دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد سپوږمۍ تندر نیول| اغا ملوک سهار

د سپوږمۍ تندر نیول| اغا ملوک سهار

اوس سپوږمۍ په مکمل ډول تندر نيولې (خسوف) ده، بل وار چې يې دومره اوږده تندر نیسي. سل کاله به وروسته وي، موږ به نه يو?? ټکنالوژۍ به خورا لوړه وي، ممکن د انسان يو نسل مريخ يا بلې سیارې او یا بل ستورې ته تللی وي،ممکن له فضایې موجودات سره اړیکې وي، خو په دي خاورينه ځمکه کې به انسانان دي شپې ته زموږ غوندې ناست وي، ممکن د چا زامن وي ، د چا لمسيان وي، يا د چا به يوازې نوم ياديږي يا د چا به هيڅ نښه نه وي خو د نن شپی ناست کسان به ټول نه وي، خاروې به يې حتا هډوکي يې?
دا ځمکه ده چې د يو ستورې وړه سياره او څه باندې ۴ میلیارده کاله عمر لري، دا ستوری بيا د يو کهکشان د میلیاردونو ستورو څخه یو ستوری دی، چې ددي کهکشان له مرکز نه ۲۷۰۰۰ نوري کاله لیری فاصله، په یوه څنډه کې پورت دی.
زموږ همسایه کهکشان آندرومدا نوميږي.
دا کهکشان بیا د بې شمیرو کهکشانونو له ډلې يو کهکشان چې د هستي يو بڅرکی او ټول کهکشانونه چې ۱۴ ميليارده کاله مخکې د يوي لويې چاودنې(بيګبانګ) په ترڅ کې رامنځته شوې، ممکن ډيرو ته پوښتنه وي انسان ددي په اړه څه پوهيږي؟ خو قوي دلايل دا چاؤدنه چې هستي ترې رامنځته سوي تاييد وي او اسلام هم دا تاييد و،سته دلايل لکه هيليوم غاز او له چاودنې پاته راډيويي سګنالونه، خو دا ټول کهکشانونه  په یو نامعلوم لور روان دي.
واقعيت دادی چې په دي مقیاس کې انسان خورا کوچنی او ډیر لږ عمر لری چې ډیر د کمي او ناتوانې احساس راته ودریږي??
د دې هستي په اړه زموږ پوهه هيڅ ده، تر اوسه لا له بې شميره پوښتنو سره ژوند کوو، ممکن ددې هستي په ميلياردونو ستورو کې نور تمدنونه وي حتا تر انسانانو ډير پرمختللي؟ ممکن زموږ انسانانو په ژوند کې لاسوهنه کوي…؟ زموږ ننی ټکنالوژۍ زموږ ضعف هم ښیې چې انسان په دي دومره لويه هستي کې دومره ضعیفه ده چې تراوسه د خپل ستوري يوې بلې سيارې ته نسي تللاي، د ژوند شرایط، عمر  يې خورا نازک او لنډ دي،  د نورو په اړه نه پوهیږم خو ممکن زه له ډیرو پوښتنو سره مړ سم ځکه زه ځواب غواړم، خو فکر نه کوم په دي امکاناتو او لنډ ژوند دي دا ځوابونه وموم.
آغاملوک سهار

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب