یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeمقالېدریپه ګردېز کې هم پارک شته!؟

په ګردېز کې هم پارک شته!؟

منور اندیال
دا په ګردېز کې هغه یوازینی پارک دی، چې د ګردېز اوسېدونکيو د تفرېح لپاره جوړ شوی، د ګردېز اوسېدونکي مجبور دي، چې نورو تفریحي ځاینو د نه شتون له امله دغه پارک کې د مازدیګري تفرېح وکړي، پارک له کاغزونو، پلاستیکونو، لرګیو او خځلو ډک وي، د ښاروالۍ مسؤلین پنځو میاشتو کې هم د پارک لیدلو ته نه راځي، چې وګوري پارک په څه حال دی؟
 ګردېز ښاروالي لري او ښاروال هم لري، چې له تېرو دوو کالو راهیسې دلته د ښاروال په توګه دنده ترسره کوي، خو تر اوسه یې د ځوانانو لپاره تفریحي پارک جوړ نه کړ او نه یې د همدغه پارک د رغولو او برابرولو زحمت وکړ.
ګردېز ته چې له نورو ولایتونو مېلمانه راشي د تفرېح لپاره داسې ځای نه پیداکېږي، چې حد اقل سړی پکې د مېلمه پام غلط کړی.
موږ تر اوسه هم د نورو ولایاتو مېلمانه سټوکنډو ته د تفرېح لپاره بیایو، که ګردېز ښاروال درلودلی موږ به ګردېز کې پارک هم درلود او تفریح پسې به د ګردېز له احاطې د باندې نه تلو، حال دا چې د سټو کنډو سیمه پوره امنه هم نه ده او څو ځله پکې امنیتي پېښې شوې.
داسې هم نه ده، چې ښاروالي بودیجه نه لري، بلکه ښاروال د بودیجې په مصرفولو کې پاتې راځي او د مالي کال په پای کې په کارمندانو ګرځي ورته وایي بودیجه څنګه ختم کړو؟ لار ترې ورکه وي.
تردې چې حتا له فسبوک پاڼې هم پوسټونه کوي، چې موږ دومره بودیجه لرو په څه شي یې مصرف کړو؟ وروسته یې نه کار ښکاري او نه بودیجه ؛ حیران یو، چې د ښاروال په حیث ولې د خپل ښار لومړیتوبونه نه پېژني؟
ښاروالي تېر کال دوه نور پارکونه جوړ کړي، چې یو ښځینه او یو د ماشومانو دی، خو تراوسه پورې یې ځکه ګټې اخیستنې ته نشي سپارلی، چې له پرانیستې او ګټې اخیستنې وړاندې د پارک له حیثیته ټیټ شوي او د کار کیفیت یې خراب دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب