Homeداسې هم شتهساینسمېږي د یو بل د ټپونو درملنه کوي

مېږي د یو بل د ټپونو درملنه کوي

تاند – په افریقا کې پر مېږیو باندې شوي څېړنې ښيي چې مېږي د نورو مېږیو د ټپونو د درملنې لپاره د هغو پښې څټي.

دا څېړنه، چې د فرانسې د لوزان پوهنتون څېړونکو د افریقا د صحرا په جنوب کې کړې، ښيي چې مېږي له جګړې وروسته د خپلو ټپونو او غوڅو شویو لاسونو او پښو د تداوۍ لپاره یو بل څټي او دا کار په سلو کې تر ۷۰ د مېږیو د مړینې مخه نیسي.

څېړونکو ته د څېړنې په ترڅ کې معلومه شوه چې مېږي هم په خپل منځ کې او هم له وینو سره سخت جنګونه کوي چې په ترڅ کې یې زیات شمېر سخت ټپیان کېږي.

دا لومړی ځل نه دی چې په خپل منځ کې د ژویو د یو بل د درملنې په اړه څېړنه کېږي او شواهد ترلاسه کېږي.

توتیان د ونو د سریښو په خوړولو له خپلې معدې څخه زهري مواد باسي خو دا لومړی ځل دی چې د یو بل په څټلو ژوی د یو بل درملنه کوي.

څېړونکي وايي، لږترلږه له یو ملیون کلونو راهیسې مېږي په همدې ډول د یو بل ټپونه تداوي کوي او همدې ډول درملنې د مېږیو د نسل له دوام سره مرسته کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...