د بشر په ژوند کې هر وخت داسي چارې وي چې ځيني يې تر نورو اولویت لري. دا قاعده عمومي ده، کارونه که شرعي وي یا هم دنیوي، ارو مرو ځيني ډېر اهمیت لرونکي وي او ځيني بیا د تاخیر وړ وي. د انسان له ژوند سره یوځای که وخت، مکان او غوښتنې يې ټولي په پام کې و نیول شي، نو ځيني موخې او کارونه د تعجیل وړ وي او نور بیا که تاخیر پکې راشي هم پروا نه کوي.
د شریعت په نصوص کې موږ ته داسي بیلګې خورا زیاتې په نظر راځي چې زموږ پاسنۍ خبره تاییدوي. اصلا د انسان تر ژوند هیڅ شی هم ارزښتناک نه دی. ټولې ټولنیزې پديدې د انسان د پرمختګ او سوکالۍ په پار باید وکارېږي البته هغه زیان رسونونکې يې نه ښيم، هغه مې هدف دي چې د انسان په ګټه ترې کار اخیستل کېږي.
شریعت هم یوه ټولنیزه پديده ده، د ټولنې د سوکالۍ په موخه راغلی دی او هر زیان رسونکی تعبیر له دین څخه ناسم دی ځکه د دین اساس د بشر پر سوکالۍ ښودل شوی دی، قران ویلي دي: کتاب انزلناه الیک لتخرج الناس من الظلمات الی النور. د کتاب هدف له تیارو او بد ژوند څخه د بشر رڼا او سوکالۍ ته ویستل دي.
همدې هدف ته د رسېدو لپاره انسانانو هر وخت د خپل وخت او مکان له غوښتنو سره سم له شرعي متنه تعبیر کړی دی او کله چې له حالاتو سره موافق نه دی راغلی نو بل څوک را مخکي شوی او بیا يې تعبیر کړی دی او دا لړۍ به د بشر تر ژونده ادامه مومي.
د قران په ۲۳ کاله نازلېدل همدا ټکی واضح کوي چې هر څه باید په تدریج وشي او لومړیتوبونو ته توجو مهمه ده. د هر حکم تر عملي کېدا او تر ایمان مخکي لا هم علم اړین دی، له دې امله قران امر وکړ چي (واعلم انه لا اله الا هو) که علم نه وي نو د یوه خدای په وجود هم نه پوهېږي له دې امله اړینه داده چې د اولویت چارې له دا نورو بیلي کړل شي.
د بخاري په یوه حدیث کې راغلي دي چې رسول الله د مکې تر فتحې وروسته دا هیله ښکاره کړه چې مکه د ابراهیم علیه السلام پر بنیادونو ودانه کړي اما له دې امله يې ایله کړه چې قوم يې نوی مسلمان شوی وو او دې چارې ممکن د خلګو پر ایمانو منفي اثر کړی وای، نو دا چاره يې وځنډوله او لومړیتوب يې مرعات کړ. ځکه د کعبې ودانۍ د خلګو د عبادت او ایمان لپاره وي، خو که د خلګو ایمان نه وي نو بیا د کعبې خونه څه مانا لري؟ له دې امله ایمان مهم دی او ودانول هر وخت کېدای شي، نو لومړیتوب دادی چې کعبه همداسي پرېښودله شي او د خلګو باور ته زیان ونه رسول شي.
قران کریم د سختۍ په حالت کې مسلمان ته د کفر ښکارولو اجازه هم ور کړې ده، دلته بیا د لومړیتوب مسله مطرح شوې ده، ځکه انسان مهم دی، کله چې انسان له منځه ځي نو بیا کفر او اسلام د بشر په نه وجود کې څه مانا لري؟ همدا وجه ده چې قران د ژوندي پاتېدا یا هم له خطره د ځان خوندیتوب لپاره مسلمان ته د خپل باور خلاف د څرګندونو اجازه ور کړې ده.
همدا شان قران وايي د اضطرار په حال کې مسلمان کولای شي چې له ناپاکو توکیو ګټه پورته کړي، ځکه حرام او حلال هغه وخت مالومېږي او مانا لري چې انسان وجود ولري کله چې د انسان د وجود او عدم وجود خبره مطرح وي نو بیا د وجود د بچ کېدا لپاره هر مناسب کار لازم دی چې تر سره شي که څه هم هغه د شریعت له احکامو سره سم په نارمل حالاتو کې حرام یا ممنوع وي.
د شرعي متن له همدې مثالونو څخه فقهاؤ هم په خپل وخت کې داسي اصول رامنځته کړي ول چې د لومړیتوب او نالومړیتوب ټکي ته پکې توجو شوې وه. اوس هم اړتیا ده چې د شریعت تعبیر کوونکي دې ټکې ته لازمه پاملرنه وکړي او د حالاتو، وخت و زمانې سره مناسب تغییرات په فقهي اصولو کې رامنځته کړي چې د خلګو ورځنی ژوند ور سره تریخ نه شي او خلګو ته د کارونو د ممانعت پر ځای سهولت را پيدا کړي.
زموږ د وخت غوښتنې وپېژندل شي او بیا يې په اړه دريځ ونیول شي. بدبختي داده چې کوم مزکزونه چې نن نوي عالمان د فقهي د تخصص لپاره نیسي هغوی د دې پر ځای چې د اجتهاد او له نویو مسلو سره د برخورد شرعي و فقهي تعامل ور زدکړه کړي، مګر دوی يې په هغو زړو اصولو پوه کړي او ور باندي د کلکې درېدا توصیه ورته وکړي، دې کار نه یوازي زموږ د تجارتي مسایلو کې خلګو ته خنډونه حوړ کړي دي ، بلکي د دولت چارې يې هم له سختۍ سره مخ کړې دي. نن اړتیا دې ته وه چې د هیواد په کچه د شرعي تعبیر یو علمي او تحقیقي مرکز موجود وای چې د زمان و مکان قیدونو ته په کتو يې له شرعي متونو څخه د استنباط او اجتهاد پيټي ته اوږه ور کړې وای او نوي عالمان يې په دې اجتهادي روحیه تربیه کولای نه دا چې د تیر وخت د یوه عالم پر اجتهاد ته ټینګې درېدا توصیه ورته وشي.
پخوا د یوه عالم وینا تر ډېرو انسانانو ژر نه رسېده، له دې امله د اجتهاد لپاره لازمه خلګو نه وه ګڼلې چې ځانګړي اجتهادي مرکزونه جوړ کړي چې له نویو پديدو سره د تعامل لپاره پر شرعي تعبیرونو نوی ریسرچ وکړي، له دې امله به یو عالم هم په یوه درسته سیمه کې بس وو او هغه به تر خپله وسه د خلګو مسلو ته رسېدګي کوله چې دا مسایل يې په کتابي بڼه اینده نسلونو ته هم پاته شول. موږ د دې پر ځای چې د هغوی تګلاره وارزوو، د خپل وخت له غوښتنو سره يې مقایسه کړو ګټور يې عملي او ناګټور يې ایله کړو، داسي تعامل وکړ چې نه هغوی په خپل وخت کې خلګو ته د دې توصیه کړې وه او نه موږ ته اوس په ګته تمامېږي، موږ د هغوی اجتهادات د هر وخت لپاره مناسب وبلل او د تجدید نظر پر ځای مو هغه د هر زمان لپاره شرعي الهي قواعد وګڼل چې نن يې له یو لړ جدي مشکلاتو سره ټولنه مخ کړې ده او په ځينوچارو کې د پرمختګ خنډ شوي دي.
د علماؤ اجتهاد د هر وخت لپاره نه وي او نه د یوه عالم شخصي اجتهاد ته د الهي شرعې حکم ور کول کېدای شي، شرعي متن بیل شی دی او له دې متنه کېدونکي تعبیرون جلا دي. دا دوه سره ګډول هم له شریعت سره ظلم دی او هم له انسانانو سره. نه یوازي دا چي موږ په دې سره د شریعت نوم ور بدوو بلکي انسانانو ته هم په روزمره کارونو کي ستونزې ایجادوو. له دې ځایه د لومړيتوب او نالومړيتوب مسله را مطرح کېږي.
د پخوانو په اجتهاد پسي مښلېدل موږ ته لومړيتوب لري او که د زمان و مکان له غوښتنو سره سم نوی اجتهاد زموږ لومړیتوب دی؟ له شریعته هغه تعبیر چې انسانې ټولنې ته د ګټې پر ځای زیان لري په دې پسي د الهي شریعت تر نوم لاندي پسې کېدل زموږ لومړیتوب دی او که د بشر په ګټه تعبیر ترې اخیستل زموږ اولویت دی؟ دې ته ورته په سلهاو سوالونه چې که یو څوک د شریعت په اساسي پيغام پوه وي نو ځوابونه يې بیخي ورته اسانه او له هر ډول تردد پرته ویلای شي چې زموږ لومړیتوبونه کوم دي او کوم کارونه اولویت لري چې نن يې دبشر د خوندیوب او سوکالۍ لپاره وکړو!!!
۲۰۱۸/ ۱۲/ ۸