دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکلتورسینماټایګر زنده هې | عبدالصمد حدید

ټایګر زنده هې | عبدالصمد حدید

دا د سلمان خان هغه فلم دي چې نوموړي ادعا کړې وه چې د تیر فلم ټیوب لایت د ناکامي غچ به پکې اخلي.

د بالیووډ سینما د وتلې څیرې سلمان خان ټایګر زنده هې فلم په ۲۲ دې ډیسمبر بازار ته راغلوفلم د لیدونو له تود هرکلي سره مخامخ شو،اود سلمان خان د مینوالو تنده یې هم ماته کړه، ددې تر څنګ نومړي فلم ریکاردونه هم جوړ کړل.

د فلم تریلر چې د نومبر په ۷ نیټه بازار ته راغلو په ۲۴ ګړیو کې ۲۹ ملیون لیدونکو پر یوټیوب ننداره کړ، چې تر دې دمه په دغه کچه د کوم بل فلم تریلر نه وو ننداره شوی.

د فلم ډایریکټر علي عباس ظفر دی او تولیدونکی یې بیا ادیتیا چوپړا دی.

د فلم سوژه سیاسي او تبلیغاتي بڼه لري پرداعش باندې را څرخي د فلم کیسه داسې ده، چې ۲۵ هندۍ نرسانې د داعش لخوا برمته کیږي د ابو عثمان د درملنې په خاطر چې د عراقي ځواکنوسره  په یوه نښته کې زخمي کیږي.

د هند مرکزي څارګره اداره (RAW) هڅه کوي چې دغه نرسانې له یادې ډلې وژغوري، خو څنګه او څوک؟

سلمان خان چې د ټایګر په نوم په فلم کې لوبیدلی دغه دنده نوموړي ته سپارل کیږي.

په فلم کې سلمان خان د یوه داسې اتل په څیر راڅرګند شوی، چې په یواځې ځان او له څو تنو ملګرو سره د داعش غوندې خطرناکه ترورستي ډله ماتوي او خپلې برمته شوې نرسانې له دوی څخه آزادوي.

دا فلم د سلمان خان د مخکیني فلم (ایک تا ټایګر) په دوام کې جوړ شوی، د فلم بازار ډیر ګرم دي دغه فلم په اوله ورځ ۳۴٫۱۰ ملیونه روپۍ وګټلې، په دوهمه ورځ ۳۵٫۳۰ ملیونه او په دریمه ورځ ۴۵٫۵۳ ملیونه او په څلورمه ورځ دغه فلم ۳۶٫۵۴ ملیونه روپۍ عایدات درلودل، چې په ۴ ورځو کې په مجموعي توګه ۱۵۱٫۴۷ ملیونه روپۍ دغه فلم وګټلې، چې تر اوسه کوم بل فلم داسې روپۍ په دومره کم وخت کې نه وې ګتلې چې دا ارقام یو بل ریکارډ دی دغه فلم.

د سینما شنونکي په دې باور دي چې یاد فلم به په یوه هفته کې له ۲۰۰ ملیونو په شاوخوا کې روپۍ ګتي، په راتلونکي هفته کې هم کوم فلم بازار ته نه راځي چې داهم د سلمان خان او ادیتیا چوپړا لپاره یو ښه زیری دی، چې فلم به یې نور هم په مسلسل ډول د هند په سینماګانو کې وچلیږي.

دلته د هند په هماچل پردیش ایالت کې  هم په فلم دومره ګڼه ګوڼه وه چې د فلم د لیدو لپاره یوه هفته مخکې د سینما ټیکټونه په آنلاین توګه پلورل شوي وو.

باورونه داسې دي چې ټایګر زنده هې فلم به له ۳۰۰ ملیون څخه زیاتي روپۍ  د هند په داخل کې ګټي، چې دا به دسلمان خان دریم غټ فلم وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب