سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeمقالېدریپه منځنۍ اسیا او افغانستان کې سترې لوبې – له اوس سره...

په منځنۍ اسیا او افغانستان کې سترې لوبې – له اوس سره یې تړاو

محمد عارف رسولي

(دریمه برخه)

د سترو لوبو د لیکنې په دې برخه کې به د روس او انګرېز د ۱۹ مې پېړۍ د سترو لوبو په بهیر کې د هغوی د سیالیو او کړنو پرتله  په افغانستان کې د بهرنیانو د ننیو سیالیو سره وکړو. وبه ګورو چې څه وخت بهرني قوتونه په کومو ملکونو کې له خپلو حریفانو سره څنګه سیالي کوي. ایا د پاکستان په افغانستان کې د ستراتېژيک عمق غوښتنه او د دې لپاره د افغانستان تیارول له سترو لوبو سره ورته والي لري او که نه؟ همدارنګه، د روسانو، ایرانیانو، عربي او غربي نړۍ د ټولو قوتونو ترمنځ سترو لوبو ته ورته سیالۍ نه دي روانې؟ هغه کومې تېروتنې دي چې موږ یې له پخوا تکراروو او اوس څه کول په کاردي….؟

په نولسمه پېړۍ کې د وخت دوو سترو امپراتوریو برېتانیا او روس له یو بل سره په نړۍ کې د ځمکو او ملکونو په لاندې کولو، د خپل نفوذ په زیاتولو او په نورو خلکو او سیمو د خپلو ارزښتونو په منلو او زیاتو اقتصادي زېرمو ته د لاسرسي لپاره سیالي کوله. انګریزانو د هند نیمه وچه نېولې وه او روسانو منځنۍ اسیا چې هر یوه ته یې خورا زیات اقتصادي، جیوستراتېژیک او جیوپولیټیک اهمیت درلود او تل یې د ساتلو په فکر کې وو. روسانو د تزاري پټر کبیر امپراتور له وخته د ګرمو بحري اوبو تجارتي او ستراتېژیکو لارو ته په  تورسمندرګي، خلیج فارس او بحر هند کې سترګې نېولې وې. خو انګرېزان هم تل په دې فکر کې وو چې څنګه روسان پرېنږدي چې هند ته ورشي بلکه انګرېزانو غوښتل چې منځنۍ اسیا ته ځان ورسوي. نو دوی اړتیا درلوده چې په سیمه کې خپل جیوستراتېژيک او جیوپولیټیکي نفوذ زیات کړي، شاوخوا ملکونه په هره بڼه که هغه سیاسي او که نظامي وي تر خپل نفوذ لاندې راولي او پرېنږدي چې د هغوی حریف ورته رانېږدې نشي.

انګرېزانو غوښتل چې افغانستان، ایران او ترکیه د حایل ملکونو په توګه د روسانو په وړاندې وکاروي تر څو بحري لارو ته لاسرسی و نه مومي او هند ته ورنشي چې دا پلان تر ډېره د افغانستان په هکله بریالی شو ځکه یو د افغانستان جغرافیایي موقعیت، په هغه کې د پامیر او سلیمان د غرونو لړۍ د یوه قوي دیوال او سنګر په توګه ښه کارېدای شول او د هند وچې ته لنډه لاره وه او بله مهمه داوه چې موږ په دې تاریخي مرحله کې تر نورو کمزوري او ویشل شوي وو او داسې ښکارېده چې زموږ هېواد دا قدرتونه د خپل حریف په وړاندې لکه په اوس وخت کې ښه کارولی شي. نو همغه و لمړی هر یوه په تېره بیا انګریزانو غوښتل چې افغانستان تر خپل نظامي کنترول لاندې راولي، خو بیا دواړو امپراتوریو پرېکړه وکړه چې افغانستان کمزوری او د حایل په توګه د خپلو امپراتوریو په منځ کې وساتي.

په ۱۸۳۸ م کال، په لندن کې اوازې شوې چې روسان د خېوې په لور حرکت کوي او فارسیان غواړي چې هرات ونیسي، بیا کندهار ته لاړ شي او د هغو له لاسه وتلو ځمکو جبران وکړي چې د روس او ف��رس په جګړه کې یې له لاسه ورکړې وې (۲۸ -۱۸۲۶). د فارس د هغه وخت نوي پاچا چې رضا شاه نومېده له روسي نماینده کونت سیمونیچ او د روسي افسرانو او سربازانو له یوه ګروپ سره چې د یوه پولندي جنرال بېروسکي په نامه تر قوماندې لاندې و او هرات ته نېږدې راغلی و او هرات یې کلا بند کړی و. په دې وخت کې یو انګرېز د بنګال توپچي افسر چې الډرډ پوټېنجر نومېده په پټه هرات ته رسېدلی و، له افغاني لوري سره یې د سرتېرو په روزنه او د جنګ په ستراتېېژۍ کې مرسته کوله، د هرات کلابندي  اته ( ۸ ) میاشتې اوږده شوه، برېتانیا د نظامي عمل تهدید وکړ او فارسیانو محاصره ماته او سیمه یې خوشې کړه.

لارډ اکلنډ او دولت یې پرېکړه کړې وه چې په هره بیه وي روسان باید د افغانستان له لارې له هنده لېرې وساتل شي، که د خبرو په واسطه وي او که په افغانستان کې ورسره د بېرحمه ځواک کارولو په وسیله وي. لکه پخوا هم د انګرېز د بهرنیو چارو وزېر  پالمرسټون او دولت یې هوډ وکړ چې افغانستان ونیسي نو الکساندر برنیس یې غوره شو چې افغانستان د دې کار لپاره ته تیار کړي. اصلي لامل دا و چې هېڅ هوښیار ملک او واکمن نه غواړي جګړه خپل ملک او د خپلو اقتصادي ګټو سیمې ته راولي. بلکه په جیوستراتېژيکو سیالیو او په نیابتي جګړو کې د بل په وینو او د بل ملک د ورانېدو په بیه له خپلو حریفانو سره مخامخ کېږي.

بیا روسانو او انګرېزانو خپله ستراتېژي بدله کړه او په  ګډه یې پرېکړه وکړه چې یوه زیان منونکې سیمه او ملک باید د حایل په توګه د دوو امپراتوریو تر منځ وکارول شي او داسې ښکارېده چې دا زیان منونکې سیمه او ملک به افغانستان وي. زیان منونکي ځکه چې هغه باید تر کنترول لاندې وي، رښتیني ازادي ونه لري، د هر ډول سیاسي مثبتو بدلونو مخه پکې ډب شي، سره وویشل شي، له نورو نړیوالو او سیمه ایزو قدرتونو سره اړیکو ته پرېنه ښودل شي، ښه رهبران او خاین عناصر یې وپېژندل شي او خاینان د خادمو مشرانو په وړاندې د قدرت په لوبه کې اخته کړي او دوی له خاینانو ننګه وکړي.  

د ۱۸۳۸ م کال د اکتوبر په میاشت کې لارډ اکلند د شېملې مانیفست په نامه، د پورپاګندې (تبلیغاتو) یوه خبرپاڼه خپره کړه او داسې طرح شوې وه چې د امیر دوست محمد خان شهرت تر سوال لاندې راولي او ادعا یې کړې وه چې شاه شجاع په خلکو کې درناوی لري، یو روڼ اندی! کس دی، که څه هم هغه دومره جاهل و چې کلکته یې په لندن کې بلله. لارډ اکلند د امیر دوست محمد خان په هکله یې ویلي و: « امیر دوست محمد خان په برالا توګه تهدید وکړ… هره بهرنۍ مرسته چې دی تر لاسه کړي قبوله به یې کړي… موږ (انګرېزان به هېڅکله د خپل ګاونډ د ارامۍ تمه ونه لرو… ګورنر جنرال په یقین سره غواړي چې امېر له تخته او قدرته لېرې شي … کله چې د افغانستان خپلواکي او ځمکنی بشپړتیا بېرته خوندي شي… نو د بریتانیا پوځ به بېرته ووزي. په نظر کې ده چې د برېتانیا نفوذ افغانستان ته وغزول شی او پرېکړه وشوه چې افغانستان یو حایل دولت شي. د اشغال لامل روښانه وه، کله چې مانیفست لندن ته ورسېده ورسره مخالفت ونشو

خو د پورته ادعا په خلاف امیر دوست محمد خان چې د لوی امیر په نامه هم یادېده، یو مدبر، د یوه غوره لرلید خاوند او وطندوسته واکمن و او وزیر اکبر خان غوندې زوی یې روزلی و. رنجیت سنګ چې د هغه وخت زیاتې افغان خاورې یې لکه کشمیر، پېښور، ملتان او نور نیولي وو امیر دوست محمد خان تمه لرله چې انګرېزان به ورسره مرسته وکړي چې پېښور بېرته ونیسي. امیر له برنیس سره دا خبره شریکه کړه خو برنیس په ظاهره څه ونه ویل خو ټکي په ټکي یې د افغان امیر غوښتنه ډهلي ته نقل کړه او لارډ اکلنډ او نورو چارواکو نه یوازې نه غوښتل بلکه سخت د دې خبرې مخالف وو ځکه رنجیت سنګ یې پخوانۍ متحد و او د افغانانو په شان یې ورنه وېره نه لرله. خو لکه ټول تاریخ پوهان چې د افغانانو په هکله وایي: د افغانانو یو کمښت دادی چې زر باور کوي او له دې کبله تل زیات تاوانونه کوي او همدا زر باور و چې امیر په انګرېزانو کړی و. اوس موږ ته په کار ده چې له دې خپل تاریخي کمښته چې موږ تل تکرار کړی دی، زده کړه وکړو.

غوره درس به داوي چې بېله دې چې موږ د بهرنیو قدرتونو ستراتېژيکې موخې سمې درک کړې وي له هغوی زیاته تمه ولرو. همدارنګه، یوازې په بهرنیو تکیه کول او خپل ملي نظام او وړتیاوو ته ستراتېژيک پام نه کول به تل موږ په خوله ولي. موږ ګورو چې موږ افغانانو په هغه وخت کې په انګرېزانو او بیا وروسته په روسانو، پاکستانیانو، ایرانیانو، عربانو، غربیانو او نورو مو د خپل تاریخ په مختلفو برخو کې زر باور کړی دی او زیات زیانونه مو لیدلي دي.

ما په انټرنټ کې د کوم افغان لیکنه ولوستله ( خو نه پوهېږم چې دا خبره سمه ده او که نه خو د سړي عقل ېې مني) چې کله ډاکټر نجیب د افغانستان پخوانی ولسمشر د ملل متحد په دفتر کې تر نظارت لاندې ونیول شو، روسان که څه هم د ژینیوا د هوکړې تضمینوونکي او د همدې تړون په بنسټ ډاکټر نجیب قدرت سپاره، روسان د هغه  او د دهغه د رژیم پخواني دوستان وو، خو ورته شا کړه، د هغه په وړاندې یې هېڅ د مسولیت احساس ونه کړ، که څه هم هغوی به توانېدلي وای چې ناروغ ډاکټر نجیب د کابل د هغه وخت د رژیم له نظارته راخلاص کړي او کوم بل ملک ته یې واستوي، ډاکټر نجیب ځیر شو چې دی خپله، ګوند یې او ټول افغانان د همغو سترو لوبو د دوام ښکار شوي دي.

ډاکټر نجیب د سترو لوبو به نامه کوم کتاب وموند او په پښتو یې وژباړه، بیا یې هند ته د چاپ لپاره واستاوه خو په لاره او یا هند کې چې هر چاته هغه ژباړه لاس ته ورغله، کېدای شي نه یې وي خوښه شوې هغه ژباړه یې نابوده کړه او یا به یې د ورکېدو لامل بل څه وي. سوال دادی چې روسان خو د ژینیوا د مذاکراتو تضمین کوونکوي وو، د کابل حکومت او په راس کې یې ډاکټر نجیب ملګري وو، ولې یې شرم او د مسولیت احساس ونه کړ، لږ تر لږه یې ډاکټر نجیب چې قدرت یې هم د ملل متحد او د ژینیوا د مذاکراتو له مخې تسلیماوه، نو ولې یې د ملل متحد له دفتره و نه ایسته.

هر افغان ته به یقیني ښکاري چې ډاکټر نجیب به د نظارت په دوره کې څومره له روسانو خفه و، څومره به پخپلو پخوانیو اړیکو پښيمانه و او د افغانستان د راتلونکي لپاره به یې څه غوښتل. په رښتیا به یې هم فکر کړی وي چې ولې روسانو دی همداسې پرېښوده کاشکي د هغه خاطرې او یادښتونه چاته په لاس ورغلي وای او له ملت سره یې شریکې کړي وای. همدارنګه، دا مسئله د هغه ګوندي ملګرو او ټولو افغانانو ته باید د بحث وړ وي. باید په ځاني او ټولیزه توګه وپوښتو چې ولې داسې وشول، دا یوازینۍ پېښه وه که بیا بیا تکرار شوې ده.؟ دلته باید عقیدوي او سلیقوي خبرې یوې خواته کړو او د یوه ملت په توګه دې سوال ته ځواب ووایو.

اوس راځئ وپوښتو له زیاتو نورو مشرانو سره څومره همداسې لوبې شوې. تر یوه وخته دوی له نورو ملکونو سره ښه ګرمه یارانه درلوده خو بیا یې دوی همدغو خارجي ملګرو خپل سرنوښت ته پرېښودل بلکه سخت یې په ضد هم شول. ځینو خو په دې اعتراف هم کړی دی او زیات نور هم ښه پوهېږي، یا به وایي او یا به نه وایي او زه خو ډېر مثالونه لرم چې خپلو بهرنیو ملګرو یې چې کله اړتیا نه ورته درلوده او خپلې ګټې یې له بل چا سره لیدې څه یې ورسره کړي دي.

نو موږ بلنه ورکوو او افغانان ورباندې حق لري چې همدا اوس پیل وکړي، په دې هکله خپلې تاریخي تر خې خاطرې او تجربې یا خپله ولیکی او یا کوم لیکوال وګوماري چې د بهرنیانو لمړنۍ وعدې، موخې او د پای کړنې او وفادارۍ ولیکي او کله چې مناسب وخت وي سره له اړینو درسونو او سپارښتنو یې خپاره کړي. که دوی دا کار نه کوي نو تر دوی به په تاریخ کې بې همته کسان نه وي. تاریخ خو دا کار کوي مګر په دوی به لعنت وایي چې ولې یې ملي مسئلې له خپلو خلکو سره شرېکې نکړې.

دا ولې اړتیا ده؟ اړتیا ځکه ده چې موږ د نړیوالو او سیمه ایزو قدرتونو له اړیکو زیات زیانمن شوي یو. باید له دې څخه درس اخیستل په یوه ملي دیالوګ بدل شي، ورنه درسونه واخلو. موږ نشو کولای چې له نړیوالو سره ښې اړیکې ونلرو، او باید عقدې او غچ اخیستل هم پرېږدو یوازې پوه شو چې کوم انتخابونه په لاره واچوو، له کومو ستراتېژیو کار واخلو او کوم ملي ارمانونه ځان او خپل ملت ته په ګډه وټاکو تر څو پخپلو پښو ودرېږو او په راتلونکی کې بیا تېرې ترخې تیروتنې تکرار نکړو.

اوس بیا راځم د سترو لوبو خبرو ته. په ۱۸۳۸ م کال روسي استازی ویتکوویچ کابل ته راغی او امیر دوست محمد خان چې د انګرېزانو له اړخه ناهیلی شوی و، د انکرېزانو د میل خلاف یې دې روسي استازي ته ښه راغلاست ووایه او خپل دربار ته یې ومانه. روسي استازي امیر ته وویل چې دوی درک کوي چې رنجیت سنګ زیاتې افغان خاورې لکه پېښور ملتان او کشمیر نیولي دي او روسیه چمتو ده له افغانانو سره دېپلوماتیکي او مالي مرستې وکړی او د یوه سپر په توګه د انګرېز په وړاندې ودرېږي چې د منځنۍ اسیا په لور پرمختګ ونه کړي. ده وویل چې روسیه ډېره لېرې پرته ده نو عسکر نشي استولی خو مالي مرسته به وکړي چې له رنجیت سنګ سره افغانان جګړه وکړي.

مورخ مولانا کشمیري وایي په دې وخت کې برنیس له امیره اجازه واخیستله چې بېرته هند ته لاړ شي خو داسې یې و انګېرله چې په زور ایستلی شوي وي، ځکه روسي استازي ته هرکلی ویل شوی و او برنیس ارومرو غوښتل چې دا خبر له ټولو اړخونو سره هند ته یوسي. مورخ مولانا کشمیري ��ایي: که څه هم په ظاهره برنیس د ازاد تجارت د ودې په نامه لیګل شوی و، خو اصلي دنده یې داوه چې د افغانانو او روسانو په هکله معلومات راغونډ کړي. هغه د خپلو یادښتونو په کتاب کې لیکلي و: زه قانع یم ماته ویل شوی و، په کابل کې یو ناشونی ماموریت ترسره کړم؛ خو هغه کارونه چې زه یې په ترسره کولو کې بریالی نشوم، د بریالیتوب تمه یې هم له چا سره نه وه!

کله چې برنیس له کابله د تګ تیاري نیوله په سیمه کې یو شمېر نورې پېښې هم وشوې. امیر دوست محمد خان جنرال هری سنګ ته چې نوی د رنجیت سنګ لخوا پېښور ته استول شوی و، ولیکل: که غواړي، نو دی به ورته بښنه وکړي. او که نه د ده زوی وزیر اکبرخان ته دې د جنګ لپاره تیار شي. کله چې د امیر وړاندیز و نه منل شو جګړه حتمي شوه. په ۱۸۳۷ م کال افغان ځواکونه، چې مشري یې اکبر خان کوله، له هری سنګ سره د مقابلې لپاره روان شول، جمرود ته نږدې په یوه کلا کې جګړه پېښه شوه، اکبر خان په مېړانه له هری سنګ سره مخ شو او یو په بل یې سخت ګزارونه وکړل او هري سنګ یې په ځمکه راوغورځاوه او ویې واژه او تن په تن جګړه یې وګټله. وروسته د هري سنګ تر وژل کېدو نور لښکر یې هم ماتې وخوړه او دا د وزیر اکبر خان لمړۍ مهمه بریا وه او هغه په افسانوي قهرمان د بدلېدو په حال کې وه. برنیس د اکبر خان په هکله وایي چې هغه یو مدبر رهبر او پلان جوړوونکی، زړور قومندان او جنګیالی و. اکبر خان د ۱۹ مې پېړۍ په څلورمه برخه کې د افغانیت او زړورتوب یوه نمونه و او زیاتو افغانانو او بهرنیانو د هغه د قهرمانیو ستاینه کړې ده. د ده په هکله ویل شوي دي:

          د ده په مخ کې غونډ جهان ښکارېده

           د هر چا سترګې اکبر ته ور اوښتې

تاریخ پوهان وایي چې اکبر خان حق لري چې د افغانستان دېپلوماتیکه ساحه په کابل کې د ده په نامه ده. ځکه دی هغه جنرال و چې د انګرېزانو تګ راتګ یې په ځیر ځیر څارل.  

لکه چې پوهېږو تاریخ د دې لپاره لولو چې له تېرو پېښو، تجربو، تېروتنو او بریاوو د اوس او راتلونکي وخت لپاره ګټه واخلو، نو ځکه موږ سترې لوبې لولو او ګورو د ۱۹ مې پېړۍ په سترو لوبو کې له اوس سره څه ورته والی شته. که  لږ ځېر شو، لکه یوه تاریخ پوه او څېړونکي چې ویلي دي چې سترې لوبې هېڅ کله هم نه ختمېږي، او موږ هم وینو چې زموږ په سیمه کې همغه لوبې په یوه او بل شکل اوس هم تکرارېږي. هغه وخت انګرېزانو خپل ګوډاګي شاه شجاع چې کلکته یې په لندن کې بلله راته روڼ اندی معرفي کاوه، د همدوی د جاسوسانو په قول تر افغان ګټو یې د انګرېز ګټو ته لمړیتوب ورکاوه، خو دوی به موږ او نړیوالو ته ویل چې هغه یو روڼ اندی انسان دی او په افغانانو کې محبوبیت لري، نن هم ځینې بهرنيان په دې یا هغه نني کس لاس اېږدي او تر ټولو وړ کس یې د افغانستان د رهبرۍ لپاره بولي.

هغه وخت ښکېلاکګرو افغانستان وروسته پاته، له نورو نړیوالو قوتونو سره له اړیکو محروم او د حایل په توګه کنګل، له ټولنیزو او سیاسي بدلونو محروم ساته، روسانو ویل چې که قوي مسلمان دولت په افغانستان کې جوړ شي د دوي د منځنۍ اسیا په مسلمانو مستعمرو به بده اغیزه وکړي نو یوازې د سرحدي سیمې امو سیند په ځای روسانو ټول افغانستان د حایل په توګه غوښته تر څو باید کمزوری وساتل شي. انګرېزانو به هم روسان څارل چې افغان دولت ته مرسته ونه رسوي او د ځان خواته یې مایل نه کړي او له روسانو سره لاس یو نه کړي چې هند ته راشي. له شاه شجاع، رنجیت سنګ سره انګرېزانو یو دری اړخیز تړون لاس لیک کړ چې په ګډه به د روس مخه نیسي.

نن هم پاکستان غواړي افغان خاوره د خپلوګټولپاره د ستراتېژیک عمق په توګه وساتي، په دې معنی چې له هند سره به د احتمالي جنګ په وخت به زموږ خاوره د دوی د اردو د تېښتې او پټېدو ځای او هم د ستراتېژیکو وسلو د پټېدو ځای وي. پاکستان موږ ته په زغرده وایي: د هند او افغانستان ښې اړیکې نشي زغملای، او استدلال یې دادی چې هند به بیا له افغان خاورې د دوي په چارو کې لاسوهنه کوي. ګورو چې د سیمې هېوادونه لکه چین، روس، ایران او پاکستان اوس نه غواړي چې افغانستان له غربي ملکونو سره ښې اړیکې ولري، ځکه له دې ځایه به په دوی او سیمه کې نفوذ کوي.

بل دا چې په عادي شرایطو کې به دوی خپل بې کیفیته تولیدي او تجارتي توکي په موږ په لوړو بیو پلوري، مظلوم افغانان به د دوی په کروندو او فابریکو کې په شاقه کارونه کوي، که همدا اوس تاسو د زیاتو پاکستاني اربابانو حجرې وګورئ کوم مظلوم افغان به پکې مزدور وي، زیاتو افغانان د روسانو د اشغال په وخت دا حالت به خپلو سترګو لیدلی دی. نو پاکستان هڅې کوي د ۱۹ مې پېړۍ د روس او انګرېز امپراتوریو په څېر په کابل کې تر خپل اغیز لاندې او که ممکنه نه وه یو کمزوري دولت وساتي. خو موږ ته بیا اجازه نه راکوي چې د پاکستان په خارجي روابطو کې یو حرف هم ووایو. پخوا هم انګرېزان په دې خواشیني شول چې ولې د امیر دوست محمد خان په دربار کې د روسي استازي هر کلی وشو، حال دا چې روسانو له افغانانو سره د پام وړ مرسته نه کوله چې له خپلې خاورې تېري کوونکي وشړو.

ګورو چې د انګرېز په څېر دوی هم هڅه کوي چې د پورته موخو لپاره موږ ویشلي، په جګړو اخته، بېسواده، بېوزلي، له نورې نړۍ سره له تجارت او راکړې ورکړې او په ټولیزه توګه د واک او ځواک لرونکي دولت څخه مو محروم وساتي، له خپلو اوبو موږ ګتو وانخلو او تل دوی ته ورشي او خپلې دښتې ورباندې خړوبې کړي. له همدې کبله دوی د افغان ملي روحیې او وطندوستي او ملي ګرایۍ څخه زیات ډارېږي، ځکه بیا به موږ ورنه حق وغواړو، ډیورند به نه منو، په کوزو محکومو افغانانو به ظلم او تېری نه شو زغملئ او د لوی افغانستان ارمان به رښتیا کوو.

اوس راځو بېرته په ۱۹ مه پېړۍ کې د سترو لوبو بهیر ته. د دسمبر په میاشت کې انګرېزانو کابل ته مارش وکړ او امیر دوست محمد خان یې اسیر او له ځان سره هند ته بوته او په ځای یې پخوانۍ واکمن شاه شجاع وګوماره. شاه شجاع په ۱۸۰۳ م کال قدرت ترلاسه کړی و، په ۱۸۰۹ کال یې د روس- فرانس د ائتلاف په وړاندې له انګرېز سره د روسیې او فرانسې په وړاندې یو تړون لاسلیک کړ چې  د افغانستان له لارې هند اشغال نه کړي او په همدې کال د خپل ناسکه ورور امیر دوست محمد خان له خوا له قدرته لېرې شو. تر ۱۸۳۶ م کال پورې مختلف امیران په کابل کې تخت ته ورسېدل تر څو په همدې کال امیر دوست محمد خان بیا قدرت ونیو، بیا کشمکش زیات شو تر څو الکساندر برنیس په ۱۸۴۱م کال ووژل شو. د ۱۸۴۲م کال په جنوري میاشت کې افغانانو بیخي قیام وکړ او انګرېزانو پرېکړه وکړه چې له افغانستانه ووزي. د کابل فرقه چې ۴۵۰۰ سرتېري یې لرل او ۱۲۰۰۰ کسان نور ورسره وو د جلال اباد په لور وخوځېدل او په لارو د (۳۰۰۰۰ ) دېرش زره افغان جنګیالیو په واسطه تر حملې لاندې راغلل او یوازې یو ډاکټر برایډن په جلال اباد کې د انګرېز مرکز ته ورسېده او نور ټول مړه شول.

انګرېزانو بیا ځلې په افغانستان حمله وکړه او زیات قتل عام یې وکړ ترڅو د خپلو وژل شوو کسانو غچ واخلي. خو وروسته یې امیر دوست محمد خان په هند کې له بنده خوشی کړ او هغه بېرته له هنده کابل ته راغی او قدرت یې ونیو. ویل کېږي چې دوست محمد خان ویلي و: « زه ستاسو (انګرېزانو) زېرمو، کښتیو، وسلو او قدرت ته حیران شوم، خو زه نه پوهېږم چې ولې د دومره یوې سترې ابادې امپراتورۍ واکمنان له اباسین څخه تېر شول او زه یې له خپل بېوزله ملک څخه محروم کړم.»  

روسان په 1830م کال کي د فرانسویانو په ځای رامخته شول او د هند مستعمره یې ترګواښ لاندې ونیوله. خو انګرېزان هم کرار کېنه ناستل. يو روسي استازی په تهران کې په عام محضر کې ووژل شو. په لندن کې د څارنې د بورد مشر لارډ یلنبورغ په یوه یادښت کې ویلي و چې: دا مړینه د روسانو د غرور له مخې بېښه شوه. خو ده اندېښنه درلوده چې د روسي جاسوسانو د نیولو کیسه یې رسوا نشي. د هغه په دستور کې راغلي و که روسان د سویل په لور کوم خوځښت پیل کړي نو انګرېزان به کابل ونیسي. یلنبورغ یو ځان غوښتونکي شخص و. ده په 1829 م کال یوه پالیسي جوړه کړه، چې په 1947 م کال یا له هنده د انګرېزانو تر وتو پورې پکې زیات بدلون رانغی.

یلنبورغ تر هرڅه معلوماتو ته زیات اهمیت ورکاوه، لکه چې وایي: « موږ د دغو لارو په هکله هېڅ نه پوهېږو، له دغو لارو څخه د ورهاخوا هېواد په اړه خبر نه یو او د هند د سمندر لوری هم رامعلوم نه دی. ده ویلي و چې موږ زیاتو امکاناتو او معلوماتو ته اړتیا لرو چې له یوه پرمختللي دښمن سره د جنګ کولو توان ومومو او دا کار په پیسو باندې کولای شو

یو بل افسانوي ليکوال (راجيف ډوګرا) په خپل کتاب کې چې د ډیورند توره کرښه نومېږي، د ډيورنډ کرښې تر لاسليک دمخه په نېږدې يوه پېړۍ کې د تزاري روسيې او لويې برېتانيې تر منځ لويه لوبه تشريح کوي، دی هغې نظريې ته اشاره کوي چې وايي: ((افغانستان په منځنۍ اسيا کې د پراخېدونکې روسیې او د پنجاب پر لور د پراخېدونکې بريتانيې تر منځ د يوه ساندوېچ په څېر و)).  

دا پورته هغه سیاسي کارتون دی چې افغان واکمن شېرعلي خان له خپلو دوستانو! روسي خرس او زمري انګرېز په منځ کې راګیر دی ( م ۱۸۷۸).

په دې کتاب کې څرګنده شوې چې د روسيې او بريتانيې تر منځ پټې جګړې يا لويې لوبې څنګه پيل شوه؟ روسانو څه غوښتل؟ انګرېزانو په منځنۍ اسيا کې څه فعاليتونه کول؟ د بخارا امير ولې د انګرېزانو د جاسوسانو سرونه پرې کړل؟ امير دوست محمد خان له انګرېزانو او روسانو سره څه ډول روابط او څه ډول مجبوريتونه درلودل؟ خېوه او پنجده څنګه ونيول شول؟ د افغان او روسي پوځونو تر منځ جګړه ولې ونښته، د افغانستان او روسيې سرحدونه څنګه مشخص شول؟ شاه شجاع دويم ځل څنګه واک ته ورسول شو؟ امير شېرعلي خان ولې له روسانو ناهيلی شو؟ انګرېزانو او روسانو په کومو برخو کې مخالفت او په کومو برخو کې توافق درلود؟ دا او دېته ورته نورې ګڼې پوښتنې د لويې لوبې د تشريح په برخه کې ځواب شوي دي، (د ډیورنډ توره کرښه، پوهان یون).

کله چې څوک دا برخه ونه لولي او په ناڅاپي ډول د ډيورنډ کرښې په باب بحث ته داخل شي، عادلانه قضاوت نه شي کولای. ليکوال د غميزې پيل له همدې ګريټ ګيم څخه ګڼي. عبدالرحمن خان له تزاري روسيې سره روابطو ته ډېر متوجه و، هغه به ويل چې ((روسيه د فيل په څېر ده چې هر څه مخې ته ورځي له منځه يې وړي))، نو ځکه خو يې په ډېر دقت سره پر دې خبره ټينګار کاوه چې: ((افغانستان بايد له دواړو ځواکمنو هېوادونو څخه مساوي واټن ولري.))

 ليکوال د افغان ملت ټولنيز کرکټر او د پولادي امير هوډ ته په کتلو سره همدا پوښتنه مطرح کوي چې کوم علتونه وو چې امير يې پر داسې يو ګونګ سند لاسليک ته اړ کړ؟ کتاب له همدې پوښتنو او انګېرنو پيلېږي او په پای کې دې ټولو پوښتنو ته ځوابونه ورکوي، خو د دې لپاره چې موضوع ښه روښانه شي، دی د موضوع شاليد، دلايل او عوامل په تفصيل سره روښانه کوي. « د ډیورنډ په توره کرښه سپینې خبرې، د پوهاند یون لیکنه چې د راجیف ډوکرا په کتاب لیکل شوې ده.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب