جمعه, مې 17, 2024
Homeروغتیاشیدې ولې پوستکی ځوان ساتي؟/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

شیدې ولې پوستکی ځوان ساتي؟/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

نن سبا په نړۍ کې ګڼ شمېر ښځې او نارینه خپلې ډېرې پیسې په سینګار توکو لګوي څو ښایسته ښکاره شي او پوستکی یې خراب نه شي؛ خو شيدې بیا هغه څه دي چې هم ارزانه دي او هم پر ښایست سربېره، د روغتیا لپاره ګټورې دي. په شيدو کې شته مواد د پوستکي د زړښت مخه نیسي، ځوان او تازه یې ساتي. په شیدو کې شته لاکتیک اسید د بدن پوستکي ته یو پوښ ورکوي، چې د دغه پوښ ځلا په پوستکي کې د ښایست لامل کيږي. څېړنو ثابته کړې ده، چې په شيدو کې شته ويټامین B12، پروټین او کلسیم د پوستکي د خرابېدو او وچېدو مخه نیسي. تر ډېره په هغه کريمو کې چې د مخ د نرموالي لپاره کارول کيږي، لاکتیک اسید شتون لري چې دغه ماده په زیاته کچه په شېدو کې هم موندل کيږي. دغه راز که په اونۍ کې یو یا دوه ځله د شيدو له ماسک څخه ګټه واخیستل شي، له وخت مخکې د زړښت او د مخ د پوستکي د ګونځې کېدو مخه نیسي. دغه راز که په ورځني ډول یو ګيلاس شیدې وڅښل شي، د روغتیا لپاره ګټورې دي، غاښونه، نوکان او وېښتان هم روغ ساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب