جمعه, مې 17, 2024
Homeمقالېدریافغان سوله، فرصتونه او ننګونې | سردار محمد همدرد

افغان سوله، فرصتونه او ننګونې | سردار محمد همدرد

د افغانستان  په اوږدې غميزې کې د بهرنیو استخباراتو  د بربنډې مداخلې سره، سره په کور د ننه زموږ اکثره مسولینو او سیاسیونو د هیواد د ملي ګټو پر ځای شخصي ګټو ته ترجیح ورکړې ده.
همدغه ستره ستونزه ده چې هیواد مو په نا علاجه مرض اخته دی، جګړه مو په هیواد کې ورځ تر بلي په زور کې ده،  ملت مو په نس وږی دی همدا یې لاملونه دي چې ډیری هیوادوالو مو خپل ګران هیواد پریښی دی، تر څو  آمن او د یوه ګوله ډوډۍ لپاره په نورو هیوادونو کې خپلې ورځې او شپې تیري کړي!
تر دا مهاله مو ملي بودیجه د نشت برابر ده،  هیواد مو د بهرنیو په خواست په روپو چلیږي، ملي ګټو ته نه تعهد , مو اساسي ستونزه ده،  په سټېج شعارونه ورکوو،  خو په عمل کې تر ملي ګټو، شخصي ګټو ته ډیره ترجیح ورکوو .
هر بهرنی خپل اهداف لري،  خو اهداف یې د خپل هیواد د ملي ګټو سره تړلي دي.
موږ پراخه نړیوالو اړیکو ته ضرورت لرو، خو ملي ګټې  باید موږ ته سور خط وي، ځکه دا مو ملي وجېبه ده.
زموږ په هیواد کې دې بدبختې څلویښت کلنې جګړې د ډیری زیانونو تر څنګ دوه ستر زیانونه وزیږول.
۱/ د ملي ګټو او د وطن د لویو اهدافو په وړاندې بې مسولیتي.
۲/ د پردیو هیوادونو سره د ډيپلوماټیکو اصولو پر ځای ، د پردیو استخباراتو او سفارتونو سره دا تعهد کول چې ستا د هر ډول برنامو ملاتړ به کوم،  که څه هم زموږ د هیواد په زیان هم وي،  خو فقط ته زما تر شاه ودریږه او ما تر واکه ورسوه.
زه نه غواړم چې بحث ډیر اوږد شي ، اوس خلک دغه ډول بحثونو ته ارماني خبرې وایي، دوی ملامت هم نه دي ، دوی په ملت او افغانیت باور هم نلري،  داسې نده ډیر لرې به هم نه ځو ، تیره نیمه پیړۍ مخکې موږ یو خپلواک ملي ګټو ته ژمن او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان درلود،  اوس چې یواځې د دې وطن اصلي ستونزه چې زموږ هیلو ته خنډ ګرځیدلې ده، هغه سوله نه راتګ دی،  زموږ د پرمختګ لپاره سوله تر هرڅه لومړیتوب دی .
په دې څلویشت کلنې غمیزه کې یو ځل موږ دې مجاهدينو او ‌‌‌‌‌‌ډاکتر نجیب الله تر منځ د دایمي سولې چانس پيدا کړ او ‌‌‌‌‌‌ډاکتر نجیب الله هم په یو ‌‌‌‌‌‌ډیر افغاني غیرت تر خپلې چوکۍ تیر او د سولې لپاره یې په رښتیا قرباني ورکړه متاسفانه د مجاهیدینو رهبران په دې و نه توانيدل چې دا سوله سم مدیریت کړي او د کورنۍ جګړې مخه ونیسي.
 د مجاهدینو اختلافات د چوکیو او واک پر ویش وه ، دلته دې زما څخه څوک خوا نه بدوي دا د تاریخ خبره ده زه نه مجاهد او نه خلقی یم،  زه د دریم نسل یو ځوان یم موږ که ځيني ترخه واقعیتونه و نه وایو، موږ خپلو سپېڅلې هیلې او آرمانو ته نه شو رسیدلی.
 اوس بیا یو ځل د سولې لپاره عملي قدم پورته سوی دی او زموژ د سولې په اړه نړیواله ملي اجماع را منځ ته سوی ده خو اوس بیا ستونزه دا ده چې موږ په کور د ننه هم حکومت او هم سیاسیون تر اوسه پورې د دې سولې د ښه مدیریت توانایي نه ده رامنځ ته کړې چارواکي دا تشویش لري چې په سوله کې به چوکۍ له لاسه ورکړو او نور سیاسون بیا په دې فکر کې دي چې زه به څومره  و‌‌‌‌‌‌نډه و لرم ؟
زه بیا د هیواد پر مشرانو ږغ کوم چې دا تاریخي  فرصت له لاسه مه ورکوئ بیا به لاسونه مروړئ او هیواد به مو له داسې یو سرنوشت سره اخته کیږي لکه په تیر وخت کې چې ما یې د ‌‌‌‌‌‌ډاکتر نجیب الله او مجاهدینو مثال ورکړ او تاریخ هم به بیا د هر چا په اړه باندې قضاوت کوي، هر چا چې د سولې په وړاندې خنډونه جوړ کړل ،هغو به د دې وطن سره لویه جفا کړي وي.
 نور دا ملت یوه ورځ هم د جګړه توان نه لري او طالبانو ته هم وایم چې په دې مسولیت او رسالت کې تاسو هم خلاص نه یاست د ګټلو او بایلولو خبرې پریږدئ په حیث د افغانانو پر خپل وطن رحم وکړئ او تاسو هم باید تیر اشتباهات بیا تکرار نه کړئ.
 په پای کې بیا هم دا خبره کوم چې سوله د دې وطن لمړیتوب دی خو افغان شموله د عزت او آبرو نه ‌‌‌‌‌‌ډکه او تل پاتې سوله د ځیني دوستانو سره چې د سولې په اړه تشویشونه سته دا مخکې تر مخکې ګومانونه دی زموږ سوله یو څه کار  ته ضرورت لری او که چیری عادلانه او افغان شموله سوله و نشي، دا بیا بله لویه جفأ  ده !
زه پر ټولو اړخونو ږغ کوم چې لومړی اور بند اعلان کړي که چیرې د سولې خبرو نتیجه ور نه کړه،  نو چا خو د جګړې څخه نه یاست ګرځولي په دې یوه هفته کې زموږ شاه او خواه ۱۰۰۰ افغان سربازان یا شهیدان سوي او یا زخمیان.
حتماً به وسلوال طالبانو ته تر دې به زیاته مرګ ژوبله اوښتي وي او د دې تر څنګ په لسګونو ولسي خلک هم له لاسه ورکړي دي چې په هغه کې ماشومان او ښځي شاملې دي.
دا ‌‌‌‌‌‌ډير د افسوس خبره ده چې له یو طرفه د سولې خبرې کیږي او له بل طرفه جګړه ورځ تربلې په زیاتيدو ده.
اوس چې هر څوک د جګړې د زیاتیدو هڅه کوي هغه خپل د ملت په وړاندی پړ دي .
بس دی نور په دې  ملت رحم وکړئ هیواد مو له ‌‌‌‌‌‌ډير بد حالت څخه تیریږي نور یې نه د جنازو او نه د فاتحو غم خوړلی سي، ځکه چې بې حسابه وژل کیږي اوس په کار دا ده چې یو بل ته تر پېغوره تیر سو ، د عسکر او طالب دواړو د  کونډیانو او یتیمو ماشومانو چې په ښارونو کې فقر کوي غم یې و خورو که دا کار و نه کړو د خدای تعالی تر دې لوی عذاب او تاریخي  شرم سره به مخ سو.
‎په هیواد کې د تل پاتې سولې په هیله

3 COMMENTS

  1. د زړه له کومی می دغه دخیر لیکنه خوښه شوه، چه سوله او عزت نه وی زه به په وټه یا اقتصاد څه وکړم. لوړپولی چارواکی باید نور خلک ونه غولوی او د زړه د اخلاصه نور باید د رښتینی سولی او افغانستان لپاره عزت وغواړی.
    نور ورک کیږو، خرابیږو او په نامعلومه راتلونکی اخته کیږو.
    مشران مو په ډول ډول دسیسو او دوکو سره ترور او ورک شول، سبا به تاسو هم ترور یا ورک شۍ.
    آیا د حاجی دین محمد، حاجی عبدالقدیر، هشمت خان کرزی، احمد ولی خان کرزی، عبدالله لغمانی، ملک محمد زرین، ارسلا جمال، قوماندان مطیع الله خان، چمکنی صاحب، ملا ارسلا رحمانی، محمد هاشم وطنوال، جان محمد خان، د کندهار د مرستيال والي عبدالقديم پتيال، جنرال عبدالرازق، صفیه احمد جان دقندهار دښځو دچارو ریسه، جنرال عبدالجبار قهرمان، جنرال زلمی وردګ، حاجی عبیدالله بارکزی، دعلماوو شورا څو تنه مشران او داسی نور مشران او کشران چه افغانان یی یتیمان کړل.
    همداسی په ښاغلی حامد کرزی لمړی مرګونی حمله په قندهار کی، اسدالله خالد، شکریه بارکزی او همداسی بی شمیره نوری حملی شویدی.
    همداسی دطالیبانو خو زیاتره مشران وژل شوی، ورک شوی او د پاکستان او مریکا په جیلونو کی یی راتلونکی تیاره ښکاری.

  2. زه د خپلو اولادو په سر سوګند یادوم چي هیڅ ډول قومی او ژبنی او سمتی تعصب ته عقیده څه چي کرکه ترې لرم او تر ایمان وروسته پدې ارزښت ویاړم چي پر هره ټوکه خندا راځی خو د قوم او سمت په اړه ټوکو په اورېدو د تهوع او خواګرځنی سره مخامخ کیږم
    خبره می داده چي
    د هلمند ولایت زموږ د وطن نحس ترینه خِطه او برخه ده
    خلګ ئې شاید ښه خلګ وی خو د کوکنار او تاریاکو د کښت نحوست او توره سایه ئې زموږ د وطن پر تاریخ او جغرافیا غوړېدلې ده
    زموږ د وطن د ځوانانو خطرناکه راتلونکې د هلمند او هلمندیانو د تاریاکو د شیطانی بوټی سره د مثبتی یا منفی مبارزې د څرنګوالی سره مستقیمه اړیکه لری

  3. رښتیاهم څلويشت کلن غمیزی ،تیری ،قتل،تباهی ، او تشدید د تباهی او تخریب د هغو ضعیفو واکدارانو د کار نتیجه ده چی د ملی اماناتو په ساتنه کی ناکام او یا بهرنیانو د اجیرانو طوق لعنت په غاړه لری او د هغه طوق لعنت مشهود ه برخه میلیونری، مشکوک جایدادونه او بی لجام بهرنی ارتباطات دی چی ملی ګټی ګواښی
    نو اوس که د سولی او اصلاح خبری کیږی هغه ته پاک نیت او پاک لاسونه پکار دی په ناپاکو ازمایل شوی لاسونو چی تر ستونی له مردارو ډک وی ، د خیر او صلحی توقع به عاقلانه او تجربی نه وی او بی له مزیدو ضایعاتو نور څه نه راوړی.
    نو ښه به داوی چی دی ملت دښمنه ارذل الناس ته په زغرده اعلان شی چی د ملت لپاره دخدمت ظرفیت نلری عقدوی بحثونه او دغرض او مرض نه ډکی جلسی ، معاملی او مؤقت حکومتونه چی د آی –اس –آی او اجیرانو غوښتنه ده ،اوس پریږدی چی اصلاحات د ملت د خدمت لپاره هغه څوک وکړی چی د خدمت ظرفیت لری،غل ندی ،د بیت المال امین او د مل ګټو ساتونکی وی او خدمت ته د عبادت په حیثیت وګوری او امانات خیانت نکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب