انجنیر فرید احمد باوري
ژوند مې هغسې چې زه يې غواړم پر مخ نه ځي، ډېرې ذهنې طرحې راسره دي خو په تطبیق کې يې پاتي راځم، د خلکو ښه ژوندنو ته په څیرڅير ګورم او زه هم د ښه ژوند ارزو لرم، کله کله په دې فکر کې ولاړ شم چې د خلکو ژوند به هسي له وخته سم و او تکالیف به يې نه وي ګاللي خو ژر مې د فکر نیلۍ را تاو کړم او دا افکار باطل اعلان کړم، زه او په ټوله کې هر انسان ښه ژوند غواړي خو دا چې نه شي ورته رسېدلی دا بېله موضوع ده، زه تل د یوې داسې ورځې په تمه يم چې زما ژوند به پکې تغیر خوري او هر څه به زما پر خوا سمیږي خو چې کله ښه متوجه شم زه چې څه غواړم او چې څه یم یو له بل سره توپیر لرو، د هیچا ژوند په تصادفي ډول نه دی سم شوی، هیچا ته دنیا او مال په معجزایي شکل سره په لاس نه دی ورغلی بلکې د هر چا ښه ژوند د یو چا د تکالیفو او کړاونو ثمره ده، ستاسو ژوند ستاسو دی هیڅوک پکې تغیر نه شې راوستلی او ټول مسئولیت يې ستاسې پر غاړه پروت دی، لاندې اوه ګامه پورته کړئ او ښه ژوند تجربه کړئ:
- افکار مو ایډیټ کړئ: زموږ ژوند زموږ د افکارو عملي بڼه ده موږ پر خپلو افکارو یون کوو، په ژوند کې باید خپل افکار ایډيټ کړو د دین او اسلام په تله یې وتلو ، له کلتور سره يې برابر کړو او په زغرده يې اعلان کړو.د هر چا ایډیا او مفکورې ته اجازه مه ورکوئ چې پر ذهن مو کرغېړنه پرده وغوړوي ازاد او مستقل ووسئ، هیچا ته تر فکري بنسټونه مه ورتېرېږئ.
- لومړیتوبونه مو وټاکئ: له ځانه مو وپوښتئ چې ( زما پر ژوند کې تر ټولو زیات لومړیتوب څه شی لري؟) ، ځان ته مو ور وښیاست چې کومې موخې ته رسېدل غواړئ که دا کار وکړئ لید لوری به مو معلوم کړی وي او موخې به مو په لاس راوړي وي.که څوک موخې نلري په دې مانا باندې دی چې ژوند نه لري.
- موخو ته د رسیدو لاري وټاکئ: موخو ته د رسېدو لپاره ښې او پخې لارې وټاکئ، اسانه ، لنډې او دایمې لارې پیدا کړئ او ډاډه یون پرې وکړئ. هغوئ چې ښه ژوند غواړي او هڅه نه کوي دا يې لاره نه ده د ښه ژوند لپاره ښې لارې پکار دي.
- منفي کړنې مو لري کړئ: هڅه وکړئ مثبت حرکات مو تر منفي حرکاتو زیات وي منفي کړنې مو ډیلیټ کړئ ، جرات ولرئ زیات خجل خجل مه کیږي، له عصبانیت سره مخه ښه وکړئ، زیات خوراک او زیاتې خبرې مو را مهار کړئ،دا کارونه مو ژوند در سموي.
- نوي مهارتونه زده کړئ: که غواړئ چې د ښه ژوند پر لوري اوچت ګام پورته کړئ او له نړۍ سره مو ځان برابر کړئ نو تخنیکي، انساني او تخلیقي مهارتونه مو پر ځان کې پیدا کړئ دا ټول اکتسابي شیان دي چې په بیا بیا تمرین سره تر لاسه کېدلای شي.
- د ژوند مسئولیت ومنئ:شرایط انسانان نه جوړوي بلکي انسانان شرایط جوړوي، د خپل ژوند لپاره ښه شرایط جوړ کړئ ،د خپل ژوند مسئولیت پر خپله پر غاړه واخلئ،په ژوند کې اغېزمن ګامونه پورته کړئ او د ژوند کښتۍ مو د نجات پر ساحل ودروئ، هیڅکله د خپل ژوند ښه والی او بدوالی بل چا ته مه منسوبوئ ستاسو ښه او بد افکار ستاسو ښه او بد ژوند دی.
- پشتکار واوسئ: له کار او زیار نه لاس مه اخلئ په دې خاورینه نړۍ کې تر ټولو لوی واټن د پوهې او عمل تر منځ دی، ناهیلي رخصت کړئ، او د کار لکړه در سره راواخلئ،کار او زیار وباسئ ژر د بې وسۍ ناره مه پورته کوئ او تل هڅاند ووسئ، د ژوند لپاره مو هر ورځ څو قدمه پر مخ ولاړ شئ، واړه قدمونه بې ارزښته مه بولئ تر ولاړ حالت ښه دي، کار عزت دی، کار ښه ژوند دی.
غزني، قره باغ ۰۷۹۱۹۶۱۲۱۲