Homeروغتیااسترالیايي څېړونکو د سرطان د درملنې لپاره نوې میتود وموند

استرالیايي څېړونکو د سرطان د درملنې لپاره نوې میتود وموند

تاند- د سرطان د درملنې لپاره د انسانانو هڅې پر له پسې روانې دي ځکه چې دا ناروغي ډېر ډولونه لري او په نړۍ کې د انسانانو دوهمه تر ټولو زیاته وژونکې ناروغي ده.

د دغو هڅو په لړ کې د استرالیا د ملبرن د پیټر دوهیرتي انستیتیوت (The Peter Doherty Institute for Infection and Immunity) او د تلتن (Tilton) د ماشومانو انستیتیوت څېړونکو یو ډول دفاعي حُجرې د پوستکي په سرطان کې ملانوما حُجرې ویدوي او د هغو د ودې مخه نیسي. دا د پوستکي د سرطان د مخنیوي په برخه کې مهم پرمختګ دی.

Play

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د څېړونکو دا کشف د پوستکي د سرطان د درملنې په برخه کې تر ټولو ستر پرمختګ دی.

پخوا له ټي حجرو څخه، چې په نسجونو کې دي، له دې ډول سرطان سره د مقابلې لپاره کار اخیستل کېده، خو څېړونکي د هغو د اغېز له طریقې تراوسه خبر نه ول.

څېړونکو ته په نوې څېړنه کې څرګنده شوه چې له ټي حُجرو څخه د پوستکي د سرطان د ودې د مخنیوي لپاره کار اخیستل کېدای شي.

د دې څېړنې، چې په نېچر ژورنال یا مجله کې خپره شوې ده، مخکښ څېړونکی سیمن پارک وايي«ټي حجرې سرطان کنټرولوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...