جمعه, مې 3, 2024
Homeروغتیازیړی عوامل او درملنه يې | ژباړن: ډاکټر محمد اجمل درمان

زیړی عوامل او درملنه يې | ژباړن: ډاکټر محمد اجمل درمان

زېړی يا Hepatitis اصلاً د ځيګر التهابي حالت ته ويل کيږي چې ډېری وختونه په وايروس د اخته کېدو له امله رامنځته کيږي. ځينې نور عوامل هم شته چې د ځيګر د التهاب او زېړي سبب ګرځي لکه autoimmune يا د بدن د فاعي سيستم په وسيله د ځيګر د حجراتو تخريبېدل، ځينې درمل خوړل، زهر او الکول.

ځيګر د بدن مهم غړی دی چې خيټې د ښي اړخ علوي (پاس) موقعیت لري او ګڼ شمېر حياتي دندې سر ته رسوي چې د بدن په ميتابولېزم اغېز لري.

  • د Bile په نوم شين رنګه مايع توليد چې په وړو کولمو کې د شحم په هضم کې مرسته کوي
  • له بدن څخه د زهرجنو موادو فلتر کول
  • د Bilirubin اطراح، بيلوروبين زېړ رنګه مرکب دی چې د ملا په شمزيو کې اوسپنه تجزيه کوي.
  • کاربوهايدريټ، شحم او پروټينونه تجزيه کوي
  • د ګلايکوجن او A, D, E ا و K ويټامينونه او منرالونه ذخيره کوي
  • د وينې پروتين سنتيز ترسره کوي لکه البومين پروټین
  • او د وینې لخته کوونکي عواملو سنتيز ترسره کوي.

د زېړي ډولونه

د ځیګر التهاب يا زېړی په A, B, C, D او E ډولونو وېشل شوی دی چې هر ډول يې د يو ځانګړي وايروس په وسيله  رامنځته کیږي.

Hepatitis A

هغه زيړی دی چې عامل يې Hepatitis A وايروس دی او پرې د اخته کس لخوا د استعمال شويو خوړو، اوبو او غايطه موادو سره د تماس په نتيجه کې له يو کس څخه بل ته انتقاليږي.

Hepatitis B

هغه زېړی دی چې عامل يې د Hepatitis B وايروس دی او د اخته کس د بدن د مايعاتو لکه وينې، مهبلي ترشحاتو او د سپرم په وسيله بل کس ته انتقاليږي. همدا ډول د اخته کس په وسيله د استعمال شويو پيچکاريو د استعمال، له اخته کس سره د جنسي مقاربت او د اخته کس د لوازمو په استعمال سره د بل شخص د اخته کېدو امکان ډيرېږي.

Hepatitis C

هغه زېړی دی چې عامل يې د Hepatitis C وايروس دی او د اخته کس د بدن د مايعاتو لکه وينه، مهبلي ترشحاتو، سپرم، له اخته کس سره جنسي مقاربت، او د اخته کس په وسيله د استعمال شويو پيچکاريو د استعمال څخه له يو کس څخه بل کس ته انتقاليږي.

Hepatitis D

هغه زېړی دی چې د دلتا يا Delta hepatitis په نوم هم ياديږي. دا د ځيګر لپاره تر ټولو خطرناکه ناروغي رامنځته کوي چې عامل يې Hepatitis D وايروس دی. دا زيړی د اخته کس له وينې سره د مستقیم تماس په نتيجه کې انتقاليږي. Hepatitis D يواځينی وايروس دی چې له Hepatitis B وايروس سره يو ځای انکشاف کوي او د ځيګر التهاب رامنځته کوي.

Hepatitis E

دا د waterborne disease ناروغيو (هغه ناروغي چې د مايکرو اورګانيزمونو په وسيله رامنځته او د اوبو په وسيله انتقاليږي.) له جملې څخه دی چې عامل يې hepatitis E virus دی. دا وايروس په عمومي توګه په هغه سيمو کې پيدا کيږي چې د روغتيا کچه يې ټيټه وي. یعنې په هغه سيمو کې زيات پيدا کيږي چې خلک يې د حاصل اخيستلو لپاره په پټيو کې غايطه مواد کاروي او د چټلو اوبو په وسيله يې اوبه کوي.

له وايروس پرته هغه نور عوامل چې د زېړي سبب کيږي

  • الکول او زهري مواد

له حد زيات د الکولي مشروباتو استعمال د ځيګر د زيانمنېدو او التهاب سبب کيږي. الکول په مستقيما توګه د ځيګر حجرات زخمي کوي چې د وخت په تېرېدلو سره د خطرناکو ناروغيو سبب کيږي لکه د ځيګر سوري کېدل، په سمه توګه د ځيګر وظايف نه ترسره کول او داسې نور.

  • Autoimmune يا د بدن دفاعي سيستم په وسيله د بدن د نورو حجراتو تخريبېدل

په ځينو حالاتو کې د بدن دفاعي سيستم پخپله د بدن په حجراتو بريد کوي او له منځه يې وړي لکه په د ځيګر حجراتو تخريبېدل د بدن د دفاعي سيستم په وسيله چې په دې حالت کې د ځيګر دوامداره التهاب يا زېړی رامنځته کيږي.

د زېړي مهمې نښې

Common symptoms of hepatitis

په زيړي اخته ډېری کسان ډېر خفيف علايم لري يا حتی هيڅ يې علايم نه ښکاري. د زيړي نښې په دوه ډوله معلوميږي.

لومړی Acute يا حاد زيړي دی چې په مهمو نښو کې يې اسهال، ستړيا، اشتها کموالی، مړه تبه، د مفاصلو او عضلاتو دردونه، زړه بدوالی، نس درد، استفراق او وزن کمېدل راځي.

دويم chronic hepatitis دی چې د ځيګر د کم کارۍ، د جلد او سترګو زيړوالي، سفلي اطرافو کې د تورم او پړسوب رامنځته کېدو، ګنګسيت او په غايطه موادو کې د وينې تللو سبب کيږي. ځينې نور علایم يې د تشو متيازو خړ رنګه کېدل، د پوستکي حساسيت، د پوستکي خارښ او د سترګو او ژبې زيړوالی دي.

هغه کسان چې په کرونيک زېړي لکه hepatitis B او hepatitis C اخته کيږي نو په لومړيو وختونو کې يې په بدن هيڅ نښې نه برسېره کيږي، خو کله چې د ناروغ زېړی تخريب کړي؛ بيا يې په بدن کې ځينې نښې څرګنديږي.

د هر ډول زيړي تشخيص د وينې، د ځيګر وظايفو، التراساونډ او د ځيګر د بايوپسي معايناتو له لارې ترسره کيږي.

د زېړي درملنه

د زيړي درملنه د زېړي د ډول پورې تړاو لري چې په لاندې ډول ښودل کيږي.

Hepatitis A

دا ډول زېړی معمولاً درملنې ته اړتيا نه لري ځکه د لنډ مهال ناروغي ده او د استراحت کولو په نتیجه کې په خپله له منځه ځي. که چيري په دغه ډول زيړي اخته کس استفراق او اسهال هم درلود نو بيا ډاکټر ته يې تلل اړين دي. همدارنګه د دې ډول زيړي واکسين په روغتونونو کې پېدا کيږي چې له يو کلنۍ تر يو نيم کلنۍ پورې کوچنيانو ته تطبيق کيږي. همداراز لويان هم کولی شي چې د دې ډول واکسين د تور زيړي (hepatitis B) له واکسين سره يو ځای تطبيق کړي.

Hepatitis B

د بي حاد هيپاټايټيس (Acute hepatitis B) ځانګړې درملنه نه لري. خو Chronic hepatitis B بيا د انتي وايرل درملو په وسيله تداوي کيدای شي. د دغې ډول زيړي درملنه مو ممکن زيات تاواني کړي ځکه ډېری وخت مياشتې او کلونه په بر کې نيسي. د دغه ډول زيړي درملنه ځانګړي مراقبت ته اړتيا لري، ډاکټر بايد هر وخت ناورغ معاينه کړي او وګوري چې آيا د زيړي په وايروس درملو اغېز کړی دی که نه؟

همدا ډول د واکسين په ذريعه هم د تور زيړي درملنه کېدلی شي چې کوچنيانو ته د عمر په لومړيو شپږو مياشتو کې په درې دورو کې تطبيق کيږي.

Hepatitis C

د سي هيپاټايټيس دواړه ډولونو (Acute & Chronic Hepatitis C) درملنه د انتي وايرل درملو په وسيله ترسره کيږي. خو هغوی چې په حاد هيپاټايټيس سي (Acute hepatitis C) باندې اخته وي؛ درملنه يې په ځانګړې وايروس ضد درملو په وسيله نه ترسره کيږي بلکې د بېلابېلو انتي وايرل درملو له کارولو وروسته د هغه وايروس ضد درملو په وسيله کيږيت چې د ناروغ د بدن وايروس باندې اغېز وکړي.

خو هغوی چې په (Chronic Hepatitis C) باندې اخته وي؛ نو په ډېری وختونو کې يې ځيګر په بشپړ ډول له منځه ځي او بايد چې ځيګر ورته بدل شي. تر اوسه د hepatitis C درملنې لپاره هيڅ واکسين نه دی جوړ شوی.چ

Hepatitis D

په اوس وخت کې د دې ډول زيړي د درملنې لپاره انتي وايرل درمل نه توصيه کيږي. ځينې وختونه د alpha interferon په نوم درمل ورته توصيه کيږي خو د دې درملو اغېز ‌ډېر کم دی او يواځې له ۲۰ تر ۲۵ سلنه ناروغانو يې ښه نتيجه ورکړې ده. د Hepatitis D درملنه د hepatitis B (تور زيړي) واکسين په وسيله هم ترسره کيدای شي.

Hepatitis E

د اوسمهال لپاره د دغه ډول زيړي درملنې لپاره هيڅ درمل په لاس کې نشته ځکه په دغې ناروغۍ اخته کېدل ډېری وخت Acute يا حاد وي او د حاد زيړي درملنه ځانګړي مراقبت ته اړتيا لري. هغه ناروغان چې په دغه زيړي اخته وي بايد کافي استراحت وکړي، کافي اندازه مايعات وخوري، سالم خواړه وخوري او له الکولي مشروبات ځان وساتي. همداراز که چيري حامله ميرمنې په دغې ناروغۍ اخته وي نو بايد د ډاکټر تر کلک مراقبت او سانتې لاندې وي.

Autoimmune hepatitis

Autoimmune: هغه حالت ته ويل کيږي چې په کې د بدن دفاعي سيستم د يو شمېر عواملو له امله په خپله پر بدن بريد کوي او حجرات يې تخريبوي. د بدن دفاعي سيستم په نورمال حالت کې د ميکروبونو، بکترياوو او وايروسونو سره مقابله کوي او له منځه يې وړي. خو په ځينو حالاتو کې بيا د بدن همدغه دفاعي حجرات چې بيا ورته autoantibodies په خپله د بدن پر حجراتو بريد کوي د بدن د حجراتو د تخريب سبب کيږي.

په Autoimmune hepatitis کې هم د ناروغ بدن دفاعي حجرات د ځيګر په حجراتو بريد کوي او د زيړي د رامنځته کېدو سبب کيږي. د دغه ډول زيړي په لومړنۍ درملنه کې Corticosteroids درمل لکه prednisone او budesonide مهم رول لري. دغه ياد شوي درمل کابو ۸۰ سلنه په خلکو مثبت اغېز لري.

د زيړي مخنيوی

زيړی خطرناکه ناروغي ده او مخنيوی يې هم ستونزمن کار دی، په همدې لحاظ خلکو ته توصيه کيږي چې د دغې ناروغي په مقابل کې بايد وقايې ته ډېره پاملرنه وکړي.

د hepatitis A مخنيوی:

دغه زيړی ډېری د زيړي په وايروس ککړو خوړو او اوبو په وسيله انتقاليږي. د مخنيوي لپاره يې بايد

  • له تشناب څخه راوتلو وروسته بايد لاسونه په پاکو اوبو او صابون پرېمينځل شي
  • په بشپړ ډول پاخه شوي خوړل بايد وخوړل شي او له نيم پخته او اومه خوړو ډډه وشي
  • معدني پاکې يا اېشول شولې پخې اوبه بايد وڅکل شي
  • يواځې هغه مېوې بايد وخوړل چې پوستکی ترې ايستل کيږي
  • بايد پاک مينځل شوي سبزيجات او سلاد بايد وخوړل شي
  • له ککړېدو يا ککړ ځای ته له تللو وړاندې بايد د زيړي واکسين وشي

hepatitis B مخنيوی:

  • په دغې ناروغۍ له ککړ شخص سره له کوروالي بايد ځان وساتل شي او يا د کوروالي پر مهال بايد له کانډوم استفاده وشي.
  • له ککړو پيچکاريو ډډه کول او له نوې او پاکې پيچکارۍ څخه بايد استفاده کول
  • د نورو له غاښونو برس، ږيري ماشين، مانيکور لوازمو او ورته لوازمو د استعمال څخه بايد ډډه وشي
  • د تور زيړي واکسين بايد تطبيق شي

د hepatitis C مخنيوی:

  • د دغه ډول زيړي انتقال د ناروغ د بدن د مايعاتو لکه لاړو، متيازو، وينې او سپرم په وسيله ترسره کيږي. د مخنيوي لپاره يې بايد

  • د نورو له غاښونو برس، ږيري ماشين، مانيکور، آرايش او ورته لوازمو د استعمال څخه بايد ډډه وشي
  • له الکولي مشروباتو څکلو بايد ډډه وشي
  • د مخدره توکو له استعمال بايد ډډه وشي

په ټوله کې ويلای شو چې A او C هيپاټاټيس د استراحت او روغتيايې مراقبت په وسيله د درملني وړ دی خو د B هيپاټايټيس (تور زيړی) يواځې د واکسين او درملو په وسيله د درملنې وړ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب