جمعه, اپریل 26, 2024
Homeکالمونه  یو څو پوښتني | عبدالباري جهاني

  یو څو پوښتني | عبدالباري جهاني

پوښتني مي له ټولو لوستو او پوهو افغانانو څخه دي، خدای دي وکړي چي هیڅوک یې شخصي وانخلي؛ او خدای دي وکړي، چي که یې څوک په جواب ویلو وارزوي، نو په سړه سینه جواب راکړي. ځکه چي زه له هیڅ افغان او افغاني ډلي سره نه سیاسي دوستي او نه سیاسي دښمني لرم.

په پاکستان کي له زیات وکم دوو کالو مهاجرت تېرولو څخه وروسته مي، اوس په امریکا کي د ژوند څه باندي پنځه دېرش کلونه کېږي. ما په دې ټول عمر کي، له منورو او وطنپالو لیکوالو افغانانو څخه، یوازي دا یوه خبره اورېدلې ده چي خلقیان او پرچمیان باید د محاکمې مېز ته راکش کړل سي او کوم خلقي یا پرچمي چي په جنایاتو کي یې مستقیمه برخه نه وي اخیستې باید چي پر خپله ګناه باندي اعتراف وکړي، د افغان اولس څخه بخښنه وغواړي او بیا نو په افغاني ټولنه کي د اوسېدلو وړتیا او حق پیدا کړي.

په دې کي هیڅ شک نسته چي د خلقیانو او پرچمیانو د حکومتونو په وخت کي، په تېره بیا د قدرت په لومړیو پنځو شپږو کلونو کي، له افغانانو سره ډېري زیاتي جفاوي وسولې. په ناحقه بندیان سول، شکنجه سول، ووژل سول او له وطن څخه مهاجرت کولو او تېښتېدلو ته مجبور کړه سول. زه ګومان نه کوم چي، د عقل خاوند، خلقي او پرچمي دي هم له دې ترخه حقیقت څخه انکار وکړای سي.

د خلقیانو او پرچمیانو د قدرت د کلونو په پای کي مجاهدین کرام کابل ته ننوتل او په دوو ورځو کي د افغانستان ټول ولایتونه ورته تسلیم سول. مجاهدینو پر کابل باندي د خپل حکومت په څه باندي څلور کلنه دوره کي، د خپل منځي جنګونو په ترڅ کي، د کابل ښار تقریبا په بشپړه توګه تباه کړ. د هغوی په دوره کي کابل د بېلو بېلو ډلو د قدرت پر حوزو وېشل سوی وو او د هیچا مال، سر او ناموس خوندي نه وو. د هغوی د قدرت په لومړۍ هفته کي د نړۍ مطبوعاتو رپوټونه خپاره کړل چي مجاهدینو او د هغوی قوماندانانو د کابل په دارلمجانین کي ښځینه لېونیاني په زور بې عزته کړې. عکسونه، ویډیوګاني، کتابونه او عیني شاهدان ټول موجود دي. سړی نه پوهېږي چي هغو مجاهدینو څه داسي کارنامه کړې وه چي سیاف یې اوس هم په نامه افتخار کوي.

زه د ټول افغانستان په وضع له نیژدې خبر نه یم خو د کندهار په ښار کي مجاهدینو د خپل قدرت په څه باندي دوه کلنه دوره کي هغه کارونه او بې ناموسی او بې عفتی وکړې چي د هغه ښار په تاریخ کي یې ساری نه وو لیده سوی. لنډه دا چي هغه کارونه یې وکړل چي د قلم ژبه یې له بیان څخه عاجزه ده.

د مجاهدینو له حکومت څخه وروسته طالبان راغلل. د هغوی د بې ناموسیو او بې عفتیو په باره کي چا هیڅ نه دي ویلي خو پر خلکو یې بې حده زیات ظلمونه وکړل او د قدرت د کلونو دوره یې ډېره تاریکه وه. اوس که څوک ښه ورته وايی نو یوازي د ښه امنیت ټینګولو صفت یې کوي.

د طالبانو له بدي طالع، یو وخت امریکا او د ناټو متحدینو، په امریکا کي د سپټمبر د یوولسمي  د پېښو او په افغانستان کي د دې پېښو د مرتکب اُسامه بن لادن د اوسېدلو په پلمه، پر افغانستان باندي هوايي او ځمکنی یرغل وکړ. د یوې شپږي لپاره یې غونډ پوستین اورته واچاوه. د طالبانو نظام یې نسکور کړ او، په اصطلاح، د انساني عدالت نوی ډیموکراټیک نظام یې قایم کړ. د دې نظام له برکته، افغانستان، په خپل تاریخ کي د لومړي ځل لپاره، د مخدره موادو په تولید او قاچاق او اداري فساد کي لومړی مقام وګاټه. او دا مقام یې، د مرکزي حکومت او امریکا د ګډو هلو ځلو او ابتکارونو له امله، تر اوسه ساتلی دی. په دې نظام کي، چي یوازي د امریکا د ډالرو د باران له برکته ژوندی دی، بې امنیتي، بې ثباتي، قومي تعصبات او اختلافات، او پر سر اومال او ناموس باندي تېری ورځ تر بلي زیات سوی دی. او پرته له غلو، قاتلانو او داړه مارانو، چي د قدرت واګي یې په لاس کي دي، هیڅ یوه چا د خیر مخ نه دی لیدلی. د افغانستان په تاریخ کي د لومړي ځل لپاره، د اولسي جرګې وکیلانو د افغانستان له نامه سره د مخالفت څرګندولو جرأت وکړ او د اولسي جرګې ځینو وکیلانو په زغرده او افتخار وویل چي دوی افغانان نه بلکه د افغانستان اوسېدونکي دي. البته د افغانستان د نامه د بدلولو په برخه کي په هیڅ توګه خپل نظر نه پټوي. د امریکا د کښېنولي حکومت څخه مخکي چي هر څه تېر سوي دي هغه به وي خو د ملي هویت سره د خیانت کولو، د فدرالي حکومت( چي وروستی نتیجه به یې بشپړه تجزیه وي) ږغ پورته کولو جرأت چا نه وو کړی. ګواکي سړی ویلای سي چي دا وروستی دوره، که څه هم چي د بلندمنزلونو او په اکثریت ولایتونو کي د پوهنتونونو درلودلو سره سره، په ملي او معنوي لحاظ تر ټولو بده دوره ده، چي ګټه یې یوازي مسلکي غلو او داړه مارانو ته ورسېده. زه نه پوهېږم چي له سیاف، حکمتیار، د جمعیت اسلامي له قوماندانانو، محقق او… څخه چا دا پوښتنه ولي نه ده کړې چي دوی ته چا د کابل د ورانولو او، د ځینو احصاییو له مخي، د اویا زرو بېګناه انسانانو د قتلولو اجازه ورکړې وه؟ دا سي خو به نه وي چي مجاهدینو د خلکو د قتلولو، د کابل د ښار د ورانولو، د شته منیو، وسلو، تاریخي آثارو  او میوزیمونو د چورولو او خلکو پر عصمت او ناموس باندي د تېري کولولایسنس درلود او خلقیانو او پرچمیانو بې لایسنسه قتلونه کړي وي؟

ما چنداني له چا څخه د کابل د پلچرخي د بندیخانې او یا د هیواد د نورو رسمي او غیررسمي او شخصي بندیخانو په باب څه نه دي اورېدلي. هیڅوک دا نه وايي، او نه په دې باب تحقیق کوي، چي د افغانستان په ولایاتو، لویو او کوچنیو ښارونو، اولسوالیو او حتی کلیو کي څه تیریږي او دا دونه خپل سري قوماندانان، چي څوک د چا د سر اومال بازخواست نه سي ورڅخه کولای، څه کوي؟ دغه ګړی په ټول افغانستان کي داسي اولسوالي نسته چي په هغې کي یو خپل سری سرجلاد، چي هر یو یې د زرداد، شجاعي، علیپور او… په سویه دی پاچهي نه کوي او چي څه یې زړه غواړي هغه کوي. دا پوښتنه چا کړې ده چي د کندهار، ننګرهار، هلمند، فاریاب، بلخ، بامیان واک د چا په لاس کي دی او اداره یې څرنګه چلېږي. او یا لږترلږه دا وضع به تر کومه دوام کوي. د افغانستان په سلو کي لس انسانان، چي په سلو کي نیوي یې ځوانان دي، په مخدره موادو معتاد دي. په دې حساب، په افغانستان کي په مخدره موادو د معتادو کسانو شمېر، چي د لومړي ځل لپاره ښځي هم پکښی شاملي سوي دي، زیات و کم دریو میلیونو انسانانو ته رسېږي. د بېکاری او دربدری خو حساب نه کېږي. دا په سل هاوو میلیارډه، له خارجه راغلي، ډالر پر کومه ولاړل؟

داسي خو به نه وي چي، خدای مه کړه خدای مه کړه، دونه بې زړه او ډارن سوي یو چي د ژوندیو بلاوو او د قدرت پر ګدۍ ناستو داړه مارانو او قاتلانو څخه وېرېدلي یو؛ هسي نه چي وطن ته د تللو لاره راباندي بنده نه کړي. او یا د کوم په خوب لیدلي امتیاز په تمه یو؛ هسي نه چي د یوې لیکني یا یوې ریشتیا خبري په ګناه د کلونو خیال پلو را تباه کړي او په خوب لیدلي امتیازات را څخه واخلي. په مقابل کي خلقیان او پرچمیان، اوس بې وسه خلک دي او موږ ته هیڅ تاوان نه سي رسولای. هغوی  که بیا قدرت ته رسېږي نو هغه به زموږ د کړوسیانو زمانه وي او، موږ خو څه کوې چي، په هغه وخت کي به، زموږ د زامنو قبرونه هم له خلکو څخه هېروي.

تاسي ماته اجازه راکړی؛ زما مطلب بل دی. د یوې لحظې لپاره به دا ومنو چي مجاهدین کرام خو زموږ وروڼه دي موږ هغوی ته څه ووایو؟ هغوی که هر څومره خلک بې ګناه قتل کړي وي نو دا حتما په خطا کي وژل سوي دي؛ ځکه چي هیڅ مسلمان، په تېره بیا یو مجاهد، د خپل مسلمان ورور ویني نه تویوي. هغوی که غلامي او جاسوسي کړې ده نو هم یې د خپل مسلمان ورور پاکستان، اېران او سعودي عربستان  غلامي کړې ده او دا چنداني عیب نه دی. په مقابل کي خلقیانو قصداً او په لوی لاس خلک وژلي او د روس په څېر ملحد هیواد نوکري یې کوله. اوس ستونزه دا ده چي موږ په خارج کي وطن پالونکي منورین خو د خلقیانو او پرچمیانو د محاکمه کولو زور او توان نه لرو او په هغوی کي هم دونه انصاف نسته چي په خپله خوښه محاکمې ته حاضر سي او یا پر کړو ګناهونو باندي اعتراف وکړي او بخښنه وغواړي. دا واک او صلاحیت، په افغانستان کي، داخله وزارت، پارلمان، استخبارات، څارنوالي او هرڅه خو د ډیموکراسی پر اصولو جوړ سوي، اوسني اسلامي نظام سره دی. که دا حکومت او د هغه ادارې  د قاتل، غاصب او داړه مار مخه نیولای سي او نه یې نیسي نو دا خو، د حقوقو د ټولو قوامیسو او کتابونو په حکم، د قاتل او فتنه ګر ملګری دی، او باید چي له هغه څخه خپل حق وغوښتل سي. په داسي حال کي چي د اوسني اسلامي نظام د ټینګېدلو، زیات وکم، اته لس کاله تېر سوي دي خو هیڅ واکمن د وړوکي او لوی خلقي او پرچمي څخه پوښتنه قدرنه ده کړې. خلقیان او پرچمیان په پارلمان کي غړیتوب لري، په حکومت کي وزیران، د دفاع او داخله چارو په وزارتونو کي جنرالان او کارکونکي لري. جایدادونه لري، کاروبار لري او په وطن کي سرې سترګي ګرځي؛ زموږ یې په خارج کي په چیغو ستوني را شنه کړل. د افغانستان د اسلامي حکومت پخواني جمهورریس حامد کرزي، د خپل واک په لومړیو شپو ورځو کي، یوه عمومي عفو اعلان کړه او د ټولو ویني یې ټولو ته وبخښلې. هیچا هیڅ ونه ویل. یوازي ملالۍ جویا، د میوند د ملالي په څېر چیغه پورته کړه او په لوړ آواز یې وویل چي د دې رهبرانو ځای لویه جرګه او د هیواد شورا نه بلکه د څارویو طویله ده. د جرګې رییس صبغت الله مجددي، چي دوستم ته یې د خالدبن ولید لقب ورکړی وو، له خپل مذهبي صلاحیت څخه استفاده وکړه؛ او د ملالۍ جویا د کفر فتوا یې صادره کړه. د دې زړه وري پېغلي رسا ږغ به مي تر قیامته په غوږ کي آزانګه کوي. هغې په خپل دې رسا ږغ سره د ټولو شمله ورو افغانانو شملې ټیټي کړې، ځکه چي هیڅ نارینه یې دفاع ونه کړه.

که موږ افغانان پر چا باندي د وینو پور لرو نو د پور اخیستلو دا حق خو د افغانستان اوسني حکومت، چي هم نظامي زور او هم قانوني صلاحیت ورسره دی، بخښلی دی. موږ که خپل حق غواړو نو باید چي د افغانستان له حکومت څخه یې وغواړو او که یې له معلوم مدعي څخه نه سو غوښتلای، او یا یې د غوښتلو جرأت نه لرو، نو دا به بهتره وي چي، د بېځایه چیغو پر ځای، د یوې بلي لاري په فکر کي سو. ځکه چي موږ که ریشتیا هم خپل حق غوښتلای نو باید چي په هغه وخت کي مو د افغانستان او اروپا په ښارونو کي مظاهرې کړي وای. حکومت څه حق لري چي زموږ ویني په خپل سر بخښي.

راسی د خلقیانو او پرچمیانو محاکمه، چي اوس یې موږ واک او صلاحیت هم نه لرو، خپل وخت ته پرېږدو. اوس باید له هغه چا سره حساب وکړو چي په خپل صلاحیت او خپله خوښه یې، په منتهی سخاوت، زموږ د هیواد د زیات وکم یو لک انسانانو ویني بخښلي دي او دغه ګړی لا نورو وینو بهېدلو او وطن تباه کېدلو ته لاس تر زني ناست دي او موږ او وطن ته عملي تاوان رسوي. او که مو دا په وس نه وي پوره او بیرته خپله زړه خبره کوی نو بیا ستاسي خوښه. که شپه تیاره ده مڼې په شمار دي.

زه له خپلو افغانو خویندو او وروڼو سره یوه بله پوښتنه، چي ښايي اهمیت به  یې تر دې زیات، او یا لږترلږه کم نه وي، وي مطرح کوم. څه باندي دوه کاله پخوا، د کابل په ارګ کي، د اولسمشراشرف غني ، د کابینې له پنځو شپږو وزیرانو او د اولسي جرګې د زیات وکم څلوېښتو وکیلانو سره په یوه ماښامنۍ غونډه کي ناست وم. د هیواد پر امنیتي چارو او ځینو مهمو موضوعاتو باندي د خبرو په ترڅ کي ، د ننګرهار د ولایت یوه  وکیل( فکر کوم امیر خان یار به وو) له اولسمشر څخه پوښتنه وکړه چي موږ له هند سره په دوستي کي ډېره لږه ګټه کوو خو له پاکستان سره د دښمنۍ له امله، زموږ تاجرانو، دوکاندارانو، غریب کارانو، زمیندارانو او بزګرانو ته، هر کال په میلیارډونو افغانی تاوان رسېږي. دا لږه ګټه او دا ډېرتاوان به تر کله دوام لري؟ د ننګرهار وکیل هم بې نوبته او هم له موضوع دباندي خبري کړي وې ځکه یې هیڅ جواب تر لاسه نه کړ.

زه یقین لرم چي دا خبره به ټول خلک راسره ومني چي د ډیورنډ کرښه په نړۍ کي له تر ټولو ظالمانه سرحدي پولو څخه ده او یا لا ښايي د نړۍ تر ټولو ظالمانه پوله وي. له پاکستان سره همدغه د ډیورڼد د کرښي پر سر اختلاف دی چي د افغانستان په خارجي سیاست او له ګاونډي هیواد پاکستان سره په اړیکو کي د ناصور زخم ورڅخه جوړ سوی دی. زموږ شاعرانو د شعرونو په جوړولو او لیکوالانو او پوهانو مو د مضامینو او کتابونو په لیکلو ځانونه ستړي کړي دي؛ مګر کومه ګټه یې نه ده کړې. د پخوانیو حکومتونو خبره به پرېږدو. د محمدزیو حکومتونو او د خلقیانو او پرچمیانو رژیم، په کال کي یو ځل، لږ ترلږه د پښتونستان ورځ درلوده او د پښتو نستان ترانې یې ویلې. د مجاهدین کرام له حکومت څخه بیا تر اوسه پوري دا ورځ او ترانې هم له منځه تللي او هیري سوي دي. هغه پخوا چي به مو له آمو تر اباسینه تشي د خولې لاپي کولې هغه هم ختمي سوې.

د پاکستان حکومت خو، په خپله خوښه، د ډیورنډ د کرښي ورانولو ته غاړه نه ایږدي. په وروستیو شپو ورځو کي یې پر دې کرښه باندي د اغزن سیم د کشولو او کټارې د جوړولو کار، چي ویل کېږي په ځینو ځایونو کي یې د افغانستان خاوره لا هم لاندي کړې ده، ښه ثبوت دی. ما ته، زیات و کم درې کاله مخکي، د افغانستان پخواني جمهورریس حامدکرزي، د یوې مختصري ماښامنۍ په ترڅ کي، د مرحوم قوماندان عبدالرازق او اوسني د دفاع وزیر اسدالله خالد په مخ کي وویل چي د ده لپاره د افغانستان سرحد اټک دی. که خبره ریشتیا هم داسي وي چي زموږ د اولسمشرانو او سیاسي رهبرانو لپاره د ډیورڼد کرښه د منلو نه وي، نو حکومتونو په دې باره کي څه سیاسي اقدامات کړي دي. زه وایم که نور هیڅ نه وای نو دا موضوع خو یې باید چي په ملګرو ملتونو کي توده ساتلې وای. که یې چیري کوم سیاسي ګام پورته کړی او نتیجه یې نه ده ورکړې نو باید چي خپل اولس او هیواد ته رپوټ ورکړي. حکومتونو په دومره مهمه سیاسي مسله کي، چي د افغانستان اولسونو ته هره ورځ مالي، سیاسي او بشري تاوانونه رسوي، ولي خپل هیواد په تیاره کي پرې ایښی دی؟ زموږ منورین ولي دومره لویه ملی داعیه له خپل حکومت سره، چي د هغې د تعقیبولو ټول سیاسي او قانوني واک ورسره دی، نه مطرح کوي. البته دا یوه اوږده او لانجمنه سیاسي مسله ده چي که د افغانستان کوم حکومت په بشپړه ایمانداري ملا هم ورته وتړي په شل کاله کي یې نه سي حلولای. دا موضوع به، د یوۍ پېچلي ملي ستونزي په حیث، دغه ګړی، خپل وخت ته پرېږدو.

ما له خپل یوه دوست سره په ټلفون کي خبري کولې او هغه ته مي وویل چي که اوس یو څوک د زردشت، بودا، ویدي سرودونو، مقدوني سکندر، آریایانو او… په باره کي مضمون ولیکي او کومه وړه یا لویه اشتباه ورڅخه وسي نو په یوه ورځ به لس پوهان او عالمان، لکه ماران، په یوه سلا، سرونه راپورته کړي او پر معتبرو او غیر معتبرو کتابونو به حوالې ورکړي او لیکوال به په ځان پوري حیران کړي. مګرنن چي افغانستان د خپل تاریخ په تر ټولو سختو شرایطو او تر ټولو سخت سیاسي بحران کي قرار لري او له وړو کلیو څخه تر لویو ښارونو پوري د غلو او جنایتکارانو تر منځ وېشل شوی دی، زموږ لیکوالان او پوهان، له بده مرغه، په داسي موضوعاتو لګیا دي چي، په اصطلاح، دوه توته ارزښت نه لري.

تر دې به لا د شرم خبره چیري وي چي دغه ګړی په هیواد کي د جمهوري ریاست لپاره اووه لس تنه، یا ټیمونه، کاندید دي او زموږ خلک، په تېره بیا منورین او لیکوالان، د بدترین، بدتر او بد ترمنځ په انتخاب کي لالهانده دي. هیڅوک په پوړه زړه او وازه خوله نه سي ویلای چي دغه یا هغه کاندید او دغه یا هغه ټیم د انتخاب وړدی. که څوک د سیاسي بحران په تعریف کي تلولی وي نو زموږ د هیواد اوسنی حالت یې ښه مُعرِّف دی. د میدان ښاروروستې غمجنه پېښه، چي د افغانستان په دې اووه لس کلن اشغال کي، په یوه حمله کي، تر ټولو زیات پوځي تلفات وه، د نویو بدمرغو او ویرژلو پېښو پیلامه ده. خبري آژانسونه د تلفاتو شمېر تر یوسل او پنځه ویشت او طالبان یې تر یوسل نیوي پوري بولي. دا ویرژلي   پيښي به همداسي دوام لري او د داړه مارانو او غاصبینود یوې ډلي پر ځای به بله ډله راځي او موږ به تر قیامته ورته ګورو. ځکه چي خلک ښايي بالاخره د داړه مارانو او د خارجي قدرتونو له نوکرانو سره عادت ونیسي او خپل حق یې وبولي. که څوک د حقیقت په پټولو کي د امتیازاتو خوبونه ویني نو هسي په ګوړه ویلو خوله مه خوږوی. که په حقیقت ویلو څه جوړه وي نو دغه یې وخت دی. زه له خپلو منورو خویندو او وروڼو څخه هیله لرم چي پر دې حیاتي موضوعاتوباندي په سړه سینه بحثونه وکړي.

والسلام

1 COMMENT

  1. ښاغلي جهاني صیب ته تر سلامونو وړاندې کوولو وروسته زه خپل نظر په ډېر احترام سره وړاندې کوم:
    چاته یې زور ورکړ چې ظلم یې ونه کړ او چاته یې ثروت او مال ورکړ چې سود یې ونه خوړ؟
    که څه هم دتېرو زمانو د ناخوالو او حکومتونو په اړه صبغت الله مجددي ، ملا برهان الدین رباني او حامدخان کرزي هریوه په خپل وخت کي دعمومي عفوي فرمانونه صادرکړل خو که چا هرڅومره بد وکړل ، هغومره بد ورسره وشول . د وچو په زور لانده هم ورسره وسوځېدل. پدې دنیا یې لږ او ډېره سزا ولیدله او د عقبی حساب او کتاب به د جزا د ورځې واکدار ته پرېږدو.
    لدې زیات به د تېرو زمانو ظلمونو ، قتلونو ، بېعدالتیو ، اشتباهګانو یادول به لا تفرقې او د مظلوم ملت وېشلو ته لار برابره کړي او د هېواد دښمنان به نور هم زمونږ له دغه وېش او تقسیم نه سو‌ءی استفاده وکړي.
    پنجاب به هېڅکله د دوستي لاس درنکړي که د هند دوستی له مونږ سره وي او که نه وي . نو ښه به دا وي چې خپل اصلي او پخوانی ګاونډی هندوستان ترپایه زمونږ دوست پاته شي.
    د ډیورند جنجال به اوس په ملګرو ملتونو کې هم حل نه کړل شي. هلته انګلیس او د امریکا متحده ایالتونه او هم چین په خپل ټول قوت او زور سره د پنجاب خواته ولاړ دی ، له بلې خوا پنجابیان د نژدې ټولو عربي هېوادونو د اردو او پوځ اصلي برخه تشکیلوي، له هغوي پیسې اخلي نو هغوي به هم د پنجاب ملاتړ کوي.
    که کومه ورځ په افغانستان کې بیا کوم بل میرویس خان یا د معاصر افغانستان بنسټ اېښودونکی غازي احمدشاه بابا یا امان الله خان په شان او یا خوشحال خان خټک په شان مدبر ، زړور او ننګیالي پیدا شول ، نو داسې کړکېچن او خونړۍ داعیې به حل کړي ، خو عجالتا پنجاب ته د خپل ملکیت د بخشش قباله به نه ورکوو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب