور او پلار له وفات وروسته ده هغه مهال چې وروڼه يې هم ودونه وکړي؛ نو ممکن د دوی د ژوند مساله او اړيکې لا پېچلې، له ګواښ سره مخ شي؛ نو په داسې حال کې هغه ښځه چې اوس يې عمر هم له واده کولو اوښتی وي، ممکن داسې کس پيدا نه کړي لکه څنګه چې يې د پېغلتوب په وخت کې د مرکو باران پرې ورېده، هرومرو له داسې ګواښ سره مخ کېږي چې يا خو د وروڼو په کور کې پاتې عمر او ګټلې پيسې مصرف کړي. يا داسې چاته د ناچارۍ غاړه کېږدي چې عمر پرې وتلی يا په اصطلاح کونډ وي. دا په هر لحاظ د ځواني واده کولو، د نوي نسل راوړلو، له ګډ ژوند سره د جفا په مانا ده چې په راتلونکي کې يوازې همدا ښځه ښکار کېږي.
***
له بل لوري هغه ژوند بېخوند او بېبنسټه دی چې له دندې تر لاسه کېدونکې پيسې بېځايه مصرفېږي مانا دا چې هغه خواږه پکې و نه څکل شي چې د ګډ ژوند او عاطفي اړيکو د پايښت او جوړښت سبب ګرځي، يانې بېکوره ژوند کول او دنده لرل د هيڅ هدف په لور ژوند بربادول دي چې انرژي او عمر يې عبث بېسکونه تېرېږي.
همدارنګه د نر او ښځې تر منځ اړیکې به يوازې د نسل او جنسي غریزې له زاويې هم نه تعريفوو، بلکې د ژوند داسې اړخونه هم پورې تړلي چې له خاوند او مېرمنې پرته بل چاته نه ويل کېږي او نه غاړه ورته ږدي، له بل لوري هغه اړیکې چې يوازې د نکاح له درکه يو اوږد عمر په بر کې نيسي ډېرې داسې ناروغۍ، پېښې، عاطفي اړيکې، کورني مسايل بايد ښځه او خاوند په خپل منځ کې سره حل کاندي، درېيم کس ته اړتيا پېښه نهشې او خبرتيا يې له شخصي ژونده يو عيب دی؛ نو د دې پرده يوازې ښځه او خاوند کولای شي بس.
له بل لوري دوی ته ګډ ژوند د خوښيو يو بل ور هم پرانيزي چې هغه ماشومان راوړل چې د ګډ ژوند يوه بله عاطفي غوښتنه لا پياوړې او ښايسته کوي چې د سکون احساس يې زياتېږي.
په پای کې هغو ځوانانو/پېغلو ته چې دغه دوره د فطرت چوکاټ او د ژوند له نويو غوښتنو سره په انډول کې واچوي. ګټورتوب به يې دا وي چې ځوانه انرژي به يې په يوه مثبت لور له خونده ډکه ټون کېږي او هغه هدفونه چې ورته رسېدل غواړي په انډول کې وساتي. مثلاً هم زدهکړې وکړي او هم يې له دندې تر لاسه کېدونکې پيسې په يو مشخص مهم لوري مصرفېږي چې راتلونکی يې پر سکون او د نور لاس ته يې سرمايه نه وي لوېدلې. همدارنګه اوسنيو پېغلو/ښځو ته ته دا هم ښه ټارګيټ دی چې له فراغت وروسته له دندې د تر لاسه کوونکو پيسو زياته برخه ذخيره کړي، څو تر مناسب انتخاب د ژوند تر ملګري پيدا کولو پورې چې غواړي ګډ ژوند وکړي؛ نو پر ځان به بسيا او د خاوند له احتياجه به وتلې وي. همدا راز د يوې ښځې خدمت ټولنې ته د خاوند تر سيوري او حمايت لاندې شونی دی چې د ژوند په هر ګام کې يې لاسنيوی وکړي.
ښائسته او انتباهی لیکنه ده
شوق دوه ډوله دی
یو فطری
بل انتخابی
فطری شوق په اصطلاح عالمګیر او عام دی او انتخابی شوق نادر یا غیر معمول او په عین وخت کی همیشنی دی
واده کول یو فطری شوق دی خو ځینی کسان شته دی چی نور شوقونه تر دی فطری شوق قربانی کوی چی البته د غیر فطری شوقونو کیفیت او څرنګوالی د ژوند په اوږدو خصوصاً منځنی او وروستی پړاؤ کی د شوقی د هر اړخیز موجودیت د څرنګوالی سره مستقیم ارتباط لری خو دا ټکی ثابت سوی چی د کوم بل شوق د اطاعت له وجی د فطری شوق( واده نکول) خصوصاً ښځینه جنس ته لږ غوندی د پښیمانی ترخه ګُړه په تالو کی احساسیږی
ځینو کسانو ته د درس او تعلیم او لوړو تحصیلاتو تر لاسه کولو انتخابی شوق تر فطری شوق اهمیت او لومړیتوب لری پدې کی خو شک نسته چی د عالی تحصیلاتو او علم لاسته راوړنه یو سالم او خوندور نعمت دی او بی شمیره ښیګڼی لری خو د فطری شوق سره د رابطی غوڅیده هم ځانته خپلی خوږوونکی او دردوونکی څاپیړی لری
که یو څوک خصوصاً ښځه د تحصیل او تعلیم د شوق په سمندر کی د لامبو دومره توان ولری چی د پنځوس شپیته کاله په اوږدو کی د خپل ارمان او هدف ساحل ته ورسیږی شاید په هغه شېبه ډیر د خوښی او نیکمرغی احساس وکی چی البته حقیقتاً دا همت او هڅه ئی د ستائنی وړ ده خو دا ټکی هم باید له پامه و نه غورځوی چی ددی خوږی لامبو وروستی پړاؤ به د ستړیا د تنفس پړاؤ وی ځکه د فطری شوق له غیږی ئی ځان لیری ساتلی دی البته له مالی او اقتصادی نظره به هیڅ ستونزه ونلری او حتی ځانته د خدمتګار د استخدام قدرت به هم ولری خو د فطری شوق د وړوکی اړخ یعنی مچیدو او مچ کیدو د خوند څخه به بی برخی وی چی دا خپله یو ډول روحی شکنجه او ستړیا ده
لنډه دا چی
د اسلام پیغمبر( ص ) واقعاً چی یو ستر انسان او د بشر د فطرت د صیقل یو ستر حامی او متخصص دی
د بشریت د وجودی فلسفی په جغرافیا کی یوازنی اجتماعی او مذهبی رهبر دی چی د فطری شوق یعنی واده کولو په هکله ئی جدّی توصیه فرمایلی ده