سه شنبه, مې 14, 2024
Homeکلتورد ارواپوهنې کتاب: 'تر ذهن مخکې شه' چاپ شو

د ارواپوهنې کتاب: 'تر ذهن مخکې شه' چاپ شو

دغه کتاب له شوره ډکو سوچونو کې د سکون موندنې ورځنی تمرین دى. ٥٠ څپرکي (فصلونه) لري چې تازه په کابل کې سروش کتاب پلورنځي چاپ کړى دى.

ليکوالان يې د ارواپوهنې د ډګر وتلې څېرې ښاغلى ماتیو مککي ph.D او مېرمن  کاټرین ستکر دي. په دغه کتاب کې ليکوالو هڅه کړې خلک پر خپلو سوچونو چې ستاسو د ذهن توليد دى، ولکه ټينګولو ته وهڅوي.

که غواړئ پوه شئ چې له خپلو ويجاړوونکى، ځوروونکو او ناوړه سوچونو څخه ځان څنګه بېغمه کړئ، نو دا کتاب ولولئ. ډېر څه په کې دي.

مخکې تر دې چې ستاسو ذهن يو سوچ ستاسو مخې ته ودروي او لاس و پښې مو وتړي، تر ذهن مخکې شئ او د خپل ژوند لار خپله وټاکئ.

د خپرندوی یادښت

په ارواپوهنه کې پر یوه مشخصه موضوع د کتاب لوستل له رواني پلوه پر لوستونکو ډېر اغېز کوي. اوسنی کتاب هم چې د دوو مختصصو کسانو له خوا لیکل شوی، په مشخص ډول د سوچونو او د ذهني سکون پر موضوع راڅرخي.

په دغه کتاب کې چې ۵۰ څپرکي لري، په هر څپرکي کې پر یوه مشخصه موضوع بحث شوی او بیا یو تمرین وړاندې شوی دی.

د لیکوالو ستدلال دا دی چې سوچ د ذهن تولید دی او ذهن ستاسو په کنټرول کې دی. تاسې په دې کتاب کې دا زده کوئ چې د یو لړ عملي تمرینونو په مرسته کولای شئ خپل ذهن په بشپړ ډول په خپل کنټرول کې راولئ او بېروونکو یا هم ځوروونکو سوچونو ته چانس ورنه کړئ چې درباندې واک وچلوي.

دغه کتاب لومړی وار په ۲۰۰۷م کال کې په امریکا کې چاپ شو چې د نړۍ په زیاتو برخو کې یې د خلکو پام ځان ته واړاوه او له لسګونو-زره انسانانو سره یې مرسته وکړه چې پر خپل ذهن او خپلو سوچونو واکمن شي او ځانونه له ډاروونکو سوچونو بچ وساتي.

د کتاب لیکوالو د ارواپوهنې اړوند ګڼ کتابونه یا په مستقل ډول لیکلي، یا د دغسې مهمو کتابونو ګډ لیکوالان دي. دوی پر دې موضوع تدریس هم کړی دی.

صالح محمد صالح دغه کتاب پښتو ته ژباړلی چې دا دی ستاسو تر لاسونو سروش کتابپلورنځي در ورساوه.

په درناوي

سروش کتابپلورنځی

کابل- افغانستان

  • دا کتاب له دغو ادرسونو ترلاسه کولای شئ:

کابل:

سروش کتابپلورنځی، مینه یار مارکېټ، د درېیمې ناحیې کوڅې ته نږدې،میرویس میدان (کوټه سنگي) کابل

جلال اباد:

مومند، ختیځ او مازیګر کتابپلورنځي

کندهار:

کروړ کتابپلورنځی کندهار سوپر مارکېټ- عینو مېنه

پکتیا:

روحاني بابا کتابپلورنځی.

پکتیکا:

مجاهد کتابپلورنځی

خوست:

ژوندون، رحیمي او رڼا کتابپلورنځى

غزني:

انصاري کتابپلورنځی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب