پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeداسې هم شتهساینسله مځکې ۱۳/۱ ملیارده نوري کاله لېري کهکشان

له مځکې ۱۳/۱ ملیارده نوري کاله لېري کهکشان

تاند- د فضايي چارو کارپوهانو ویلي چې د یوه کهکشان څرک یې لګولی چې تر دې مخکې دومره لېري کهکشان نه و لیدل شوی.

د نېچر مجلې د راپور له مخې دا کهکشان له مځکې نژدې ۱۳/۱ ملیارده نوري کاله لېري دی او ساینسپوهان وايي له دې څخه به له بیګ بنګ څخه وروسته مودې په اړه د تصور له روښانولو سره مرسته وشي.

دا کهکشان د (هبل) ټلسکوپ په وسیله لیدل شوی او له مځکې څخه د واټن اندازه یې د امریکا د هاوايي فضايي تحقیقاتو په مرکز کې معلومه شوه.

د څېړونکو د ډلې مشر (Steven Finkelstein) ، چې د ټکساس پوهنتون استاد هم دی، وايي: تراوسه پوري ساینسپوهانو دومره لېري کهکشان نه و موندلی.

په دغه نوي پېژندل شوي کهکشان یې زیډ ۸ جي این ډي ۵۲۹۶ نوم ایښی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...