سه شنبه, مې 7, 2024
Homeمقالېدرید افغان سولې هیله او نړیوالې لوبې | بریالی پښتون

د افغان سولې هیله او نړیوالې لوبې | بریالی پښتون

افغانان سوله غواړي، په هره بیه یې غواړي، خو دا سوله باید با عزته سوله وي. اوس څو پوښتنې را ولاړېږي؛ دا سوله باید په کومه بیه وشي؟ له چا سره سوله وشي؟ د سولې روانې خبرې په کومه روانې دي؟ ګاونډي او نړیوال څه غواړي؟ آیا دا سوله به پایداره وي؟ طالبان په کومه روان دي؟

په اوسني وخت کې د سولې خبرې سپنې علني میدان ته ندي راوتلې، نو سړی سم قضاوت نه شي کولی؛ خو هغه څه چې اورېدل کېږي او یا هم د طالب، حکومت او امریکا له لوري ویل کېږي پر هغه به بحث وکړو او یا هم هغه څه چې د ګاونډیو او نړیوالو په سیاست کې په ښکاري لېدل کېږي.

د سولې خبرې، چې اوس امریکا، پاکستان او طالبان سره پکې ګرم دي، د افغانستان لپاره د خطر زنګ دی، هلته د پاکستان د استخباراتو کسان شته، خو افغان حکومت استازی (هغه حکومت چې طالبان یې د امریکا په مرسته جوړ شوی ګڼي) استازی پکې نشته، طالبانو له حکومت سره له خبرو هم ډډه کړې ده، خو برعکس یې د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان استخباراتو ته ځای ور کړی دی. هلته که د دغو دریو اړخونو تر منځ په هرڅه هوکړه کېږي، د افغانستان پر سر یوه معامله ګڼل کېږي، چې د پایدارې سولې لامل نه کېږي.

ګاونډیان څه غواړي؟

له هغه وروسته، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ له افغانستان څخه د سرتېرو د ایستلو خبرې ګرمې کړې ور سره د ګاونډیانو او نړیوالو موخې هم بدلې شوې. تر دې وړاندې پاکستان، ایران، چین او روسیې په افغانستان کې د بیا رغونې، نسبي آرامۍ د له منځه وړلو او خپلو سرسري ګټو لپاره کار کاوه، د بېلګې په ډول، ایران د کمال خان او سلما بندونو د کارونو د مخنیوي لپاره وسله وال حمایه کول، پاکستان د کونړ پر سیند د بند د جوړولو د مخنیوي لپاره نا امني جوړوله، خپلو توکو ته یې بازار پیدا کاوه او طالبان یې د خپلو موقتي ګټو لپاره کارول، مګر اوس دا سیاست بدل شوی دی، اوس چین، روسیه، ایران او پاکستان په افغانستان کې د ستراتيژیکو موخو په تعقیب پسې دي، هغوی دلته امریکا نه غواړي او طالبان د دوی لپاره ښه وسیله ده، طالبان په لږ لګښت سره د ګاونډیو دغو ستراتیژيکو موخو ته سرتېري برابروي.

ایران د افغانستان او ایران ترمنځ د یوې حایل سیمې د پیدا کولو په لټه کې دي، نو په همدې موخه یې په زاهدان کې د طالبانو شورا جوړه کړې ده او د طالبانو د نظامي کمیسیون مشر همدا اوس په عملي ډول په ایران کې له کورنۍ سره اوسېږي. پاکستان د سولې په خبرو کې د نورو خبرو ترڅنګ په دې تاکید کوي، چې د ډیورنډ کرښې په امتداد د پرتو ولایتونو ټول واک باید له طالبانو سره وي، ترڅو په هغو سیمو کې دوی خپل هر ډول فعالیتونه له کوم سرخوږي پرته وکړي او هغه یوه حایل سیمه وي، له همدې امله له وړاندې پاکستان فاټا په خیبر پښتونخوا کې ور ګډه کړې، اوس غواړي چې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه افغان ولایتونه په حایل سیمه بدل کړي او روسیه په شمال کې ورته فعالیتونه کوي.

اوس زموږ ګاونډیان ستراتیژیکي موخې تعقیبوي او په افغانستان کې یو بل ناورین ته لارې چارې برابروي؛ خو امریکا چېرته روانه دی؟ ټرمپ چې یو سوداګر دی، یوازې خپل اقتصادي تاوان ته یې فکر دی، د امریکا نړیوال پرستیژ او زبرځواکي هغه ته مهمه نده، د افغانستان بد حالت هم هېڅ امریکايي ته د تشویش وړ ندی.

پاکستان د طالبانو لوړ پوړي چارواکې دسولې په خبرو کې بوخت کړي، خو له ټیټې کچې جنګي قوماندانانو سره یې مستقیمې اړیکې پیل کړې دي، ترڅو په افغانستان کې جګړې ته ادامه ورکړي او د سولې د خبرو اترو تر بریالیتوب وروسته هم دوی جګړه وکړي، د خپلو مشرانو پر وړاندې و درېږي، دا هغه نسل قوماندانان دي، چې همدا اوس د جګړې په میدان کې دي، د جګړې پوتانشیل یې ډېر دی، په تاوتریخوالي ډېر باور لري او داسې ساتل شوي، چې له ټولنیز لحاظه ځانونه کم ورته ښکاري، نو دوی تر نورو ښه جګړه کوي.

د طالبانو سیاست!

طالبان چې په ښکاره د امریکا مخالفت کوي، وايي دوی ځکه له افغان حکومت سره خبرې نه کوي، چې هغوی خپلواک ندي، مګر له امریکا سره خبرې کوي. امریکایي استازی بیا حکومت ته د طالبانو خبرې راوړي، ترڅو د حکومت موافقه ترلاسه کړي. یوه ښکاره خبره داده، افغان جګړه د بین الافغاني مذاکراتو له لارې پای ته رسېدلی شي، نه د پاکستان او امریکا تر منځ، په داسې حال کې، چې پاکستان او امریکا د دې لوبې لوی لوبغاړي دي.

د افغان امنیتي ځواک د منحل کېدو، موقت حکومت د را منځته کېدو او له افغان حکومت سره له خبرو ډډه کول، د طالبانو غوښتنې نه؛ بلکې د پاکستان غوښتنې دي، چې د طالبانو په واسطه یې مطرح کوي.

امنیتي ځواکونه د خاورې ساتونکي، د همغو پخوانیو مجاهدینو زامن او یا په خپله مجاهدین دي، دوی نه له امریکا راغلي او نه هم له استرالیا. له افغان پياوړي ځواک یوازې د افغانستان دښمنان ورېږي، نو که چېرې طالبان بیا له دې خاورې سره د دښمنۍ هوډ نه لري، بیا ولې دوی د افغان ځواک د انحلال خوبونه ګوري.

د افغان سولې لپاره د طالبانو اوسنی سیاست د یوې پایدارې سولې لپاره نه؛ بلکې یوازې د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره یوه بهانه ګڼل کېږي. له دې داسې ښکاري، چې دوی به بیا په افغانستان کې جګړې ته مټې را بډوهي او په دې هېواد کې به بیا یو ځل د نړیوالو ترهګریزو شبکو پراخ فعالیت پیلېږي. دوی یوازې افغان ځواک لغوه غواړي، خو د خپلو جنګیالیو د خلع سلاح په اړه هېڅ نه وايي، نو همدا د افغانستان لپاره د دوی د بد نیت درلودلو ښکارندويي کوي.

ملت څه وکړي؟

د افغانستان ملت، چې تر ټولو ډېر له هرې خوا ځپل شوی دی، بیا نه غواړي، چې کوڅه په کوڅه جګړې وي، بیا د پاکستان او ایران په دښتو کې مهاجر وي؛ نو یوه با عزته سوله غواړي، خو دا یوازې په شعار نه کېږي.

ملت ته په کار ده، چې د سولې لپاره د طالبانو د نا مشروع غوښتنو په مقابل کې و درېږي. دلته بیا د نظام تشه را منځته نه شي، دلته هرڅه له خاورو سره خاورې نه شي، که موږ وايو چې نظام کمروز دی، نو دا سمه ده، مګر لږ تر لږه نظام خو شته دی، هلته به بیا هېڅ نظام نه وي. که زموږ امنیتي ځواک منحل کېږي، څه ضمانت شته، چې بیا به پاکستان ترهګري نه کوي، موږ به نه وژني؟ څه ضمانت شته، چې بیا به همدغه سرتېري د طالبانو په خوښه د را منځته شوي نظام پر وړاندې ټوپک نه را اخلي او بیا به دلته یوه ناورین نه را منځته کېږي؟

افغان امنیتي ځواکونو ددې خاورې ساتونکي دي، که طالب د دې خاورې دښمن نه وي، نو له افغان امنیتي ځواک سره دې دښمني نه کوي، که چېري دوی وايي، چې افغان ځواکونو له دوی (طالبانو) سره جګړه کړې؛ نو دا خو طالب هم کړي، هغه وخت سره دښمنان وو، اوس چې سوله کېږي، دښمني له منځه ځي، طالب له غره ښار ته راځي او هر څه سمې لارې ته برابرېږي، نو افغان ځواک به د بهرني دښمن پر وړاندې مبارزه کوي، د خپل افغان ساتنه به کوي. له افغان امنیتي ځواک سره دښمني له افغان خاورې، افغان هویت او  افغان ژوند سره دښمني ده.

حکومت ته څه په کار دي؟

امریکايي لوری د سولې، د امريکايي سرتېرو د وتلو او نه وتلو پرېکړې له طالبانو سره کوي؛ خو امنیتي تړون کې له افغان حکومت سره کړی دی. حکومت ته په کار ده، چې له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه خبرې وکړي، له هغوی په جدي توګه وضاحت وغواړي، چې که چیرې امریکا غواړي د امریکا سرتېرو د وتلو خبرې له کوم بل لوري سره کوي، نو لومړی باید د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتی تړون د لغو کېدو په اړه خبرې وشي.

د امنیتي تړون په یوه ماده کې راغلي، چې که هر لوری غواړي دا تړون لغوه کړي، نو بل لوري ته باید د شپږو میاشتو او یا یو کال په موده کې خبر ورکړي، اوس په کار ده، چې حکومت له امریکا وغواړي، ترڅو خپل د بهرنیو چارو وزیر کابل ته را ولېږي او دلته اعلان وکړي، چې یو کال یا شپږ میاشتې وروسته، زموږ افغانستان تر منځ د امنیتی همکاریو تړون نشته. که داسې نه کېږي، نو حکومت دې بیا دا اعلان وکړي.

اوس حکومت ښه دریځ نیولی دی، طالب ستونزه له پاکستان سره نده، دلته جګړه د افغان لورو تر منځ ده، حکومت باید د سولې په اړه په خپل موقف ودرېږي، مګر دا موقف باید پیاوړی کړي. د سولې لپاره یو پیاوړی بورډ جوړ کړي، چې افغانستان وتلي سیاستوال، جنګي څېرې او د ولس رښتینې استازي پکې وي. (اوسنی بورډ داسې نه دی)

موقت حکومت د هیچا په ګټه ندی، بلکې د واک یوه تشه را منځته کولای شي، سوله باید وشي، سوله یوه اړتیا ده، یوه ملي داعیه ده، سوله د ولس د دردونو پټۍ ده، خو داسې سوله، چې په هغه کې نظام له منځه ولاړ شي، تر هغه جګړه غوره ده. دلته هره میاشت کابو ۹۰۰ سرتېري وژل شوي، په همدې اندازه طالبان وژل شوي او په همدې اندازه یا لږ کم یا زیات ملکیان هم وژل او ټپیان شوي دي. که په کال کې ۱۳۰ زره افغانان وژل کېږي او د دوی هر یوه تر شا پنځه کسیزه کورنۍ پاتې او د ټولنې د اوږ بار کېږي، نو دا بدبختي د حساب وړ نده. سوله غواړو خو نظام لومړیتوب دی.

حکومت ته د یوې پیاوړې اجماع د را منځته کولو لپاره جدی کار ته اړتیا ده، دا سمه ده، چې ځینې سیاسیون، جګړه مار او ځینې کسان به د نظام د بدلون، د موقت حکومت د را منځته کولو او نورو نورو کارونو خوبونه ګوري، خو د افغانستان ملت د حکومت تر شا ولاړ دی، مګر مهمه دا ده، چې حکومت سوله سم لوري ته رهبري کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب