شنبه, مې 18, 2024
Homeټولنیزد ښې مطالعې او درس ویلو لپاره څو طلایي جملې

د ښې مطالعې او درس ویلو لپاره څو طلایي جملې

ژباړن: عرفان الله عرفان

مطالعه او درس ویل هم ځینې رازونه لري، چې په پرې پوهیدلو او عملي کولو سره یې موږ کولای شو د درس ویلو او  مطالعې کولو کیفیت لوړ کړو.

۱ـ  لومړی باید د درس ویلو لپاره یوه موخه وټاکو:

د دې لپاره چې موږ په درس ویلو او مطالعه کې ځان بریالیتوب ته ورسوو؛ نو لومړی باید یوه موخه وټاکو ځکه موخه ټاکل بیا موږ مجبوروي چې درس ووایو او مطالعه وکړو. خپلې موخې مو حتمن یاداښت کړئ.

۲ـ  پلان جوړ کړئ:

تر ټولو مهم موږ باید د یوې بریالۍ مطالعې لپاره په داسې پلانونو او نقشو باندې کار وکړو چې په اسانه خپلو موخو ته ورسېږو.

۳ـ  مناسب او ارامه ځای انتخابول:

د مطالعې او درس ویلو لپاره بهترین ځای هغه دې چې مناسبه رڼا او هوا ولري او سربیره پر دې مطالعاتي منابع او د ارامې فضا شتون هم ډېر اړین دی.

۴ـ مشخص  وخت د مطالعې لپاره تعینول:

د ورځیني ژوند په ۲۴ ساعتو کې مو یو مشخص وخت د مطالعې لپاره انتخاب کړئ.

۵ـ  مطالعاتي منابع او ماخذونه برابرول:

یو ښه تحصلي مشاور ستاسې لپاره یو بهترین مطالعاتي منبع او ماخذ کیدای شي، ځکه ستاسو له شرایطو خبر وي او د زړه سوي له مخې تاسې ته مشوره درکوي. له هغه چا مشوره واخلئ، چې پوره اعتماد پرې لرئ، تر څو خپلو مطالعاتي منابعو ته تقویت ورکړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب