خبره سمه روانه ده، خو داسې ده چې موږ د کور او مور ترمنځ توپیر پیدا کړی دی؛ بحث یو څه سپړلو ته اړتیا لري.
نني پوسټونه د مورنۍ ژبې په اړه د مبارکې ورکولو و، ریښتیا هم نالوستو ته پاته هم یواځي مبارکې ده، ځکه په ټولنه کې بېلابېلې ورځې او خوښۍ لرو، چې باید یا مبارک شي او یا یې ورځ ولمانځل شي. مګر لوستي یې باید د مبارکې او لمانځلو ترڅنګ نورو اړخونه ته هم پام وکړي.
د کار کولو وخت یې څه وخت دی؟ متل دی وای د نن کار سبا ته مه پرېږدئ، ژبې ته کار پکار دی، نه خبرې. هر کار بې بنسټه او بې بنیاده مخته ته قدم هم نه شي اخیستلای. خټګر د دیوال بیخ ښه سمه وي بیا پورته یو وار بل وار ورباندې تېروي؛ څو یو ښکلی او سنګین دیوال ورغوي.
دا منو چې جګړې مو له ټولو شیانو سره سره پر ژبه هم مستقیم اغېز کړی. مګر همداسې پرېښودل یې لوی ظلم دی. ژبه هر څه ته اړتیا لري، راځئ پښتو سوچه کړو، خبرې مو لږ د نورو له ککړو وییونو څخه پاکې کړو. ژبپوهان دې د نویو وییونو په رغولو او دې ته ورته نورو مهموسکالوګانو لپاره سالمه کمیټه وټاکې؛ څو هر څه د هغوی تر نظر تېر او بیا چاپ شي. پښتو ژبې وییونو لپاره یوې لویې وییپانګه ته اړتیا ده؛ څو ژباړن د نورو ژبو د وییونو له کارولو بې غمه شي.
سوداګرې، سیاست، ټولنیزتوب، راکړه ورکړه او نور دې ورته هغه څه دې چې له ژبې سره مستقیم ربط لګوي او د ژبې په پیاوړتیا کې مهم رول لوبولی شي.
ایران ته چې کله د نورو هېوادونو مالونه ورځي هغوی یې تر هغو له سرحده نه ور تېروي؛ څو یې ورته نوم نه وي ټاکلی.
موږ به دومره هم نه کوو، خو حد اقل په کابل کې دې پښتو ژبې لویانو او ماشومانو ته پښتو ور زده کړله شي یا دې پلار پښتو ووایي، چې اولادونه یې ترې زده کړې. کابلیان مې ځکه یاد کړل، چې نورو پښتنې سیمو کې خو هسې هم ښوونځي په نشت حساب دي. که دغه موډرن پښتانه پښتو زده کړې او زامن یې هم پښتو ته خدمت وکړي یو لوی کار به شوی وي.
دربار خو مو هسې هم بایللی دی، که نه اوس باید ټولو دولتي ادارو کې پښتو مکتوبونه، غوښتنلیکونه او نور شیان پر پښتو وای. د کابل پوهنتون هغه پوهنتون، چې نوم یې هرځای یادیږي؛ مګر نه يې په پښتو تدریس شته او نه هم پر پښتو باندې درسي چیپتر. د لرې پرتو سیمو پښتانه زدهکړیالان چې راشې یو کال یې له دري ژبې سره په زده کولو تېر شي.
مورنۍ نه مطلب د مور ژبه هغه ژبه چې مور دې ورباندې خبرې کوي. هیڅ کور بې موره نه دی او کورهم بې موره مانا نه لري. د پښتنو مور پښتو ده، څوک چې مور نه لري هغوی کور نه لري. د چا چې مور بې عزته وي، تر دې نو لوی بې غیرتوب نشته.
پښتون تل پر ښځه او ځمکه باندې سر ورکوي، خو تر اوسه یې د پښتو په اړه څه ونه کړل. ژبه نه جنګ غواړي، ژبه نه لاریون غواړي، ژبه نه خبرې غواړي؛ بلکې ژبې ته علمي کار پکار دی، نوی نسل د ژبې پر اهمیت او ارزښت باندې باید وپوهول شي؛ څو خپله ژبه د نورو سیاله کړي.
پاچا خان وایي، کـوم قـام ته چې خپله ژبه سپکه شي هغه قام سپک شي، له کـوم قام نه چې خپله ژبه ورکه شي، هـغه قـام ورک شي.
ژبه مو د نورو له دودونو خبروي، ژبه اسانتیاوې را په برخه کوي، ژبه ژوند راښیي. که د کتاب پر ارزښت غږیږو یا هم د پوهې پر اهمیت باندې بحث کوو، نو ژبه ورسره تړلې وي.