یکشنبه, مې 12, 2024
Homeمقالېدری له «بې بې سي» سره حبیب منګل بیا شکرې باد کړې  

 له «بې بې سي» سره حبیب منګل بیا شکرې باد کړې  

پوهنمل حاجي محمد نوزادي  

    څو شیبي وړاندي مي د نوموړي راډیو سره د شورویانو د یرغل په اړه د ښاغلو حبیب منګل ، فاروق اعظم او انتظار خادم خبري وارویدې . د نورو څخه که تیر سم ، خو حبیب منګل افغانستان ته د شوروی سره اردو د راننوتلو د انګیزې او نژدی لس کاله وروسته بیا بیرته د هغوی د وتلو د علت په هکله داسی شکری باد ته ورکړې : د افغانستان حکومت ۱۴ ځله د کرملین څخه غوښتنه وکړه چی د تروریزم سره د مقابلې په موخه خپلی قواوي افغانستان ته را ولیږي . هغوی هم دا ومنل او را و یی لیږل. له افغانستانه ددغو قواوو وتل بیا د هغوی د ماتي له مخي نه ، بلکه د ژنیو د هوکړو پر بنسټ تر سره شوه.

  راشئ پدې اړه څو خبرو ته پام وکړو:

۱ ــ وطنوال او نړیوال ټول پوهیږي چي هغه مهال د تروریزم څخه د دومره تهدید موضوع اصلا مطرح نه وه .او بل داچي ایا تروریزم د هغوی د راتلو پر وخت خپور شوی وو او که د وتلو؟


۲ ــ د افغانستان د حکومت لخوا د قواوو د غوښتني په اړه هیڅ ډول تحریری سند وجود نلری او ۱۲۰ زره تنه عسکر د دومره تجهیزاتو سره و یوه هیواد ته د ساده تلیفوني غوښتنی له مخی لیږل اصلا منطقی خبره نده . نپوهیږم دا ښاغلي افغان دیپلومات لږ فکر کوی کنه.


۳ ــ ایا د کرملین او منګل صاحب په نظر د افغانستان دولت د حقوقی لحاظه قانونی بڼه درلوده ، کنه ؟ که حکومت قانونی وو ، بیا دوی ولی تر ټولو کارونو د مخه یو قانونی دولت چي دوی یې په غوښتنه راغلي وه ، نسکور کړ ؟ که ددوی په نظر قانونی نه وو ، بیا دوی څنګه ددومره ستر کار په خاطر د یوه غیر قانونی دولت ساده تلیفوني غوښتنه و منل؟ ( چی هغه هم نده شوی) 


۴ ــ  د ښاغلي دیپلومات نه پوښتنه کوم ، که د یوه هیواد دولت قانونی او یا غیر قانونی وی ، بل هیواد چی هیڅ ډول ضرر یې هم ور څخه لیدلی نه وی ، د هغه د چپه کولو حق لري ؟ ابداً نه. 


۵ ــ د شوروی دلومړي لاس لیکوالانو لکه مایوروف او نورو لخوا لیکل شوی کتابونه و ګوری ، هغوی په ډاګه ویلی چی هدف شپاړسم جمهوریت وو ، او دا کار د داسی پر وطن مینو مشرانو لکه نور محمد تره کی او حفیظ الله امین په وجود کي امکان ندرلود . ځکه یې نو تره کی په دسیسه سره له منځه واخیست او د امین پر ضد یې تحریکونه پیل کړه چی یو په بل پسې ناکام او وټکول سول . وروسته یې مسقیمه حمله پر وکړه، هغه یې د خپلو بیګناه معصومو بچیانو سره یو ځای په شهادت و رساوه او خپل لاسپوڅی رژیم یې د افغانستان پر خلګو و تپی.


۶ ــ د ښاغلي منګل نه پرته ، ټوله نړۍ پوهیږي چي د افغانستانه د سره اردو وتل د هغوي د ماتي له مخي وه او د ژنیو هوکړی یې ځانو ته د اوړو پزه کړه. 


۷ ــ د شوروي پارالمان په ۱۹۹۰ کال په خپله علني رسمي غونډه کي د افغانستان اشغال د کرملین یوه نه بخښونکي تاریخي تیروتنه و بلل . 


۸ ــ ښاغلی حبیب منګل چي د شورویانو ماته نه مني ، مانا یې دا ده چی د افغانانو د وطنپالني احساس او د هغوی میړانه نه مني . ده ته پدې سن کي د یوه دیپلومات په توګه نه ښائیدل پر دغو ټولو واقعیتونو چي یو ماشوم هم پرې پوهیږي ، سترګي پټي ، بی مسؤلیته څرګندوني و کړي او د نړیوالو په سترګو کی خاوری و پاشي . دا یوازی زما نظر نه بلکه هغه څه دي چي ټولي نړۍ ته مالوم دي او هیڅوک دده غوندي سترګي ور باندي پټولای نسي. دی باید پدې پوه وی چي دا خاوري یوازی پخپلو سترګو کي پاشی ، د نورو سترګي ړندی ندي او هرڅه ویني .

1 COMMENT

  1. داکلمه چه په شهادت یی ورساوو (وټکول سول . وروسته یې مسقیمه حمله پر وکړه، هغه یې د خپلو بیګناه معصومو بچیانو سره یو ځای په شهادت و رساوه مطلب له داود خان څخه ده اویا له حفیظ الله امین څخه ده شورویان دحفیظ الله امین په وخت کی دبګرام هوایی میدان ته راورسیدل اوخبریالانو له امین څخه پوښتنه کوله چه شورویان را داخل شوی دی مګر ده ځان ورنه منکر کړ په (6) دجدی زه په قلعه مراد بیک کی ووم چه دشپی دروسانو قطارونه راغلل او امین یی له منځه یووړ او کارمل یی په خره سپور کابل را دننه کړل بیا کله چه روسان له افغانستان څخه ووتل دپاکستان ملیشو او تالی څټی یی ورسره په جلال اباد حمله وکړه افغانانو په کلکه له خپلی خاوری دفاع وکړه هغه کارنامه دما نه هیریږی زما نویشته بی طرفه ده مګر څوک چه دروغ ولیکی نو مجبور شم واقعیت ولیکم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب