یکشنبه, مې 5, 2024
Homeټولنیزد مطلق باور منفي تاثرات| عصمت الله صالح‎

د مطلق باور منفي تاثرات| عصمت الله صالح‎

باورونه د پدیدو پر وړاندې هغه مهال له حواسو راوځي چې عقل له زوال سره مخ شي. باور پخپله یو عقلي حرکت دی، خو دا چې د اتکا ژوره نقطه نه لري، نو ځکه ډېر ځله انسان له خطا نه‌شي ژغورلی او پر فاعل د مرموز ګنګسیت څپه راولي، چې همدغه ګډوډتوب مطلق باور بلل کېږي.

مطلق باور ډېر جالب تاثرات لري، او ډېری وخت په زیاترو مهمو دروني خوځښتو کې ځان ښکاروي، لکه عشق، صبر، توافق، طبعیتي مسایل او… چې بیا نو له دې ټولو د فطري جبر تاو شوې کرښې پیاوړې کېږي او د نهیلزم په تورتمونو بدلېږي.

عاشق چې خپله معشوقه لومړی ځل وویني، ټول ذوقي قوت یې سترګو ته راټول او له همدې ځایه پر مقابل لوري خپل نیم‌محسوسه ذرات پرېږدي. دلته دوې خبرې دي؛ هغه چې وايي مینه له ښایست تغذیه کوي او هغه چې عشق د حُسن بچی نه بولي؛ اصلاً دغه دواړه ډلې رښتیا وايي، ځکه د دوی دغه نظریات او پرېکړې طبیعتاً سره بېلې او د یار پر وړاندې د مطلق باور انګېزه‌پال بلل کېږي.

همداراز موږ د صبر په تعریف کې وایو؛ صبر په ورځنیو چارو کې هغه دمه ده، چې د راتلوونکو افعالو او نویو اېډیاوو د ایجاد چل رازده کوي. خو که فکر وکړو دغه تعریف یو غټ منفي ټکی لري. دا نقطه هغه سکون دی چې فرد- د بې‌وسۍ په نامه- د علت پر اساس دغه مطلق باور ته مجبوروي. انسان چې له کوم کړاو سره مخېږي، ضرور به تر یوې نامعلومې مودې له خپل عمل سره واټن نیسي او له زیانه د بچ‌کېدو په‌پار به د خپلو ګټو رغښت ټګنی کوي، چې له اشیاوو سره همدغه فاصله د مطلق باور لوی تاثیر دی.

مطلق باور په توافق کې هم ښه حِسولای شو، مثلاً د دوو کسانو پر یوه څیز لانجه ده. لومړی کس چې د دویم پر پرتله- له مالي او جسمي لحاظه- لږ څه پیاوړی وي، نو هدف د رسېدو په‌پار- د اخطار، کنځاوو او د خپلو مټو د ځواک په وسیله- کوښښ کوي چې لوبه وګټي. دویم کس ته چې خپل ځان- دروناً او بېروناً- څه نا څه کمزوری ښکاره شي، نو له دې مبارزې لاس اخلي او د خپل سیال هره غوښتنه د ناعقلي پرېکړو پر اساس مني او د یو ډول مغرورانه مطلق باور په وسیله ورسره توافق کوي.

خو د مطلق باور څرک په طبعیتي مسایلو کې بیا بېخي بل ډول دی- یانې په دې برخه کې تل یو ټول‌تاثره اضطراب موجود وي او دغه ډار انسان پر دې مسایلو غور او څېړنې ته نه پرېږدي. دلته چې څوک پر کایناتو د خوځنده تفکر خبره وکړي او دغه اسرار په ساینسي مېتود وسپړي، نو مقابل کسان پرې وار له واره د تکفیر ټاپه لګوي او پر مرتدینو یې نوموي. مګر حال دا چې دوی به هڅه کوي چې دغه کسان د بګۍ‌واله آسونو له خصوصیاتو بهر کړي او د عقل عیني او انتشاري عظمت پرې حس کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب