یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونیوه تېروتنه | استاد سعدالدین شپون

یوه تېروتنه | استاد سعدالدین شپون

چې بیا مې څوک وردګ ملامت نه کړي چې موږ یې داسې نه بلکه داسې بولو، نو یو بل متل چې په ګنانګارو غوږو مې د یوه اصیل وردګ نه اورېدلی چې ابا خپل زوی ته ویلي، دا دی: تور ته ګونډې ښې وهې، کار ته دې ملیا ماته ده.

دا د ځانه پورې وایم چې نورو ته ښه بړبړ لګیا یم خو چې خپله یې لیکم ، د ملا عمر د سمڅو کدر سوړې په کې وي. هفته مخکې مې د پزل نور په ماتم څه لیکلي و. هلته مې زیار او پزل نور د شینوارو د هسکې مېنې بللي وو. کوټوال یار دې خیر وېسي چې د دواړو اصلی ټاټوبی یې راوښود.  ما د هسکې مېنې بللي وو او ښايي د ماغزو لاندې ګوټ کې (لا شعوري ډول) ما غوښتل چې د هسکې مېنې توری وکاروم. د دې لېوالتیا دلیل به دا و چې  (ده بالا) پاړسي توری و . نور صیب خدای بښلي د زیار صیب په عکس هسکې مېنې ته ده بالا ویل.

زه په دغسې تصحیح خوشاله کېږم. ما تراوسه نه ده بالا لېدلې نه هسکه مېنه، نه رودات او نه کوټ. نه مې د پښتونخوا نور ځایونه سم کتلي دي. د خوګیاڼو کودیخل مې چې زما مورنی کلی دی تش یو ځلي لېدلی هغه هم  د خپل ټر نیکه، ګل بابا د زیارت د پاره. هلته هېچا تر هغې ونه پېژدلم چې شجره مې ورته بیان کړه. بیا یې خپل کور ته بوتلم چې موږ ماڼۍ بلله او تشه توره کنډواله وه. د داسې یوې مځکې پښتون یم چې د ټلوالې مشران مې لا هم ورکې مهاجر بولي، مانا د اوزبکو او تاجکو انحصار یې ګڼی. خو که همدا خلک چې اوس یې د مهاجر په نامه کړو ، نه وای ورغلي اوس به یې هم د لوخو په ځنګلونو کې خنځیرانو خوکمنډ کاوه. همدا اوغان سپل پای و چې د افغانستان د غنمو، وریژو، مېوو دانو کندو یې ترې ساز کړ.(زما په کتاب ګوټي، د بنګي غاړه کې د دې ټولو تفصیل راغلی)

له پلرونو مې اورېدلي چې هلته یو څو ګرګې(شخصیتو نه) وې، یو شېرخان خروټی، بل محمد ګل  مومند، چې همدا سپل پایان یې دې خوګ درې ته دد کړل او د همدوی په همت یې دا مشهور متل چې مرګ مېخواهي فندوز برو  په مرد مېخواهی قندوز برو بدل کړ، او که نه د کاڼي کرښه ګڼل کېده چې له هندوستانه چا زر نه دي را وړي،. له ترکستان سر.

ډېر وروسته، هلته برسېره په مادي غنا، کلتوري شتمني هم راغله چې صدیق پسرلی او سلیمان لایق یې ژوندي مثالونه دي. احساس صیب هم په مزار کې د همدې کچې دی. زه خوار هم په دې نیشتوکي قلم ، ځان د همدې ډلې افتخاري پیرو غړی ګڼم.

اصل کې د زړبودتیا کسر دی چې ما خبره د پزل نور د ځای ځایګي کوله او ایسته را نه شواړه شوه. زه د کوټوال آشنا د تبصرې منندوی یم .خو یوه بل آشنا زما په بلې لیکنې تبصره کې ویل چې له حجه زه راغلم خبرې یې ته کوې سمه اصطلاح نه ده. بل بیا وایی ماشوم یې په ډوډي سپور کړ غلطه وینا ده باید داسې وای چې ماشوم یې په ډوډي کړ. دا تبصرې به سمې وي خودومره  مهمې نه دي،  بیا هم ترې مننه.


د استاد شپون دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۱۲ د نومبر په ۲۸ په تاند کې خپره شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب