شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeمقالېدرید ګردېز ښاروالۍ بې کیفیته پروژې او زموږ اندېښنې

د ګردېز ښاروالۍ بې کیفیته پروژې او زموږ اندېښنې

ګردېز که څه هم مخکې د حساب وړ ښاروالان نه درلودل، خو دوه کاله کېږي داسې کس پکې ښاروال دی، چې ګردېز ښار او ښاریانو سره بنسټیزه جفا کوي.
له ډېر وخت راهیسې د ښاروالۍ اړوند هیڅ پروژه په سم ډول نه ده پلې شوې، دا ځکه چې د ښاروالۍ ۹۰ فیصده پروژې هغو/هغه شرکتونو/شرکت ته ورکول کېږي، چې ښاروال ورسره اړیکې لري، خصوصاً انکشافي پروژې یې بیخي بې کیفیته دي، چې ښکاره ثبوتونه یې شته.
ګردېز د ګټې اخیستنې وړ یو پارک لري، چې په هیڅ صورت پارک ته ورته نه دی، د یوه ډاګ غوندې پروت دی.
هغه پیاده روونه چې ددې ښاروال په وخت کې جوړ شوي، میاشت وروسته کنډ-کَپر وي، د پوهنتون پیادرو چې زیات مهم دی، دوه میاشتې وروسته ټول خراب شوی.
ګردېز ښار اړوند د سړک پر سر چې د لمرینې برښنا ګروپونه لګېدلي، رڼا نه لري او دوه میاشتې ورسته تر نیمایي زیات خراب شوي او د ښاریانو په منځ کې په لاټینو مشهور دي.
د ارجال خېلو سړک چې تازه تازه ګټې اخیستنې ته سپارل شوی، اوس یې قیر خراب شوی او لویې لویې کندې پکې ښکاري، خو ښاروال د خلکو د غولولو لپاره په فسبوک لیکلي ول، چې بیا یې رغوو، حال دا چې شرکت یې د جوړولو کارونه خلاص کړي دي.
دا سړک چې د ګردېز ښار د ماسټر پلان یوه برخه ده، د ښار په بڼه زیات تاثیر لري او د ګردېز ښار کې د ګڼه ګوڼې د کموالي په برخه کې ځانګړی رول لري، د فساد ښکار شو او ډېر ژر به تر دې نور هم خراب شي، چې بیا دومره ژر بېرته رغول کېدای هم نه شي.
دې ته ورته د ښاروالۍ ټولې پروژې په دغسې بد حالت کې دي او ښاریان هم د یو کال له ښاروال پرلپسې شکایاتونه کوي خو مرکزي اداره یې نه اوري.
له پروژو ور ها خوا د ګردېز ښار فزیکي بڼه هم د لیدلو وړ نه ده، ښاروالي دومره توانایي نه لري، چې دومره کوچنی ښار پاک وساتي، هرځای یې کوټه کوټه کثافات پراته دي، حتا د ګردېز ښار منځ له کثافاتو ډک وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب