یکشنبه, مې 5, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد الیکتریک موټر لپاره تر ټولو چټک چارجر

د الیکتریک موټر لپاره تر ټولو چټک چارجر

تاند- الیکتریک یا برقي موټر ورځ په ورځ په نړۍ کې ډېرېږي او د هغو د بېټریو د قدرت او د ژر چارج کېدو لپاره نور ګامونه اخیستل کېږي.

په سویس کې یوې کمپنۍ یو داسې ستر چارجر (لاندې ویدیو) جوړ کړی چې د الیکتریک موټر لپاره ۳۵۰ کیلوواټه برښنا برابروي او د نړۍ تر ټولو چټک الیکتریکي چارجر دی.

د (ABB) په نوم سویسي کمپنۍ ویلي چې تراوسه په نړۍ کې دومره غښتلی او چټک چارجر نه و جوړ شوی.

دا چارجر، چې (Terra High Power DC) نومېږي، له ۸ دقیقو وروسته موټر ته قدرت ورکوي چې ۱۲۰ مایله وچلېږي.دا چارجر ۳۵۰ کیلوواټه برښنا ځان ته برابروي.

د دوی په وینا دا چارجر د ټیسلا، چې د نړۍ تر ټولو مشهور برقي موټر دی، تر سوپر چارجر ۳ برابره چټک دی.

د ټیسلا چارجر ۱۲۰ کیلوواټه او د فولکس واګون چارجر څه باندې ۶۲ کیلواټه برښنا برابروي.

اې بي بي سویسۍ کمپنۍ وايي چې دا چارجرونه به پر لویو لارو او د تېلو په ټانکونو کې نصب کړي.

اې بي بي کمپنۍ تراوسه پورې ۶۵۰۰ چټک چارجرونه په ۶۰ هیوادونو کې نصب کړي دي.

1 COMMENT

  1. دا چارجر باید دومره چټک شي مثلا یو سړی چې په یوه دقیقه کې ۲۰ لیټره تیل موټر ته اچوي او په ۲ نیمو دقیقو کې خواوشا ۵۰ لیټره اچوي د دغه چارجر کار هم باید همدومره چټک شي.‌یعنې دوه الی دوه نیمو دقیقو او نهایت درې دقیقو ته راښکته شي.‌

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب