شنبه, مې 4, 2024
Homeمقالېاسلامله دیني لیدلوري د هدف او وسیلې اړیکه | نبي ساقي

له دیني لیدلوري د هدف او وسیلې اړیکه | نبي ساقي

ژباړه او لنډون: زبیر افغان

د هدف او وسیلې د اړیکې بحث پخوانی او اوږد دی، ځيني په دې اند دي چې هدف وسیله توجیه کوي، یاني یوه ښه او سپيڅلي هدف ته د رسیدو لپاره له هرې وسیلې استفاده کېدای شي. البته په دې شرط چې نیت پاک وي او د ټولنې و انسان ښيګڼه په نظر کې نیول شوې وي.

بل لور ته له پخوا تر اوسه بیا داسي کسان هم شته چې وايي: هدف وسیله نه سي توجیه کولای؛ ځکه نو هر هدف ته د رسیدو لپاره اړینه ده چې له مشروعو وسیلو کار واخیستل شي. اوس به په دې دوو نظریو کې زه د کومې يې پلوي وکړم؟ له دې انکار نه شي کېدای چې انسانان په خپلو کارونو کې اهداف تعقیبوي او همدې اهدافو ته د رسیدو لپاره مختلف وسایل، روشونه او متنوعې تګلارې کاروي.

اسلام د یوه انسان دوسته دین په صفت چې په دنیا و اخرت کې د بشري ښيګڼې لپاره نازل شوی دی، نو د انساني بریا او ښيګڼې او د خدای د رضا په خاطر د اخلاقي، عبادتي، ټولنیز او… اهدافو یوه لړۍ لري. همدې اهدافو ته د رسيدو لپاره د زمان او مکان موافق ګڼې وسیلې او تګلارې په پام کې نیول شوې دي؛ خو تر ټولو مهم ټکی دادی چې اهداف باید غوره وي.

مسلمانان باید وسیله او هدف په ښه ډول سره تفکیک او وپېژني چې په اسلام کې کوم شی هدف دی او هدف ته د رسیدو وسیلې بیا کومې دي؟ که موږ د هدف او وسیلې ترمنځ توپير ونه کړو نو شونې ده چې په ټولنیز ژوند کې به خپل ځان ته زیات مشکلات ایجاد کړو او په دې برخه کې به د ډېر سوء تفاهم ښکار شوي یو. اوس پوښتنه داده چې اهداف او وسایل کوم دي او ځانګړتیاوې يې څه دي؟ او موږ څنګه کولای شو چې یو له بله يې توپير وکړو؟

د هدف لپاره کولای شو چې داسي یو ساده تعریف وکړو: اسلامي اهداف د ښيګڼو یا غوښتنو هغه لړۍ ده چې د انساني رفاه و معنویت، په ټولنه کې د خیر و ښيګڼې او په دواړو جهانو کې د بشري نیکمرغۍ او خلاصون سبب کېږي.

که دا تعریف تر یوه حده د منلو وې؛ نو ددې په مرسته موږ کولای شو چې د اهدافو مهمې ځانګړنې، ښيګڼې او دوامداره توب ترې استنباط کړو. په دې مانا چې که د انساني نیکمرغۍ او ښيګڼې سبب کېدل نو غوره دي او هر هدف چې د انساني ټولنې د خیر او صلاح سبب کېږي تل باید تعقیب او وجود يې دوامداره شي.

خو دا ټکی باید له پامه ونه غورزول شي چې ممکنه ده ځيني شیان موږ د اهدافو په نوم پېژنو، خو هغه په خپله لنډمهالي او واړه اهداف وي او اساسي اهدافو ته د رسیدو لپاره د دوی وجود په مابینځ کې اړین وي او په دې ډول نو احتمال لري چې خپله په وسیله واوړي او د وسیلې حکم ومني. اوس اړینه ده چې د اهدافو د ښه پېژندلې لپاره يې پر دوه ډوله تقسیم کړو: یو اهداف اساسي او دوامداره دي او بل يې لنډمهالي موضعي دي.

دا خو د هدف په اړه وو؛ راځئ وګورو چې وسیله چیشي ده؟ ممکنه ده چې ووایم: وسیلې یا روشونه، د تګلارو، فعالیتونو یا هم د عمل و عکس العمل هغه لړۍ ده چې په مرسته يې هدف ته رسېدای شو. وسیله هم د هدف په شان ځانګړنې لري چې مهمې يې ښايي همدا لاندي وي:

۱/ وسیله یوه بشري/طبیعي پدیده یا شی دی چې د ټولنې افراد يې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره تعقیبوي.

۲/ وسیله موقته وي او د هدف په شان دایمي نه وي.

۳/ وسیله د زمان، مکان، اوضاع او احوالو تابع وي.

۴/ وسیلې متنوعې، ډېرې او متفاوتې وي او یوه هدف ته د رسېدو لپاره شونې ده چې ګڼې او مختلفې وسیلې موجودې وي.

۵/ وسیله په خپل ذات کې سپيڅلې نه وي؛ اما احتمال لري چې په همدې وسیله یوه نیک او سپيڅلي هدف ته رسیدګي وشي.

اوس مهم بحث دادی چې د اهدافو او وسایلو پېژندنه ولي مهمه ده؟ دا مسله له دې امله ارزښت لري چې د هدف پېژندل او پرې پوهېدل موږ ته په ګوته کوي چې کوم شی تعقیبوو او څه غواړو؟ که موږ په خپل هدف نه پوهېږو؛ نو خپل کارونه پر یوه لوري متمرکزولای نه شو؛ ځکه نو اړینه ده چې تر هر کار مخکي خپل هدف وپېژنو او هغه ته د رسېدو په تلاش کې واوسو، دویم دا که هدف او وسیله نه سره پېژنو نو شونې ده چې خپل اهداف د وسیلو قرباني کړو او په پایله کې به يې اهدافو ته لاس رسی پيدا نه کړو، نو د کعبې پر ځای به مو د ترکستان لار په مخه ور کړې وي.

د موضوع بل ارزښت له دې زاويې دی چې شریعت په ټولنه کې د اساسي او اصلي اهدافو پلي کول غواړي او دا امکان هم نه شي ردېدای چې ځيني کسان اهداف او وسایل سره ونه پېژني، د اهدافو پر ځای د وسایلو په تطبیق پسې شي چې (د زمان او مکان له تاثیره نه خوندي کېږي) او په ټولنه کې ددې ټولنیز اړخ ته هيڅ متوجې نه شي، له دې امله نوې ستونزې په زړو لارو چارو حلول غواړي چې په دې سره د ټولنې مشکلات نور هم زیات کړي.

د ښه وضاحت لپاره به دلته څو مثالونه ذکر کړم:

موږ ټول پوهېږو چې نظافت په اسلام کې یو هدف دی، یاني مسلمان باید پاک او نظیف وي؛ خو د همدې هدف لپاره د زمان او مکان شرایطو ته په کتو وسایل او روشونه ګڼ او مختلف دي. یو وخت د جامې د پاکي لپاره له وښو کار اخیستل کېده، شونې ده په نورو سیمو کې به نوري وسیلې هم وې، اما نن ورځ صابون کارېږي. د کور او بدن پاکي هم په هر وخت او ځای کې بیل- بیل وسایل او روشونه لري چې هیڅ وسیله او روش يې تل پاتی نه وي. دلته هدف پاکي ده او دې هدف ته چې هره وسیله موږ رسوي نو له هغې باید کار واخیستل شي او هره وسیله چې د نورو ترمنځ ډېره موثره وي هغې ته باید ترجیح ور کوله شي.

په اسلام کې یو بل هدف تبلیغ او دعوت دی، انسانانو ته د دې پيغام رسول په هر وخت و ځای کې مختلفې بڼې لري، ښايي پخوا د دې کار لپاره استازی، لیک، کتاب او نور شیان کارېدل، اما نن له عصري وسیلو کار اخیستل کېږي لکه انټر نیټ، راډیو، تلویزیون، سي ډي او نور… دې ته ورته نور وسایل موږ خپل هدف ته ډېر ژر او په موثر ډول رسوي.

دارنګه په ټولنه کې د عدالت تامین هم یو اصلي او اساسي هدف دی. هدف ته د رسېدو لپاره له زمان و مکان سره سم مختلفې تګلارې کارول شوې دي، مثلا:  پخوا د جرمي اثبات لري د شهادت، اقرار او دې ته ورته نورو روشونو کار اخیستل کېده؛ خو نن ورځ د دې ترڅنګ د اثبات نورو روشونه هم شته لکه: انځور، ږغ، د وینې معاینه، د ګوتې نښه او د جرمي اثبات نورو ډولونه هم کشف شوي دي چې د عدالت تامین ته موږ په ډېر ښه ډول رسوي.

له دې امله نو موږ ته اړینه ده چې اهداف او وسایل سره بیل کړو، موخو ته د رسېدو لپاره، ګڼې، مختلفې او بیلابیلې وسیلې وکارو، دا احتمال هم شته چې نور انسانان خپلو اسلامي اهدافو ته د رسېدو لپاره زموږ برعکس وسایل وکاروي چې دا له اسلام سره ټکر عمل نه دی، بلکي هغوی خپل نیک هدف ته د خپل زمان او مکان له شرایطو سره سم رسېدل غواړي او لازمي ده چې همداسي وسایل به استعمالوي چې د وی له شرایطو سره مناسب وي. د هدف او وسیلې په پېژندلو زموږ د جنجالي مسلو یوه يې حلېږي او ټول په دې هم پوهېږو چې وسلې متفاوتې او متنوعې وې او د زماني و مکاني شرایطو حتمي تابع وي، نو له یوې وسیلې کار اخیستل او له بلې نه اخیستل په دې مانا نه دي چې هغه وسیله له هدف سره ټکر ده.

له دې ټول وضاحته وروسته یو شی باید ناویل شوی پرېنښودل شي چې هدف ته د رسېدو لپاره له هرې وسیلې ګټه نه شي اخیستل کېدای، یاني که یوڅوک له مشروع لارې حج ته نه شوای تلای نو په غلا تګ به ورته روا وي، یا هم د عدالت د تامین لپاره له یوچا په وهلو، کنځول، کرنټ ور کولو، ويښ ساتلو او… وسیلو اقرار واخیستل شي. وسیله هغه مهال د منلو وړ او شرعي ده چې د بشري ښيګڼه او د خدای رضا په پام کې نیول شوې وي، د اسلامي ټولنې پوهانو په وسیله کې د خپلې ټولنې نیکمرغي لیدلې وي؛ همدې پاس بیان ته په کتو دا پایله اخلو چې له اسلامي ليدلوري سره سم هدف وسیله نه شي توجیه کولای، له دې امله نو د ښه هدف لپاره ښه او غوره وسیله و روش ته هم اړتیا ده.

۲۰۱۸/۱۲/۲۴

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب