دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeمقالېدرید ښوونځي د زنګ مېله | ګل آغا احمدي وردګ

د ښوونځي د زنګ مېله | ګل آغا احمدي وردګ

په افغانستان کې د ښوونځي زنګ د حمل یا وري د میاشتې په دریمه نېټه وهل کېږي، د دې زنګ په کړنګولو سره په ټول هېواد او ځانګړې توګه سړو سیمو کې تعلیمي کال په رسمي توګه پيل کېږي او د ښوونځي زنګ وهل د یوې تعلیمي او کلتوري مېلې په توګه د افغانستان په تاریخ کې ثبت دی. د ښوونځي زنګ د کړنکولو مېله په غالب ګمان د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د پوهنې په نظام کې د لومړي ځل لپاره دود شوې ده. د افغانستان پخوانی پاچا ښاغلی محمد ظاهر شاه د ۱۳۱۲ هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په ۲۶مه نېټه پاچاهۍ ته رسېدلی او د ۱۳۵۲ کال د چنګاښ تر ۲۵مې نېټې پورې د افغانستان پاچا وو. د دې خبرې تصدیق د پوهنې د وزارت یو چارواکي هم کړی دی او د هغو معلوماتو په اساس چې د پوهنې وزارت د املاکو پخواني رییس ښاغلي (محمد صدیق کرمخېل) د تیلفون د لارې راکړل، د ښوونځي د زنګ مېله په معاصره بڼه په ۱۳۱۲ هجري لمریز کال پیل شوې ده. باید وویل شي چې د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د امیر شېرغلي خان د پاچاهۍ په دوره کې عصري تعلیم پيل شوی چې له ۱۲۴۲ هجري لمریز کال سره برابر دی. خو د انګرېزي لښکرو د یرغل له کبله په هېواد کې د عصري زده کړو بهیر د یوې مودې لپاره و ځنډېده او دا بهیر دویم ځل د امیر حبیب الله خان د واکمنۍ پر مهال په ۱۲۸۲ هجري لمریز کال د حبیبیه لېسې په جوړېدو سره پيل شو. د افغانستان د پوهنې بهیر په ۱۳۰۸ هجري لمریز کال د حبیب الله کلکاني (بچه سقاو) د حاکمیت د ۹ میاشتني دورې څخه پرته چې عصري تعلیم په بشپړه توګه په هېواد سقوط وو، تر روان کال یانې ۱۳۹۸ هجري لمریز کال پورې د ځینو هسکو ټیټو په درلودلو سره روان دی او هر تعلیمي کال په یو لړ رسمي مراسمو سره پيل کېږي. دا چې د افغانستان د سیاسي حاکمیت په مختلفو دورو کې د ښوونځي د زنګ وهلو مراسم څه ډول وو په هکله یې دقیق او مشخص معلومات ډېر کم دی خو هغه څه چې له دې ډول معلوماتو څخه جوتېږي دا دي چې د هر تعلیمي کال په پيل کې یا خو د حاکم نظام سترو چارواکو (پاچا، ولسمشر یا صدراعظم) د ښوونځي د زنګ مېله په رسمي توګه پرانیستې، په همدې مناسبت به د حکومت او پوهنې وزارت د مشرتابه په سطح رسمي ویناوې کولې او یا به یې پيغامونه خپرول. د ځینو تاریخي لاسوندونو څخه دا خبره په ډاګه کېږي چې امیر شېرعلي خان،  امیر حبیب الله خان او امیر امان الله د خپلې پاچاهۍ پر مهال عملا د زده کوونکو د تدریس په چارو کې ونډه اخیستې، ټولګیو ته ورغلي او زده کوونکي یې تشویق کړي دي. له ۱۳۸۱ هجري لمریز کال راهیسې د ښوونځي د زنګ مېله د کابل په اماني لېسه کې د جمهور رییس په وینا سره پیل کېږي او ډول ډول پروګرامونه لري. همدارنګه دغه دود د کابل ښار په نورو ښوونځیو او ولایتي کچه هم په ورته شکل صورت مومي او د هېواد په زیاترو لویو ښوونځیو، لېسو او تعلیمي ادارو کې تعلیمي کال د یو لړ رسمي مراسمو په ترځ کې د پوهنې د مسوولینو له خوا پرانیستل کېږي. د ښوونځي زنګ د مېلې څخه بنسټیزه موخه دا ده چې په افغانستان کې حاکم نظام د افغان ولس په وړاندې خپله ژمنیتا او د پوهنې اهمیت څرګند کړي او په هېواد کې د پوهنې د تعمیم لپاره په ملي کچه هلو ځلو ته پیاوړتیا په برخه کړي. د ښوونځي زنګ په میله کې د حاکم نظام د مشرتابه وینا يا پيغام، د پوهنې د وزیر وینا، پوهنیزې ترانې، سپورتي لوبې، د څارندوی ډلې هنري فعالیتونه، پوهنیز نندارتونونه، د تخنیکي او مسلکي زده کړو د زده کوونکو د روزنیزو پروګرامونو ښودل، موسیقي، سندرې، ډولونه، اتڼونه، وتلیو ښوونکو ته ډالې او انعامونه ورکول او داسې نور شامل وو. د ولسمشر او د پوهنې د وزیر په ویناوو کې د تېر کال د پوهنیزو لاسته راوړنو لنډ راپور او د نوي کال تعلیمي پلانونه شامل وي. د دې تر څنګ یاد مقامات په خپلو خبرو کې د ښوونیز چاپېریال، استادانو، زده کوونکو، ښوونځیو، تعلیمي نصاب او داسې نور د ښه والي په هکله هم یو شمېر ژمنې کوي.

د ښوونځي زنګ د مېلې څخه یوه یا دوې میاشتې د مخه یو داسې کمسیون ته دنده سپاري چې د پوهنې وزارت د نشراتو، څارندوی، تعلیمي تلویزیون او یو شمېر نورې څانګې یې غړي وي دنده سپاري چې د همدې مېلې لپاره ټول ترتیبات نهایي کړي او لازم چمتوالی و نیسي. د چمتوالي په چارو کې د غونډې د تالار رنګول، د چوکیو برابرول، د نبرونو چاپول، د ساحې نظافت، تشریفات، د بلنیکونو چاپ او لېږل، د ترانو د ټېمونو چمتو کول، د پوهنې د وزیر وینا، له اړوندو اداراتو سره همغږي او داسې نور په نظر کې نیسي.

په کابل کې د ښوونځي د زنګ په ملي او لویه مېله کې ګډونوال یو شمېر زده کوونکي، ښوونکي، د کابل ښار د معارف مسوولین، حکومتي چارواکي، د ملي شورا یو شمېر غړي، وزیران او د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر شامل وي. همدارنګه په دې مېله کې یو زیات شمېر ښځینه استادانې او ښځینه فعالانې هم برخه اخلي. دغې مېلې ته د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستتیوت هنري ډلې ملي سرود او پوهنیزې ترانې په ژوندۍ بڼه اجرا کوي. د دې ډول مېلو بهیر له ملي تلویزیون او ځینو خصوصي تلویزیوني شبکو څخه په مخامخ ډول خپرېږي.     

د ۱۳۹۸ هجري لمریز په ۳مه نېټه د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني د ښوونځي د زنګ په کړنګولو سره دغه لویه پوهنیزه مېله پرانیسته او په ټول هېواد کې تعلیمي کال پيل شو. په افغانستان کې د پوهنیزې پراختیا په هیله.

اخځلیکونه:

د افغانستان د پوهنې وزارت د املاکو د پخواني رییس محمد صدیق کرمخېل سره مرکه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب