جمعه, مې 17, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونشګلنه سارا څنګه جوړېږﺉ؟

شګلنه سارا څنګه جوړېږﺉ؟

مزمل ما ما پاتې و، هغه هم درې میاشتې د مخه په سرطان و مړ، نو ګویا نوره د دوشي نه تمه لنډه بویه. پلار یې چې په ر ښتیا مې میرنی ماما و. کالونه د مخه عربستان کې ومړ. چې حبیبیه کې وم، هر کال به مې دوه ځلي، خان آباد ته د تګ او راتګ په وختونو کې لېده. سپرلیو به خامخا دوشي کې مړۍ خوړله. ما به د دوشي لنډکی بازار د سید ملا ماما پسې لټاوه چې کوم دوکان کې به ناست وي. دوشي هم لکه د ترکستان نورې پښتنې سیمې، شولګره ده. لکه  د اوزبکو او تاجکه وچې د شولو کښت نه خو ښېږي، للمې ته زور وهي، ددوشي همدا شولګره سیمه د اوغان دوشي په نامه یادېږي. خدای خبر چې بابا ماما څه لېدلي وو چې د لته یې د دووسیندو ترمینځ چې ده ورته بین النهرین ویل، اړولي وو. سید ملا ماما دې خدای وبښي په چوپه خوله به یې د زرک ښوروا را ته  وغوښت، بیا به یې موټر ته بوتلم یا به یې هغه رستوران ته چۍ موټروان ورکې ډوډۍ ته ناست و. هو ټلي بې هغې هم موټروان ته مفته ډوډۍ ورکوله، خو ماما به خدای پنډوچه مېوه ورته راوړه . توقع دا وه چې موټروان به تر مقصد ځایه پورې ما جنګله کې نه بلکه لومړي سیټ کې کښېنوي.

اوس نه سید ملا ماما و، نه مزمل، نه مدثر، دا کشران یې ما نه پېژندل، ګویا پوړ په پوړ پردي کېدو. ما ته یې د جیولوجي( مځکپېزندنې) یوه عملیه را یاده کړه چې دوی ورته (ډیزر ټي في کېشن) ، مانا بېدیا کېدل، شګه کېدل وايي د شمالي ډنډ کوه صافي کې یې ژوندی مثال د ریګ روان غر دی. د شګې دا غر د خدای په حکم لکه ژوندی ښامار د مېږي په یون همداسې کوز رغړي، شنې مځکې لاندې کوي. خلک وايي دا د خدای قهر دی او په مدار مدر به د شمالي ډنډ د شمالي شګلنه شي. وايي غونډ او غانستان یو وخت سمه او غر شین ډنډ و، وچکالی، د بنیادم د لاس افتونو قتل قتلان، ښکارونو او د جنګونو او ځنګلونو اورو نو، د چنګېز او نورو نړۍ سوزوونکو طاعون لاسونه سره ورکړل. وروستۍ تباهي پاکستان ته د ځنګلونو قاچاقول و. چا بابر باچا خوب کې لېدلی چې کوکې وهي چې مړی یې بېرته ډیلي ته یوسي. یو وخت به افغانستان د قیامت د پاره تر ټو لو غوره میدان شي، چې هګی یې یوه سر کې کېدې، له بل سره ښکاري.پخوا به چې د کا بل د ښار دوړو پسې را واخیستې نو پغمان ته به شوې . په دور بین به دې کا بل کوت چې خړه بړستن یې په سر ویړه وه. دا ځل د پغمان آسمان هم که بړستن نه وي ، په یوه خړ ننګرهاري څادر  پټ و.

د اځل جې وطن ته لاړم یو قسم ته سیاسي رېګستان هم لګیاو په ملک خپرېده. زموږ کلي کې پخوا غیر له پښتنو بل ساکښ نه و، اوس پاس له للمې هزاره ور ښوېېدل. یو وخت  به هغوی د څښاک او به په ژیو او غړکوکې په خره ور خېژولې، اوس یې زموږ شولګرې په جګه بیه اخیستې. اکثر یې له ایرانه راغلی وو، تورې پګړۍ او د ایت الله ګانو قاقمې یې کارولې، دوولس څه کوې چې د شل دېرشو امامانو د نامه سره یې علیه السلام سپرخی کاوه. پخوا په دوی کې ملایان  نه و. حیراني ده چې دا هزاره سنیان وو، هر کال به د پښتنو کلیو ته  راکوز شول، له همدې جو ماتونو نه یې چړیان بېول. اوس یې دلاوډسپیکري آذان غږ رسا تر کلي رار رسېږي. زوی یې مړ کړې د سهارد آذان غړا نګه یې هېڅ ختمېدن نه لري . د معلوماتو له قراره، زیاتره بېرته شیعه شوي دي.دا خویې د ایران د تاثیر خبره ده او که شګې ورېږي په ټول اوغا نستان به وي، خو چې موږ کلیوال یې ځورولو دا تریخ حقیقت و چې للمي هزاره ګانو اوس زموږ مځکې اخیستلې، لکه سېلاب په موږ را بهېدل،  د پیسو په زور یې زموږ هدیرې اخیستۍ. کلیوالو خپلې یو مني پګړۍ په افسوس ښورولې، د ږیرو تارونه یې تاوول چې له مشرقي نه دلته وتښول، له دې ځایه به کوم قبر ته پنا وړي.نوره خو د دې متل خبره وه چې مال تر سر ځار، سر تر ناموسه ،.چې په سړي سخته راشي، د مال خرڅول خوڅه عار نه دی. خو دوه مهمې خبرې ورکې شته. یو خو سل خپلوان ځاییږي، یو پردی نه ځا یېږي  .د میمونې د کلي اوسېدونکی به چې د اکازوی ته د تماکو پاڼه په زغرده نشوه ورکولي څنګه  به  زړه ښه کړي چې پردی بې ستره یا کمحجا به ور باندې پېښ شي. کله به دا زړه و کړي چې ماما، لا لا ورته ووایي چې دا غوا راته په هغې ونې پورې و تړه، دې سخوندر ته دور  بل ور واچوه. بله دا چې د سهارد لمانځه ملا و نه پېژنې، ګاونډي ته کومه ټوکه ورشتۍ نه کړای شې، نو د داسې ژوند دې رنګ ورک کړلی شي. دا څه قسم مجبوري را غلې وه چۍ په خلکو یې هدیرې خرڅولې؟

د ډیزرټي في کېشن یو نقص دا دي چې د سایل خبره. نه یې کمال نه یې جمال شته دی له ژونده سا وتې ده. د شګو به څه ښکلا وي؟ یو بڅری ، لکه بل بڅری. ملي اتحاد ته به ګټه ولري چې مختلف السایز وا لشکل پوزې او سترګې ټولې یک کمان او سره ور ته شي. که د افغانستان ټولې ژبې هم په یوې واوړي، ملي اتحاد به نورهم پسې خوندي شي. خو زه چې فکر ورته کو م، نور به هېڅ و ته شي هسې به  دا نورې ژبې  د ایرانۍ فارسۍ پښو ته ذبح شي او چې وایې ولې؟ نو وايي به چې ډیزر ټی في کېشن همدې ته وايي.


د استاد شپون دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۱۲ د جولای په ۲۱ مه خپره شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب