شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeمقالېدریویاړلی ژوند | راټولونه او غورچاڼ: رحمت ګل عمری

ویاړلی ژوند | راټولونه او غورچاڼ: رحمت ګل عمری

درېیمه برخه :

هر هغه چې ډېر مشهور دي حتمي نده چې سم او رښتیا دې وي، او هرهغه څه چې سم او ریښتیني وي حتمي نده چې مشهور دي وي .

ځیني رهبران د موقف لپاره خپل اصول بدلوي؛ ځیني نور بیا خپل دریځونه د خپلو اصولو لپاره بدلوي.

هغه څه چې تر ډېره نه درک کوي، داده چې د اوږد مهال کړاو لپاره د یوې خیالي بریا په سرسودا کوي.

کوم چا له دیني عالم وپوښتل کله چې ته یو سیاستوال وینې دوعا ورته کوې؛ هغه ځواب ورکړ نه کله چې سیاستوال ګورم هیواد ته دوعا کوم .

جعلي رهبران عمومآ بې وجدانه دي.

جعلي رهبران ارزښتونه ته د معاملې وړ څیزونه په سترګه ګوري.

د جعلي رهبرانو لپاره واک د قدرت او ځواک په مانا دی او پیسې ورته بیا د لاډیرې پیاوړتیا او ځواک حیثیت لري.

د یوه جعلي رهبر عقل کم خو چارې یې سترې وي.

هغه قدرت چې یوازې په صلاحیت پورې تړلی وي، یوازې ویره راپاروي.

غوره رهبر د نورو موافقت او سرخوځولو ته نه ګوري، بلکي پر همکارۍ حساب کوي.

جعلي رهبران په حقیقت کې د سیستم د اصلاح په ځای له سیستم څخه راولاړې شوې ناسمې پایلې سموي.

هغه ټولنه له خطر سره مخ ده چې واک یې داسې کسانو ته سپارل شوی وي چې تر اوسه یې اطاعت نوي زده کړی.

خودبیني یا ځان تر نورو مهم ګڼل د ځان پروړاندې د نورو له خوا د مرستې دې دروازو تړل او د خپل حماقت بربنډول دي.

کله چې یو څوک داسې احساس وکړي چې د هغه څه په پرتله یې ډېر څه تر لاسه کړي، کوم چې وړتیا یې لري، همدا تواضع ده .

کله چې یو څوک داسې احساس وکړي چې هغه څه یې ترلاسه کړي چې وړتیا یې لرله همدا ویاړ دی .

د ځان درناوی په دې مانا ندی چې زه ترنورو ډېر د قدر وړیم، مهرباني او چلند هم د زده کولو  ترڅنګ د پت او درناوي یوه برخه ده .

هغه رهبران چې خپل کار باندې ویاړي د خپلو بریاوو په وړاندې خورا متواضع دي.

رهبري یوه کلي نه، بلکي یو ترکیب دی .

یو رهبر باید د لید سم انډول او ترکیب، ارزښتونه ، کفایت، جرئت او شخصیت ولري.

بریالي خلک  یوازي اخستونکي نه وي، بلکي ورکونکي هم وي .

له یوه مشر پرته اداره کارنشي کولای؛ هره کورنۍ، ټولنه او هیواد مشرته اړتیا لري.

پلویان له خپل رهبر څخه د لوړو معیارونو تمه لري.

که مونږ د حل لارې یوه برخه نه یو په حقیقت کې د ستونزې یوه برخه یو .

ریښتنولي او عدالت د یوې با ثباته ټولنې اساس او بنسټ دی .

یا به رهبري کوې یا به پلوي کوې که یو هم نشې کولای هېڅ هم نه یې ( ټیټ ټورنر)

که چېرې مونږ د شرارت تخم له منځه یونه سو، شرارت به مونږ له منځه یوسي.

نه کنټرولېدونکی فساد د سرطان په څېر دی، چې بالاخره به د ټولنې نظم او انظبات د ننه له خوا د منځه وړي .

په مفسدو حکومتونو کې د افرادو لپاره پوسټونه او څوکۍ رامنځته کیږي، په داسې حال کې چې په سمو حکومتونو کې د پوسټونو او څوکیو لپاره خلک غوره کیږي .

په فساد کې ککړه دیموکراسي داسې ده ، چې جنایتکاران د ښه او منظم یونیفورم  او جامو اغوستلو سره ریښتنې خلک له منځه وړي .

په دې پوهېدل مهم دي چې فساد د ویده وجدان له امله وده کوي .

وجدان د ډېرو خلکو لپاره د خدای بل نوم دی .

په فساد ککړ هیواد د یوه داسې بس کاډي حیثیت لري، چې نیمايي سورلۍ یې د چلولو هڅه کوي او نیمايي نور یې بیا د کرايې راټولولو.

د فساد سرچینې په بدو قوانینو او بدو اشخاصو پورې تړلې دي .

فساد د انسان د کړنو یوه برخه ده، چې په انسان کې د انسانیت د نه شتون له امله را ټوکیږي.

په یوه ټولنه کې فساد د هغې ټولنې وګړو ته؛ نه د عزت ژوند بښي او نه هم مرګ.

فساد هم د یوه ملت سره ورته څه کوي ، تر هفه وخته یې له ننه خوري چې ملت ځوړتیا ته ورسوي .

نور بیا …………..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب