سه شنبه, مې 7, 2024
Homeمقالېدریپه تېره یوه اوونۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او ملکیانو تلفات

په تېره یوه اوونۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او ملکیانو تلفات

ژباړن: احمد خالد راشد

نیویارک ټایمز؛ د دسمبر له ۲۹ مې د جنورۍ تر ۴ مې پورې د افغان امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو د تلفاتو شمېر خپور کړی دی. د دې لپاره چې د طالبانو د مرګ ژوبلو دقیق شمېر نه څرګندېږي، په دې راپور کې د طالبانو د مرګ ژوبلو یادونه نه ده شوې.


د نیویارک ټایمز له لوري له راټولو شویو شمېرو سره سم په تېره یوه اوونۍ کې د حکومت ۷۵ دولتي ځواکونه (پولیس او د اردو سرتېري) او ۱۴ عام وګړي وژل شوي دي. حکومتي ځواکونو ته د تېرې اوونۍ په نسبت په دې اوونۍ کې زیات تلفات اوښتي دي. او د ملکي وګړو مرګ ژوبله په دې اوونۍ کې کمه ښودل شوې ده.

په سرپل ولایت کې د طالبانو په حمله کې چې د حکومت پلوه ځواکونو په پوستو یې په درېیو مختلفو ساحو کې کړې وه د حکومت ۲۱ سرتېري وژل شوي او ۲۵ نور زخمیان شوي دي. او افغان او امریکایي ځواکونو د هوایي ځواک په ملاتړ په پکتیا او فاریاب ولایتونو کې عملیات کړي، چې په پایله کې یې د یو شمېر اورپکو ترڅنګ ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.

جنوری په ۳ په بغلان ولایت کې۱۴ پولیس وژل شوي دي:

په بغلان ولایت کې طالبانو د پولیسو په پوستو باندې په دشتې خواجه علوان او پلخمري ښار، چې د بغلان ولایت مرکز دی حمله کړې. په دې بریدونو کې ۹ پولیس په یوه پوسته کې او ۵ نور په بله پوسته کې وژل شوي دي. نوموړې پوستې د بغلان – سمنګان پر عمومي لاره پرتې دي؛ په دې جګړه کې طالبانو نظامي وسایل او وسلې هم نیولې دي.

د جنوري په ۲ مه په بادغیس ولایت کې څلور عکسر وژل شوي دي:

په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د ملي اردو په پوستو د طالبانو په حمله کې د ملي اردو ۴ عکس وژل شوي او ۶ نور زخمیان دي او په پوستو کې شته نظامي وسایل او وسلې طالبانو له ځان سره وړي.

د جنوري په ۲ مه کندهار ولایت کې ۶ امنیتي سرتیري وژل شوي:

د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ په مندوزو سیمه کې طالبانو د حکومت پلوه ځواکونو په کنډک او پوستو برید کړی وو چې تقریبآ جګړې لس ساعته دوام کړی، په نتیجه کې یې یو عسکر مړ او درې نور ټپیان شوي دي؛ او په همدې ساحه کې له پخوا نه طالبانو د ملي اردو کنډک ته تقریبآ یو کیلو مټر اوږد تونل ایستلی او په هغه کې یې چاودېدونکي مواد ځای پرځای کړي وو چې هغه ته یې چاودنه ورکړې. د دې چاودنې له امله د ملي اردو ۵ عسکر مړه او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د جنورۍ په ۱ په بلخ ولایت کې ۶ عسکر وژل شوي دي:

طالبانو د چمتال ولسوالۍ په مدرسه کلي کې د پولیسو په پوسته برید کړی چې د برید په نتیجه کې ۶ عسکر وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي. دې جنګ تقریبآ ۵ ساعته دوام درلود.

د جنورۍ په ۱ د سرپل په ولایت کې ۲۱ امنیتي سرتیري وژل شوي دي:

طالبانو د صیاد ولسوالۍ په مرکز او پوستو برید کړی چې له امله یې ۲۱  امنیتي سرتیري وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي. نوموړې پوستې د سرپل او جوزجان ولایت په لویه لار پرتې دي چې د ساحې د تېلو د ساتلو مسؤولیت په غاړه لري، جګړې ۷ ساعته دوام درلود او یوه پوسته په بشپړ ډول د طالبانو له لوري نیول شوې هم ده اوس په سیمه کې جګړه نشته طالبان له ساحې تښتېدلي او سیمې ته تازه ځواکونه هم رسیدلي دي.

د دسمبر په ۳۱ مه د زابل ولایت کې ۸ امنیتي سرتیري وژل شوي دي:

طالبانو د ارغنداب ولسوالۍ په سرخې سنګ سیمه کې د امنیتي سرتېرو په پوستو برید کړی چې یوه یې نېولې په هغه کې یې ۸ امنیتي سرتیري وژلي او پوستې ته یې اور ورکړی او بله پوسته امنیتي سرتېرو خپله پرې‌اېښې او له ساحې تښتېدلي.

د دسمبر په ۳۱ مه په فاریاب ولایت کې ۵ عام وګړي وژل شوي دي:

طالبانو د امنیتي سرتېرو په موټریز کاروان چې له شیرین تګاب نه میمنې ته په لاره وو حمله وکړه چې د دې حملې په نتیجه کې د طالبانو ۵ موټر چې وسلې او پوځي یونیفورمونه په کې وو، ونیول. له دې سره جوخت امریکایي هېلیکوپترو د طالبانو له لوري په نیول شویو موټرو باندې بمباري وکړه چې د بمبارۍ په نتیجه کې عامو خلکو ته هم د سرومال تاوان ورسېد.۵ ملکي وګړي چې دوه نارینه او درې ښځې وې ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول چې په ټپیانو کې ۹ ښځې هم شاملې دي.

له دې وړاندې حکومت د سیمې خلکو ته خبرداری ورکړی وو چې د امنیتي سرتېرو د کاروان د تېرېدو په وخت کې خپل کورونه خالي کړي څو د امنیتي پېښو په صورت کې عامو خلکو ته د سر زیان ونه رسیږي.

د دسمبر په ۳۱ مه په جوزجان ولایت کې یو ملکي وګړی وژل شوی دی:

طالبانو د خوش تېپې ولسوالۍ په ډېک سار کلي کې یو ۳۰ کلن سړی د خپل کور په مخکې وژلی د چارواکو په وینا چې په ده باندې یې له اسلامي دولت (داعش) سره د همکاری تور لګولی.

د دسمبر په ۳۱ مه په غزني ولایت کې درې امنیتي سرتیري وژل شوي دي:

طالبانو د زنه خان په سیمه کې د امنیتي سرتېرو په پوسته برید کړی، چې د برید په پایله کې ۳ امنیتي سرتیري وژل شوي  او ۵ نور ټپیان دي او طالبان له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.

د دسمبر په ۳۱ مه په فراه ولایت کې یو امنیتي سرتېری وژل شوی دی:

د فرا ولایت په مرکز کې یوه وسلوال بریدګر د ملي امنیت په غړی حمله کړې او هغه یې  وژلی د ولایتي چارواکو په وینا بریدګر له سیمې په تېښته بریالی شوی دی.

د سمبر په ۳۱ مه په پکتیا ولایت کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي دي:

د زرمت ولسوالۍ په سرخي سیمه کې افغان او امریکایي ځواکونو ګډ عملیات کړي؛ حاجي نعیم چې پخوانی جهادي مشر او د سیمي مخور و د هغه په کور کې طالبان مېلمانه وو چې د امریکایي الوتکو لخوا پرې بمباري شوې چې په پایله کې یې حاجي نعیم او د هغه د کورنۍ څلور نور غړي او دوه طالبان وژل شوي.

د سمبر په ۳۱ مه په هلمند ولایت کې یو امنیتي سرتېری وژل شوی دی:

طالبانو د نادعلي ولسوالۍ په ناکي‌لاباد سیمه کې د امنیتي سرتېرو په پوسته برید کړی چې په پایله کې یې یو امنیتي سرتېری وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

د دسمبر په ۳۱ مه په تخار ولایت کې یو امنیتي سرتېری وژل شوی دی:

د درقد ولسوالۍ امنیې قومندان په یو چریکي برید کې وژل شوی او دوه سرتيري یې ټپیان دي.

دسمبر په ۳۰ مه په بلخ ولایت کې یو امنیتي سرتېری وژل شوی دی:

د چاربولک ولسوالۍ په سبزي کرها کلي کې طالبانو د سنیپر (دوربین لرونکې وسلې) په وسیله یو پولیس وژلی دی.

د دسمبر په ۲۹ مه په کندز ولایت کې یو عسکر وژل شوی دی:

طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ په الف بېردای کلي کې د ملي اردو په پوسته برید کړی د ملي اردو یو عسکر یې وژلی او یو بل یې زخمي کړی دی.

د دسمبر په ۲۹ مه په بلخ ولایت کې دوه اربکیان وژل شوي دي:

د دولت آباد په ولسوالۍ کې طالبانو د اربکیانو په پوسته برید کړی؛ دوه اربکیان یې وژلي او دوه نور ټپیان کړي دي.

د دسمبر په ۲۹ مه په تخار ولایت کې یو ملکي وګړی وژل شوی دی:

طالبانو په دشتې قلعه ولسوالۍ کې یوه ښځه تښتولې او وروسته یې وژلې د سیمې د خلکو له قوله چې په ښځه یې د زنا تور لګولی او د همدې له امله یې وژلې ده.

د دسمبر په ۲۸ مه په کندز ولایت کې دوه اربکیان وژل شوي دي:

طالبانو د علي آباد ولسوالۍ په زنګي کلي کې د اربکیانو په کورونو حمله کړې دوه اربکیان یې وژلي او د کورنۍ نور غړي یې ور سره بندیان کړي دي.

د دسمبر په ۲۸ مه په غزني ولایت کې دوه عام وګړي وژل شوي:

د آرزو په سیمه د عامو وګړو موټر د سړک د غاړې په ماین ور برابر شوی، چې په پایله کې یې ۲ عام وګړي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د دسمبر په ۲۸ مه په فاریاب ولایت کې څلور عسکر وژل شوي دي:

د افغان ملي اردو کاروان د شیرین تګاب ولسوالۍ په اسلام قلعه کلي کې د طالبانو له کمین سره مخ شوی چې په پایله کې یې د اردو ۴ سرتیري وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب