یکشنبه, مې 5, 2024
Homeروغتیااووه کارونه له خوړلو وروسته مه کوئ

اووه کارونه له خوړلو وروسته مه کوئ

خالد حقمل |

ډیری خلک معمولاً کله چې د شپې ډوډۍ وخوري نو په کټ یا کوچ کې وغزیږي او لږ ارام کوي خو د دې کار په تاوان نه پوهیږي. که تاسې هم دا عادت لرئ نو وډار شئ ! نور ترې ځان وساتئ.

د روغتیا متخصصان وایي چې دا او دې ته ورته عاداتونه د روغتیا لپاره ډیر خطرناک دي چې زه یې درته په دې لیکنه کې د ۷۶ عادتونو په اړه معلومات درکوم.

۱»سګرټ څکول:

سګرټ څکول که څه هم په هر حالت کې زیانمن عمل دی خو ل خوړلو څخه وروسته متصل سګرټ څکول لس ځله مضر تمامیږي. په لسګونو څیړنو دا په ډاګه کړې چې تر خوړلو وروسته سګرټ څکونه نسبت د خوړلو څخه پرته یو کس ته لس ځله زیات زیان رسوي. نو غوره دا ده چې سګرټ څکول بس کړئ او که ممکنه نه وي نو بیا یې په خوړلو پسې مه څکوئ.

۲» ډډه اچول یا ویده کیدل:

تاسې به لسګونه داسې کسان لیدلې وي چې کله خواړه وخوري نو وایی چې یوه سترګه خوب به وکړم یا لږ ارام به وکړم، خو دا عادت ډیر مضر دی ځکه چې کله چې خوراک وکړو نو هغه خواړه چې لا مو هضم شوي نه وي له معدې څخه بیرته پورته راځي چې دا بیا د معدې او نورو ناروغیو د اخته کیدو سبب ګرځي.

۳» شاور اخیستل یا لامبل:

کله چې خواړه وخورئ نو حداقل تر ۳۰ دقیقو پورې مه لامبئ. د متخصصانو هم همدا رایه ده چې باید له خوړلو لږترلږه نیم ساعت وروسته په تړمو اوبو سره ولامبو.

۴» چای څښل:

چای څښل هم لکه د ځینې نشه يي توکو په څیر د یو عادت له مخې د زیاتره خلکو عمل دی چې ګټې یې هم زیاتې دی خو که چای د ډوډۍ په خوړلو پسې دستې وڅښل شي نو مختلفې ناروغۍ پیدا کوي لکه کم خونې، ګنګسیت کمزوري او نور…

۵» تازه میوه خوړل:

د تازه میوو خوراک خو نږدې په ټوله نړۍ کې د ډوډۍ خوړلو څخه وروسته عادت ګرځیدلی دی. ځکه چې تازه میوې بې شمیره ګټې لري. خو راځئ په دې هم پوه شئ چې تازه میوې باید په ډوډۍ پسې متصل ونه خوړل شي. که څه هم د تازه میوو هضم یوازې ۲۰ دقیقي وخت نیسي مګر پرته له کیلې څخه چې د کیلې هضم لږ په سخته سره کیږي. خو بیا هم که د خوړلو څخه وروسته متصل وخوړل شي نو بدن ته تاوان رسوي.

۶» یخې اوبه څښل:

علت یې ډیر واضح دی چې یخې اوبه ولې د خوړلو څخه وروسته څښل نه دې پکار، دا ځکه چې یخ یا یخې اوبه خواړه نه پریږدي چې ژر هضم شي.

۷» جنسي مقاربت:

له ډوډۍ خوړلو وروسته په داسې حال کې چې وینه له خوراک څخه غذايي مواد اخلي، جنسي مقاربت تاوان پېښوي او حتي د زړه د درېدو په شان خطر لرلی شي.

2 COMMENTS

  1. بیا هم د تاند ویپ پاڼې نه نړۍ مننه چې زمونږ د زړه اواز او هغه نظریات چې لرو یې د ولس سره شریکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب