اسدالله نورزی
هر کال چې د خپلواکۍ د لمانځلو ورځ رانږدې شي نو په ځوانانو کې په پراخه توګه بحثونه راوپاريږي، يو څو افغانستان د يو ناخپلواکه هيواد په توګه معرفي کوي، بل څوک وايي چې خپلواک دی ځکه دلته ازادي شته.
د دوی ډيری يې ازادي او خپلواکي په يو مفهوم وړاندې کوي، په داسې حال کې چې په سياست او حقوقو کې دا دواړه اصطلاحات يو تر بله توپير لري.
ازادي په لغوي لحاظ د چوکاټونو ماتولو ته ويل کيږي يا د تحرک د حالت څخه عبارت ده او په اصطلاح کې د خبرو، فکر يا عمل حق او قوې ته ازادي ويل کيږي.
همدارنګه خپلواکي کله چې يو څه د بهر څخه کنترول نه شي نو دې حالت ته خپلواکي ويل کيږي. يا په خپله اراده د خپل حاکميت د ټاکلو توانمندۍ ته خپلواکي ويل کيږي.
د پرنسيپ له لحاظه د ازادۍ او خپلواکۍ تر منځ توپيرونه:
خپلواکي په نړيوالو حقوقو او بهرني سياست کې يعنې د هيواد څخه د باندې د اعتبار وړ او مطرح ده. خو ازادي بيا په کور د ننه په ملي حقوقو پورې اړه نيسي.
ازادي يو ملي حق ده خو خپلواکي بيا نړيوال او بيروني حق ده.
خپلواکي په حقيقت کې د ازادۍ تشکليونکي ده يعنې همدا خپلواکي ده چې ازادي رهبري کوي
ازادي يو فردي حق دى چې د دولت له لوري تظمينيږي خو خپلواکي د دولت حق ده په نړيواله سطحه چې د نړيوالو حقوقو په واسطه تظمين کيږي.
ډيرى هيوادونه به وي چې خپلواکي به لري خو خلک به يې ازادي نه لري.
همدارنګه ازادي هر وخت مشروطه او نه مکمله وي خو خپلواکي بيا بشپړه وي.
خپلواکي ازادۍ ته زمينه سازي کوي.