جمعه, مې 17, 2024
Home+د کلي وروستۍ خاطره | استاد سعدالدین شپون

د کلي وروستۍ خاطره | استاد سعدالدین شپون

وروستی ځل وړم کال کلي ته لاړم.(د کلي د توري داسې کارول مې له پېښوریانو زده کړي، موږ ورته کور ویلې، د دنیا ګوټ ګوټ مو خواري کوله خو د اختر شپه مو کورته وړله، پېښوریان چې ما پېژندل، ګلزارخان، فدا یونس صیب، پرېشان خټک، همېش خلیل، شېرزمان تاییزی…. دوی ټول به ډېر کله غیب شول، بیا به یۍ ویل کلي ته تللی وم. هغه موټر یې رایاداوه چې امفیبین یې بولی، په اوبو کې بېړۍ شي، په وچه کې ګا ډی.)

د کلی ظاهري جوله د پخوا په شان وه، پاس، ګرچاپیره د خاورینې غونډۍ کړۍ، تر لاندې کې دا لکه زېړ ټغر هوار غوړېدلی. منی و، شولې رېبدل شوې وې. پخوا به کورونه یو له بله د چنارونو په قطار سره بېل وو، خو اوس د قیامت د میداني په شان، چې که یوه هګۍ یې په یو سر کې کېږدي، له بل سر نه اوچته ښکارېده.

د برجورو کلاګانو ځای کوډلو نیولی و. د پټیو د پولو سکښت هم بل وړ و، یو څه خواري یې غوښتله  چې کور پیدا شي. اوس یې تاداوونه اېله په دلیل معلومېدل، ښکارېدل دا چې یو نیم جریبه انګړ یې یوه شوی، پڼه شوی. هلته لرې یوه کوډله لا ولاړه وه چې په خټینو دېوالونو یې لا د تپیاکو خاپې ښکارېدې، څنګ ته یې د یکي یوې ونې ډډ. په دلیل پوه شوم چې دا زموږ جومات و، ځکه کوډلې یوه کړکۍ لرله، کړکۍ ښیښې هم لرلې ، خو یوه ښیښه ماته وه، یوه خیرنه تړانګه ټوټه پرې سرېښ وه.زما په یادښت دا ښیښه یوې باښې چې د جومات د بلې خوا ښیښه هم ترې ښکارېده او باښې هغه بل لوری ترې لېده داسې یې ګڼله چۍ ایسته به ترې تېر شي، ماته کړې وه. باښه درب د جومات مینځ کې پرپوزي پرېوته، چې را اوچته مو کړه، یو څو سلګۍ یې ووهلې او همداسې بې غږ او غوږه بېدمه شوه. د کوډلې اړخ ته یو ډډ ښکارېده چې یو وخت لویه ګورې د توت ونه وه. اوس یې نه څانګې وې نه بل څه، د یوه متر په اندازه د ونې کالبوت و، هغه هم بې پوستکي، لغړ، د کوپړۍ پاس نیمايی اره شوی.

زه په خپل کور کې مازې سیلانی وم، تورېست وم، کشری ورور مې نیمه لارښود، نیمه ترجمان. هم یې په لوی ډانګ د قوماندانانو خوروړي سپي رانه شړل. دا سپي چې پخوا به په یوه پټه که تښتېدل، اوس غیرله خپل خاونده نورله فلک نه هم نه ډارېدل.

ورور مې ویل چې لالا، د شپې له خوا دلته مچ هم نشی الوتلی، بله ګټه یې دا ده چې د جمعو په ورځو یې پاس په غونډۍ سره جنګوي ، شرط هم پرې تړي. په همدې ډانګ یې د کوډلې دروازه وټکوله. یوه سور پړونې ښحه راووتله، ماشوم یې په ډوډي سپور کړی و، په لستوڼي یې د زوی خاڼې پاکې کړې، پلو یې راټیټ کړ، ورور مې یې لکه چې وپېژاند، سلام یې وکړ. ویل یې چې ملا قیوم

د دواړو سپیو سره غونډۍ ته ختلی.

شپې مې ښار کې ورېندارې د هماغه چرګ پولاو پوخ کړی و چې سهار یې له خوبه پاڅولي وو. شپې مې د ورور سره اوږد بنډار وکړچې د کار خبرې یې دا دي:

«له  کلي ولې ښار ته، کرايي ګور ته را غلئ؟ مځکه مو څنګه کړه؟»

«کور نه و، کنډواله وه  مامور میدین ته مو وسپاره، هغه مځکې ملا قیوم ته اجاره ورکړې. یو څه غله دانه لا راځي.»

« مامور میدین هماغه د پوستکي زوی نه دی؟»

« هماغه دی، اوس د کندوز د والي زوم دی، کتغن کې یې که شین کوي هم هغه دی که وروي هم.خیر دې وېسي، ما سره ډېره ښه وضعه کوي، څه وریژې او غنم هم راکوي.»

« نو ګویا مځکې یې درنه اندې کړې؟»

«نه، قواله زما سره ده. نه به تل ټلوالخان وي، نه یې تل سره پیلان، خو اوس پټه خو له بهتري ده»

«بزک بزک نه میر که جو لغمان مېرسه.»

هېڅکله، په ټول عمر کې، هېڅ مهال زما هېڅ خاطره دومره ترخه نه ده پاتې شوې. پوره دوه کاله مې د هغې د هېرولو کوشش کړی خو نن را نه ولیکل شوه.


د استاد دا لیکنه په تاند کې لومړی پلا د ۲۰۱۱ د دسمبر په ۱۰ مه خپرې شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب