د امریکا د متحده ایالاتو ویبپاڼې ډيلې کالر کې (د افغانستان له پاره چین او پاکستان خپل پلان برسیره کړ) تر عنوان لاندې لاورینس سلین چې يو پې اچ ډې لرونکی د پوځ د احتیاط ځواکونو متقاعد ډګروال دی ، د ډيسامبر میاشتې په ۱۲ مه لیکنه کړي چې د هغې غټ ټکې ستاسو د معلوماتو له پاره خپروم.
هغه لیکې : په چاینا ډيلې کې چې یوه دولتي رسنۍ ده د چین د متحد پاکستان یوه لیکونکې ( پاکستان د افغانستان د سولي د بهیر کیلي ده.) تر عنوان لاندي یوه مقاله خپره کړي. هغه په کنایه او شرمونکې توګه د افغانستان د راتلونکې اړوند د چین – پاکستان د پلان په هکله څرګندونې کړي دي .
د دې څرګندونو ریښه د بیجینګ د غیرحکومتې تینک تانک (تحقیقاتي انستیتیوت) څخه چې د چین او نړیوال کېدو مرکز نومیږې، منشا اخلې. دا مرکز د یو شمیر لوړپوړو چارواکو له خوا جوړ او مخته بیول کیږي چې یو له دوي ، په نړیوال سوداګریز سازمان کې د چین د غړي کولو مشر مرکچې ؤ.
د نوموړې لیکوال مقاله په تیرو ۱۷ کلونو کې د بیځایه او له هغې څخه د ډډې کېدونکې جګړي ملامتې د امریکا په غاړه اچوي . خو په حقیقت کې دا پاکستان دی چې طالبانو ته خوندي ځایونه برابروي، د هغوي د لښکر ملا تړې کوي کوم چې د نورو د ګټو له پاره جګړه پر مخ بیایې او بې شمیره خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده . د لیکونکې د نظریې خلاف، دا د افغانستان جګړه نه ده چې ټوله سیمه یې بې ثباته او په خطر کې اچولي وي ، بلکه دا د پاکستان کورنۍ پالیسې ده چې اسلامې بنسټ پا��نې ته وده ورکوي ، د قومونو خود ارادیت تر پښو لاندي کوي او په بهرنۍ پالیسۍ کې د ترهګرۍ څخه د ابزارو په توګه د استفادي له وجې جګړه اوږدوي.
لیکوال د پاکستان تر څنګ ، له جنوبې اسیا څخه په چټکی د امریکا د ایستلو په چاره کې د چین، روسیي، ایران او ترکیي رول ته ګوته نیسې. همدارنګه د یو کمربند او یوي لاري د باالقوه نوښت، په ځانګړي توګه د چین – پاکستان د اقتصادي دهلیز له پاره چې یورو اسیا، یانې روسییه او منځنۍ اسیا د افغانستان له لاري د ګوادر بندر سره مښلوي، د امریکا وتل اړین ګڼې. لیکوال ادامه ورکوي، دا چاره هغه وخت ممکنه ده چې د ویتنام په څير امریکا له افغانستان څخه په بشپړه توګه ووځې او پاکستان کولی شي د هغوي د خوندي وتلو اسانتیا برابره کړي. تر څو چې امریکا وتلو ته غاړه کینږدي، تر هغې به طالبان په افغانستان باندي خپل بریدونه جارې ساتې . د لیکوال په نظر د کیسې په پاي کې د چین د یو کمربند او یوي لارې نوښت او د شانګهاي د تړون اهداف هغه وخت ترلاسه کیږي چې د چین – پاکستان پلوي باثباته افغانستان را منځ ته کېدل یقینې شي.
دلته د چین – پاکستان پلان داسې ډاګیزه کیږي:
د چین متحد پاکستان به په افغانستان کې د طالبانو بریدونه زیات کړي چې د هغه هېواد حکومت کمزوری شي او په امریکا به دومره زور راوړي چې هغه د وتلو معاملي ته غاړه کیږدي . د پاکستان ، ایران ، روسیي او ترکیي سره جوخت به چین هم د منځګړتوب رول خپل کړي.
د افغانستان له پاره به یو ایتلافې حکومت چې د طالبانو ، منځلارو پاکستاني – چینایي پلوه افغان سیاستوالو څخه جوړ وي ، وړاندیز شي . د دې سره جوخت به د امریکا او ناټو ځواکونو د وتلو مهالویش هم تیاریږي.
افغانستان ته به د چین – پاکستان په اقتصادي دهلیز کې د اشتراک بلنه ورکړل شي ، د شانګهاي د سازمان اصلي غړیتوب ته به پورته شي چې د هغه هېواد د بیا جوړونې او ودي اساس برابروي .
پاکستان به د طالبانو د ملاتړ څخه لاس اخلې او د چین – پاکستان د ترهګرۍ ضد ځواکونو سره چې نور طالبان له افغانستان څخه لیري باسې یو ځاي شي ، د کوم څه له پاره چې لا له وړاندي مشترک تمرینونه تر لاس لاندي دي او له کله چې په کابل کې د چین او پاکستان پلوی حکومت تثبتیږي.
د جنوبي اسیا د اقتصادي ولکه کولو له پاره به چین په بلوچستان او عرب سمندرګې کې پوځي اډې جوړوي او په دې توګه به د هند سمندر د شمال او د فارس خلیج د اساسي سمندري لارو کنترول په لاس کې اخلې . په جیبوتې کې چینایي سمندرې اډه به د جنوبي چین د سمندرې اډو سره وتړي او هندوستان به کنج ته کړي.
د انګیزي له مخې د خبرو اترو میز ته په طالبانو تمرکز ، ښيې چې د امریکا حکومت د چین- پاکستان د پلان په وړاندي په جنوبي اسیا د غلبې کولو کومه ستراتیژي نه لري.
یادونه :
که د لاورینس سلین لیکنې ته چې د پاکستانې لیکوال د هغې لیکنې په تړاو شوي چې سرچینه یې د بیجینګ تینک تانک ً د چین او نړیوال کېدو مرکز څخه منشا اخلې، وګورو وینو چې پاکستان، چین، روسییه، ایران او ترکیه د خپلو ګټو د خوندي کولو په موخه په مشترک ډول د افغانستان ځمکه کاروي ، جګړي ته ابعاد ورکوي او ان د سولي چاره په خپل لاس کې نیسې . د افغانستان له پاره د موقتې حکومت طرح راباسې او د افغانستان راتلونکی اقتصادي ټولنیز انکشاف پلانوي او چین ته په سیمه کې د امریکا د بدیل په توګه وړ ځاي لټوي.
د افغانستان د حکومت دننه ، په سیاسي تنظيمونو ګوندونو ، مدني ټولنو او د عامو افعانانو په منځ کې یو تعداد کړۍ او ځينې مستقل شخصیتونه هم په یو شمیر کچو کې د ورته نظر پلوي او یا مشابه طرحو ته عملي کار کوي. ځکه په ډيرو ملي پریکړو کې د نظر تشابه او ورته والی کمزوری ښکاري . که د افغانانو اګاه کتګورۍ دغو حساسو او سرنوشت ټاکونکو مسألو ته له ملي افغاني لېدلوري پام ونه کړي ، ډيره ستره تیروتنه به وشي چې د هغې جبران به بیا په هره بیه ناشونی وي.
له دې کبله د سولي د بهیر، د نړیوالي ټولني سره د مشارکت ، د افغانستان د هر اړخیز انکشاف او سلامت مسألي زموږ ټولو هېوادنۍ چلن ایجابوي!
سلامونه،
دا همهاغه په قرآن کریم کښې ذکر شوي (یاءجوج او ماءجوج ) دي چې غواړي د کاذب کمونیزم له لیارې نړۍ تسخیر کړي.
د انګریز هرمونی پاتېشونکی پوکسټین ! هم تش اسلامي نوم او ډلو څخه د اسلامبربادۍ او کفرآبادي پوچ سیاست لوبوي.
افغانستان کښې موءقت پلویان ېې : ماویستان، ستمیان، جنایتکاران جمعیت-نضوار!، حتی فارسپرست مغول نژادان دي.
خدای دې د حقیقی وطندوستانو، متقي مسلمانانو او سمو مسلمانانو، د پښتنو عوامي غورځنګونو د ځوانانو او مینځلارو پخوانیو ډیموکراتانو او سپیڅلو د ولس خدمتګارانو مل اوسي. آمیییییین.