دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeمیرمنتوپيري چلند څنګه وپيژنو؟ | ملالۍ بشير

توپيري چلند څنګه وپيژنو؟ | ملالۍ بشير

د يو چا د جنسیت له کبله ورسره توپيري چلند او تعصب کولو ته سکسيزم يا په اسانه ټکو کې جنسي توپیري چلند یا جنسي تبعیض ویل کيږي.

ډېری وختونه زموږ شا او خوا د جنسي تبعیض خبرې او چلند کيږي خو موږ ورسره دومره اموخته شوي يو چې کله کله مو ورته هيڅ پام نه کيږي او ډېر عادي راته ايسي. په ځینو مواردو کې زموږ مور، پلار، ورور يا آن موږ پخپله داسي کار يا خبره وکړو چې بیخي سيکسسټ وي. زه به يو څو بيلګې یادې کړم.

 
يوه افغان سړي ويل: ((زه د کيک باکسنګ صنف ته ولاړم. اول خو مې فکر وکړ چې دا خو زور غواړي بيا مې له ځان سره وويل چې آن ښځې کيک باکسنګ کوي نو زه يې ولي ونکړای شم.)) افغانې ښځې چې دې سکسسټ کامنټ ته يې هيڅ پام نشو، ورته وویل: ((دا خو دې ورزش ته د ځان هڅولو لپاره ښه فکر کړی.))


که دغه افغان سړی او دا افغان ښځه همدا خبرې د کوم غیر افغان له مخې وکړي هغه ښايي ورڅخه وبيريږي یا ورته په ښه سترګه ونه ګوري.

دا په دې مانا نه ده چې په غیر افغانانو کې سکسيزم نشته خو دوی ته دومره عادي نه دی لکه موږ ته. زما په نظر جنسي توپيري چلند په جغرافیايي موقعیت پوري نه بلکه په کورنۍ تربیه پوري تړاو لري.

بله بېلګه:

یوه ښځې د یوه نارینه د داسي خبرې ځواب ورغبرګ کړ چې ښه ورباندي نه ولګېده. بله ورځ هغه سړي بیا همغسي يوه خبره تکرار کړه خو ورسره یې وویل: (( نور باید له دې ځایه ځان وباسم، اوس به بیا راباندي جنګ جوړ شي. ))

یاني د یوه سړي د ناسمې خبرې ځواب ورکول یا له ناسمې خبرې منع کول په دې مانا دی چې ښځه جنګره ده.

بله بېلګه:

زموږ په ټولنه کې چې زړې ښځې پر ځوانو ښځو پېرزوينه کوي ورته وايي، د اووو زامنو مور شې. دا خو پريږده چې د اولاد زېږولو د انتخاب حق بايد ښځه ولري، دا چې ښځه څو ځلې کوچنی زېږول غواړي، يو واري؟ دوه واري؟ هيڅ نه؟ دا يې هم هيڅ فکر ته نه تيريږي چې يوه ښځه به نه غواړي نارينه اولاد ولري.

بله بېلګه:

((دې موټر ته ګوره لکه ښځې چې پارک کړی وي.))

ياني د نړۍ ټولې خراب موټر چلوونکي یوازې ښځې دې. په اصل کې دا خبره هيڅ ریښتيا نه ده.

بله بېلګه:

((د نجونو لويول په ځانګړې توګه په لویديځ کې ډېر ستونزمن کار دی.)) دا خبره په دې مانا ده چې ګواکي هلکان که بې تربیې لوی شي، هيڅ بده خبره نه ده.

زما په نظر، که څوک خپله لور ښه تربیه کوي او راتلونکی یې د بل له بې تربیې زوی سره وي، د لور ژوند به يې هيڅ ژوند نه وي. ښه دا دی چې پر نجونو د قید او بند پر ځای د هلکانو سمې تربیې ته پاملرنه وشي چې هغوی بشپړه او ښه انسانان لوی شي که په افغانستان کې وي که په بهر کې او په راتلونکي کې د بل چا د تربیه لرونکې او ښې لور سره د ژوند تېرولو وړتيا ولري.

که موږ د هلکانو تربيې ته پام زیات نکړو همدا حال به پيړۍ دوام وکړي چې له افغانستانه به پنځوس کلنو افغان نارینه وو ته شپاړس کلنې نجونې چې خپل کيڼ او ښی لاس نه سره پيژني، بهرنیو هیوادونو ته راواده کيږي او دلته به یې په پنځه ويشت کلنۍ تېروي ځکه په کوچني عمر ودونه یو غیر قانوني او د بشري حقونو پر ضد عمل دی.

د نارینه کورنۍ فکر کوي چې له افغانستانه راوستلي کوچنۍ نجونې دوی تل پټې سترګې ساتلای شي، د هغوی د خوښې پر ضد ورباندي هر کال کوچنيان راوړلای شي او د غلامۍ طوق يې غاړې ته اچولای شي. د نجلۍ پلار بيا دا فکر کوي چې لور ده، تر دې مخکې چې په خپل انساني حق يې سر خلاصيږي هسي باید له غاړې واړول شي.  

بله بېلګه:

خلکو له کوره یو ځای ته د غرمې ډوډۍ یووړه او خوړه یې. یوه کس (کس زوړ هم نه دی) خپله ډوډۍ وخوړه نو غوښتل يې خپل لوښي ټول کړي. یوې ښځې (د یاد نارینه سره پر برابره کچه دنده لري) ورته لاس ور وړاندي کړ او وې ويل: ((فلانی صاحب، ته يې پرېږده. دا کارونه ښځې ښه کولای شي.))
فلاني صاحب ښايي له ځان سره فکر کړی وي چې ولې زه نو څه بې لاسو یم چې خپل کار پخپله نشم کولای؟

دا وړ خبره د درناوي په مانا نه، بلکه سرچپه نارينوو ته د لټۍ پېغور دی. خپل کار پخپله کول د وياړ خبره ده نه د شرم.

کله چې په یوه کورنۍ کې هلکانو ته د کور کار نه ورزده کيږي ځکه کورنۍ يې فکر کوي تل به یې په ژوند کې يوه نه بله ښځه وي (د خور، مور يا مېرمنې په بڼه) چې د دوی کارونه به ورته کوي، دا د نيمګړي انسان لویولو په مانا ده. همداسي لکه څوک چې خپلې لوڼې زده کړو ته نه پريږدي او هغوی نیمګړې او محتاجې لویې شي.

دا خبره بېله ده چې کله یوه ښځه په خپله خوښه دباندي دنده نه کوي او د کور کارونه کوي، او يوازي نارینه خپلوان يې دباندي کار کوي. خو تر ډېره د انتخاب خبره هيڅ نه رامنځته کيږي چې دوی ونه غواړي د کور کار انتخاب کړي.

کله چې موږ خپل زوی د ده د خپل کار لپاره بل انسان ته محتاجه کوو، دا په دې مانا ده چې موږ د استثمار سیستم ته نور د سون توکي برابروو. د بيلګې په توګه که زوی زده کړې کوي، دباندي دنده لري او یا هم هر ډول بل ښه یا بد فعالیت کوي، د کور دننه د کار فشار يې بیرته پر خور او مور راځي چې ښايي هغوی هم خپل درس او دنده ولري.

موږ بايد د سيکسيزم خبرې او چلند وپېژنو او یو بل ته یې ورپام کړو.

تاسو هره ورځ له کوم ډول سکسزم سره مخامخ شوي ياست؟

1 COMMENT

  1. اسلام علیکم ملالی بشیر
    ورسته له سلام څخه زه باید له تا نه یو پوښتنه کوم چی ایا په اسلام کی جنسی تبعیض شته اوکنه؟ او کنه وی نو دا بیا هسی حبث خبری دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب