دوشنبه, مې 20, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونبیبي سېنډي زموږ له کلي څنګزنه تېره شوه

بیبي سېنډي زموږ له کلي څنګزنه تېره شوه

دا د ګوره زامن توپان ته ښځینه نومونه ورکوي. زه مجبورېږم چې د لطیف بابی نومښود وګورم چې که کوم لایق پښتو انډول ورته پیدا کړای شم. دا وروستی بیبي سینډي نومېږي، مانا شګلنه. زیار استاز به یې خامخا چیژنه ونوموي، دلیل به هم د هغه شپانه راوړي چې نه یې مونده، خو چې پیدا یې کړه بیا یې مخ ورنه اړاوه چې چیژنه ده.

د ټلوېژیون امر ته به څوک ټینګ شي؟ درې کارتنه بوتلي اوبه، شپږ اووه لاسي بجلۍ، په درځنو مختلف السایز(د زیار په وینا، اروړه) بېټرۍ، شل دېرش قسمه خوراک چې تیار پوخ شوي، په ډبلیو کې خوندي دي، دا ټول مې د شودیارې په خره بار کړل (ما شومان زما کپړی موټر د شودیارې خربولی چې کېلیانې یې د ټولو سره شته) . بس نو د یوې اونۍ شومه برابره شوه. کړکۍ مو په سکاچ ټېپ او مېخونو ټیګې کړې. بچیانو قسم قسم کمپیوټري لوبې دلۍ کېښودې چې سات پر تېر کړي. ما ورته ونه ویل چې په اوله دړه که به برق لاړ شيږ نور نو  ورته کښېناستو، غوږونه مو څک کړل چې د بيبی شګلنې ټکه به کله رالوېږي.

تلویزیون کې اوباما لګیا و تورې شونډې یې پړپولې چې زیاتي کمپاین بس دی چې د سینډي ورانۍ ته تابیه ونیسو. رامني هم ، د شګو وه، که د کوم خوراک بوجۍ په شا، د سره صلیب دفتر ته جونګی جونګی کېده. یوه زوی مې ویل چې که دا ورځ په افغانستان راشي، کرزی به ځان د ارګ  اتم لمبرقصر کې پټ کړي. بل زوی مې چې شاعري هم کوي هغه دوه سوه و کیلان یاد کړل چې عربستان ته تللي، او ویل یې چې سینډي خو شګلن ته وايي ٍوګوره چې هلته باد والوزي او وکیلان له یو مخې د شګو لاندې کړی. بیا خپلې خبرې خوند ورکړو زیاته یې کړه چې د سعودي باچا خو جادو ګر دی، هغه به جارو تیاره نیولې وي چې والوزي. بس کیسې وې، خندا او ټوکې وې، خو زه تشناب ته د دوی د تګ راتګ له فریکوېنسۍ(پرله پسې ځغاستې، زیار) نه پوهېدم چې خندا یې هم د بدې ورځې ده.

برق لا نه وتللی، نو مې مېرمنې او لوڼو ښایسته پولاو جوړ کړ. چا غږ کړ چې دا مو وروستی ناری دی، بېدرېغه یې خورﺉ، خو نورو ژبون وهلو ورته  ونه خندل.

نه، لس یوولس، چې شپه پخېده، بچیان یو یو پاڅېدل، اسویلي یې  اېستل، ټالۍ یې خوړلې، خپلو د خوب خونو ته روانېدل. ما اومېرمنې هم اتلس رکعته عربيٍ واژې ادا کړې.(عربي واژې د کابلی پرچمي په هغه مقاله کې راغلي چې د قهارعاصي په مرګ یې لیکلې وه او وايي: مادرش درحالېکه واژه های عربي بر زبان مېراند، خاموشانه مې ګریست.نو اوس موږ ملګري  کله سره وایو چې ستاسو مرکه خوږه ده خو زه به څو رکعته عربي عربي واژې ووایم).

واژې مو ښه په اخلاص وشرنګولې. مېرمنې مې چې زړه یې د مرغۍ دی اوښکې هم ورسره تویولې. فکر به یې کاوه چې  بیبي شګلنه مو نن شپه خامخا په مساپرۍ کې لاهو کوي، نو یوه نېشتوکې توښه خو چې راسره وي.

 سهار مې مېرمن تر ما دمخه له خو به راپاڅېدلې وه، زما بړستن یې وښوروله، نارې یې کړې،«سړیه دا آسمان خو داسې شین دی لکه زما زړه.» ما یوه سترګه پرانستله،» لکه چې ستا اوښکې هسې توی لاړې.»

له هغې درې ورځې تېرېږي، اوباما رامني بیا لګیا دي په جنګ کې نرخ مالوموي. د مړو شمېر نن اتیاو ته ورسېد، نیویارک داسې دی لکه د غزني زوړ بالاحصار. توران دي او سپینان چې تورې یې راښکلي، یهودان دي چې د اسهامو د وران بازار (وال سټیټ) په دېوالونو داسې ژاړي لکه د اسراییلو په ژړندوکی دېوال چې سرونه وهي او نارې سورې کوي.

هغه خوار شوی وز چې ما او حاجي د قربانۍ د پاره څملولی و، نن به په داش کې ورتېږي. حاجي په تلفون کې را ته وویل: فانصرنا علی القوم الکافرین.


دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۱۲ د نومبر په ۲ مه په تاند کې خپره شوې وه.

1 COMMENT

  1. یره شپون صاحب الله ج دې بې پوښتنې وبښه خو دا لیکنه مې کاشکې تر لمانځه وروسته لوستې وای????

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب