شنبه, اپریل 20, 2024
Home+د تولستوۍ ژوند او اند | ژباړن: محمد عزيز پردېس

د تولستوۍ ژوند او اند | ژباړن: محمد عزيز پردېس

لف نيٍکلايويچ تولستوی د ۱۸۲۸ کال د سپټمبر په نهمه د روسيې ياسنايا پالينا سيمه کې وزېږېد.

تولستوي د روسيې سياسي – ټولنيز فعال او د روسيې د معاصر تاريخ د نوموتيو ليکوالانو څخه دی.

    د تولستوی د جګړې او سولې او اناکانينا اثار د نړۍ د داستاني ادبياتو د شهکارونو څخه بلل کېږي. تولستوی د روسيې په خلکو ډېر ګران دی او د هغه د يادښت او احترام لپاره طلايي سکه هم ضرب شوې ده. تولستوی په خپل ژوندانه کې نړيوال شهرت درلود، خو ده ساده ژوند غوره ګڼه.

تولستوی د ۱۹۱۰ کال د نوامبر د مياشتې په شلمه، د ۸۲ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې او په خپل پلرني ټاټوبي کې خاور ته وسپارل شو.

د تولستوی غوره او په زړه پورې خبرې:

ـ دا ادعا چې ګواکې حکومت د خلکو استازيتوب کوي، پوچه او باطله ادعا ده.

ـ په دې نړۍ کې د مطالعې په څېر بل هېڅ څه خوند نه لري.

ـ مينه وکړه، چې د هرڅه په خوند پوه شې.

ـ لوړ او ښه خلک هېڅکله نه مري، ځکه چې د هغوی قبرونه د راتلونکو نسلونو زړونه دي.

ـ زده کړه د دې لپاره کوو چې عمل پرې وکړو.

ـ نيکي هرڅه ته ماتې ورکوي، خو خپله هېڅکله هم نه ماتېږي.

ـ انسان يوازې د نېکۍ کولو لپاره پيدا شوی دی.

ـ پرته له دې چې وپوهېږو، چې څوک يو او د څه لپاره دلته اوسېږو، نو ژوند کول ناممکن دي.

ـ بشر چې تر هغه وخته ژوند ته د يو سپېڅلي څيز په توګه باور ونه لري او خپلو همنوعانو ته د ورورۍ په سترګه ونه ګوري نو د نورو ژوند به تباه کړي.

ـ د خلکو ترمنځ هېڅ څه نشته مګر هغه دېوالونه چې دوی خپله رامنځ ته کړي دي.

ـ ټول غواړي بشريت ته بدلون ورکړي، خو هېڅ يو هم د خپل بدلون په اړه فکر نه کوي.

ـ بشريت په ظاهر کې نه، بلکې په باطن کې دی.

ـ تر ټولو بدې او خطرناکې کليمې دا دي: ( ټول همداسې دي )… .

ـ مينه قيمتي کاڼی دی، خو که عزت ورسره وي.

ـ لوړ هنري اثار ځکه لوړ دي چې د پيدا کېدو وړ او د پېژندلو وړ دي.

ـ شوق او د دننه هيجان، يوه انساني غريزه ده.

ـ انسانان نشي کولی چې يوازې او د خپل ځان لپاره ژوند وکړي، دا مرګ دی، نه ژوند.

ـ د فاتحينو لپاره انظباط اړين دی.

ـ دا چې خلک ادعا کوي چې ګواکې مونږ د غوسې په حالت کې د خپلو کړنو څخه بې خبره يو، دا يوه پوچه او تشه ادعا ده. زه په داسې حالاتو کې په هرڅه پوهېږم او د يوې شېبې لپاره مې هم خپل هوښياري له لاسه نه ده ورکړې.

ـ هغه انسانان چې د ژوند په حساسو شېبو کې د خپلو کړنو د بررسي کولو توانايي لري، نو هغوی ـغښتلې ارادې ته لار پیدا کوي.

ـ د مطالعې پر مهال کولی شو په زير سره فکر وکړو.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب