پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeمقالېدریطالبان ځانونه فاتحین ګڼي | سید عبدالله پاچا

طالبان ځانونه فاتحین ګڼي | سید عبدالله پاچا

له هغې ورځې چې امریکا او طالبان د خبرو میز ته سره ناست دي او پنځه پړاوه خبرې یې کړي، تراوسه یواځې بحثونه شوي او هیڅ کومه هوکړه نه ده شوې، خو دا چې امریکا له طالبانو سره خبرو ته ناست دي، طالبان فکر کوي چې بریالي شوي دي.

دا به ومنو چې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې د تل لپاره نه اوسیږي او هر کله چې له افغانستان ډاډ ترلاسه کړي چې ترهګرو به یې نه ګواښي، همغه ورځ افغانستان پریږدي او ځي.

طالبانو ته د افغانستان تېرې ۱۸ کلنې لاس ته راوړنې، اساسي قانون، نظام، ملي ـ دولتي بنسټونه، ملي پوځ، ملي پولیس، ملي ـ امنیتي ادارې، ولسواکي، د بیان ازادي، د رسنیو ازادي، فعالیت او پرمختګ، ښوونيز او تحصیلي بنسټونه، ټاکنې، د دولت درې ګونې قوې او نور هيڅ ښکاري.

خو هغه جګړه چې ګاونډیان او د سیمې هېوادونه، په تېره بیا پاکستان د دوی په وسیله پر افغانانو تحمیل کړې او له کبله یې لسګونه زره افغانان شهیدان او ټپیان شوي، معلول شوي، کونډې او یتیمان ترې پاتې دي، مبارکه او پر حقه ښکاري.

طالبانو هېر کړي چې اوس هاغه د پخوانی افغانستان نه دی.

دلته داسې نوی نسل را لوی شوی او روزل شوی چې د دوی له ظلمونو، وژلو او هر بل اقدامه یې کرکه کېږي، ځان د هېواد مالک بولي، د هېواد او افغانانو د پرمختګ لپاره په بېلابېلو برخو کې په ملي روحیه او دریځ فعالیت کوي، زده‌کړې یې کړي، له نړۍ سره یې اړیکې پیدا کړې او رغېدلي، د هېواد ملي ګټې او ارزښتونه ورته سرې کرښې دي.

افغانان ولسواکي غواړي او بیا د نورو هېوادونو په لاس او دسیسو د جوړو شویو حکومتونو واکمني نه مني او نه هم چا ته اجازه ورکوي چې په زوره یې پرې تحمیل کړي.

طالبانو خپل ټول جنایتونه او ترهګریز بریدونه چې له کبله یې لسګونه زره افغانان شهیدان، ټپیان او معلول شوي، له یاده نه دي ايستلي، بلکې کوښښ کوي د افغانانو له ياده يې وباسي او د خپلې مخکېنۍ واکمنۍ خوبونه ویني او همدا لامل دی چې جګړه له افغانانو سره کوي، ښوونځي، پلونه او نور تاسیسات د افغانانو ورانوي، خو سوله له امریکایانو سره کوي!

دوی فکر کوي چې له امریکا سره تر خبرو او جوړجاړي وروسته به د هېواد واګې د دوی لاس ته ولوېږي، خو داسې نه ده.

دلته اساسي قانون او نور نافذه قوانین دي، ولسواک نظام دی، له نړیوالو سره قانوني او په نړیوالو معیارونو برابر تړونونه او هوکړه‌لیکونه شوي او افغانان د خپلې راتلونکې جوړولو لپاره په بېلابېلو برخو کې تېز ګامونه اخلي او غواړي له نړیوالو سره ځان سیال کړي؛ نو په کومه لاره چې دوی روان دي، ترکستان ته تللې.

تر هغو چې له افغانانو سره خپلې ستونزې حل او جګړه پای ته و نه رسوي او د سولې مېز ته حاضر نه‌شي، هيڅ هېواد د افغانانو د ملي ګټو، ارزښتونو او برخليک پر سر ورسره معامله نه‌شي کولای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب