یکشنبه, مې 5, 2024
Homeروغتیافایبر لرونکې مېوې او پر بدن یې اغېزې/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

فایبر لرونکې مېوې او پر بدن یې اغېزې/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

روغتیایي څېړونکي وایي، هغه عمر خوړلي کسان چې له فایبر لرونکو مېوو ګټه اخلي، ډېر لږ د اوریو پر ناروغۍ اخته کېږي او غاښونه یې روغ وي.

دوی پر ګڼ شمېر کسانو څېړنه کړې ده چې په ورځني ډول یې په هره غذایي وعده کې فایبر لرونکي خواړه او مېوې کارولې. د څېړنو پایلو ښودلې چې دې چارې په عمر خوړلو کسانو کې ۳۰ سلنه د غاښونو د له منځه تلو مخه او د اوریو د ناروغيو مخه نیولې ده.

څېړونکی پلاوی وایي، د غاښونو د له منځه تلو لپاره تر ټولو غوره مېوې مڼې، الو او کېلې دي. دوی وایي د دې لپاره چې عمر خوړلي کسان روغ غاښونه ولري باید په هره غذایي وعده کې لږ تر لږه ۲،۵ ګرامه فیبر واخلي. پر مېوو سربېره ځینې سابه او حبوبات هم کولی شي د غاښونو د روغتیا لپاره ګټور تمام شي.

څېړونکي وایي ډېرې لږې مېوې او سابه دي چې د غاښونو د روغتیا لپاره ګټور دي چې له دې جملې پورته ذکر شوې مېوې ۱۴ سلنه او سابه ۵ سلنه کولی شي د غاښونو د خرابېدو مخه ونیسي.

د شمېرو پر اساس په سلو کې ۱۰ امریکایي سپین ږيري د اوریو د وینې کېدو پر ناروغۍ اخته دي. دغه شمېرې بیا په عمر خوړلو کسانو کې چې عمرونه یې له ۷۵ کلونو پورته وي، شل سلنې ته رسېږي.

تازه مېوې تر ټولو ګټور خواړه دي چې د بدن د اړتیا وړ ټول معدني مواد پکې شتون لري. تازه مېوې په زیاته کچه معدني مواد لکه کلسيم، پوتاشیم، اوسپنه او د بدن د اړتیا وړ نور ويټامینونه لري چې هر یو یې د بدن لپاره حیاتي ارزښت لري.

هغه چې ناروغان دي، معلومه خبره ده چې د معدني موادو او یا هم د اړتيا وړ ويټامینونو له کمښت سره به مخ شوي وي، کله چې بیا ډاکټر ته مراجعه کوي هغه ده چې د دغو خوړو سپارښتنه ورته کوي.

څېړونکي وایي، د غاښونو لوېدو د مخنیوي لپاره تر ټولو غوره مېوې مڼې، الو او کېلې دي.

دوی وایي، د دې لپاره چې عمر خوړلي کسان روغ غاښونه ولري، باید په هره غذایي وعده کې لږ تر لږه ۲،۵ ګرامه فیبر واخلي. پر مېوو سربېره ځینې سابه او حبوبات هم کولی شي د غاښونو د روغتیا لپاره ګټور تمام شي.

څېړونکي وایي، ډېرې لږې مېوې او سابه دي چې د غاښونو د روغتیا لپاره ګټور دي چې له دې ډلې پورته ذکر شوې مېوې ۱۴ سلنه او سابه ۵ سلنه کولی شي د غاښونو د خرابېدو مخه ونیسي.

د شمېرو پر اساس، په سلو کې ۱۰ امریکایي سپین ږيري د وریو د وینې کېدو پر ناروغۍ اخته دي. دغه شمېرې بیا په عمر خوړلو کسانو کې چې عمرونه یې له ۷۵ کلونو پورته وي، شل سلنې ته رسېږي.

دغه راز د ورځې په اوږدو کې په منظم ډول د مېوې خوړل مو ستړیا له منځه وړي او د خوښۍ احساس درکوي، خو په موږ کې دود دا دی چې د ټولې ورځې مېوه په دوو وختونو کې، یعنې له ډوډۍ وروسته خورو.

د تغذیې د برخې مشهور متخصصین وایي، له ډوډۍ خوړلو وروسته د معدې ټول حجم اشغالېږي، معده ډکه او درنېږي، په دې وخت کې د مېوې خوړل د ګټې پر ځای ستونزې جوړوي، ښه دا ده چې له ډوډۍ یو یا دوه ساعته وروسته مېوه وخوړل شي.

دوی همدا راز وایي چې د ډېری کسانو بدن له ډوډۍ خوړلو وروسته د خوږو خوړو ته اړتیا پیدا کوي، نو اړ دي چې مېوه وخوري، دوی ته سپارښتنه کېږي، د دې پر ځای چې هم یې پر معده فشار نه وي راوستی او هم یې په وینه کې د خوږو یا قندو مېزان ساتلی وي، ښه ده چې د همدې مېوو مربا وخوري.

ډاکټران وایي، د ورځې په اوږدو او بېلابېلو وختونو کې د مېوې خوړل د وینې فشار کنټرولوي، د فکري کار لپاره انرژي تولیدوي او تر ټولو ښه ځانګړنه یې دا ده چې ستړیا له منځه وړي او د زیاتې غوسې مخه نیسي.

په ټوله کې مېوه د بدن لپاره ګټوره ده، خو بېلې مېوې په بېلو وختونو کې خپلې ځانګړې ګټې هم لري، په مېوه کې د بدن د اړتیا وړ ټول مواد په اصلي شکل پیدا کېږي. د بېلګې په توګه، انار چې له خوړلو پرته یې ان په لیدلو د انسان زړه تازه کېږي او د خوښۍ احساس ورکوي. د افغانستان انار د نړۍ په کچه ښه نوم لري، د رنګ او خوند ساری یې نه لیدل کېږي.

انار د زړه ناروغیو، لوړ فشار، التهاب او ځینو سرطانونو، په تېره بیا د پروستات سرطان د درملنې لپاره تر ټولو ښه نسخه ده. انار د فیبر اصلي سرچینه ګڼل کېږي او په زیاته اندازه ويټامین اې، سي، اي، اوسپنه او انټي اکسیدان لري.

د انارو اوبه د پروستیت له سرطان څخه مخنیوی کوي؛ د هغې څېړنې په پایله کې چې په ۲۰۰۶ کال کې تر سره شوه ثابته شوې چې د ورځې یو ګيلاس د انارو اوبو څښل د پروستات پر سرطان د ګڼو اخته کسانو درملنه کړې ده او دغه ناروغي یې تر ټولو لږې کچې ته را ټیټه کړې ده.

د دې برخې څېړونکي وایي چې دا څېړنه په بریالیتوب سره ترسره شوه، خو ښه ده چې په دې برخه کې لا نورو څېړنو ته ادامه ورکړو.

انار د شریانونو د بندښت مخنیوی کوي

په ۲۰۰۴ مېلادي کال کې پر هغو کسانو چې شریانونه یې تنګ شوي وو، یوه څېړنه ترسره شوې او ثابته کړې یې ده چې د ورځې یو ګیلاس د انارو اوبه کولای شي په رګونو کې ان د دریو کلونو مخکني رسوب شوي کلسټرول له منځه یوسي او دغه راز په وینه کې د کلسټرول اندازه کنټرول کړي.

انار هډوکي کلکوي

دا چې انار د هډوکو په پیاوړتیا کې څومره ونډه لري، په اړه یې په ۲۰۱۳ کال کې څېړنه شوې ده. د څېړنو پایلو ښودلې چې انار د هډوکو د پیاوړتیا لپاره فوق العاده مهم دي او نه پرېږدي چې هډوکي پوده او وراسته شي. له دې ټولو سره سره انار د زړه د روغتیا لپاره تر ټولو ګټوره مېوه ده.

انار په خپل ترکیب کې غوړ او کالوري نه لري خو په یوه زیاته اندازه  پوتاشیم او ويټامین سي لري. هغه انټي اکسیدان چې انار یې لري په ښه ډول په وینه کې د کلسټرول پر وړاندې مبارزه کوي. د انارو بله ښېګڼه دا ده چې په بدن کې مړه شوي او تخریب شوي سلولونه له سره رغوي.

د انټي اکسیدان دنده په وینه کې دا ده چې اضافي کلسټرول له منځه وړي، د ازادو راډیکالونو پر وړاندې مبارزه کوي، نه پرېږدي چې وینه لخته شي، کله چې وینه لخته نه شي په رګونو کې په اسانۍ جریان پیدا کوي. انار اسهال کابو کوي، وزن کموي، د وینې د لوړ فشار مخه نیسي او په ټوله کې یې خوراک انسان ته روحي سکون ور بښي. هغه کسان چې په منظم ډول مېوه خوري، د نورو په پرتله یې عمر اوږد، پوست یې ښکلی او خوشاله اروا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب