شنبه, مې 18, 2024
Homeمیرمننو ځکه غلې پاتې شوم | مریم علی خان

نو ځکه غلې پاتې شوم | مریم علی خان

د ټایم مجلې پر پښتۍ د جنسي ځورونې پر ضد د پنځه غږ پورته کوونکو شخصیتونو ترڅنګ هغه شپږم شخصیت چې د کورنۍ د رسوایی له ډاره یې یوازې د څنګل انځور د خپرولو اجازه ورکړې، ماته د څو کاله مخکې یوه خبره رایاده کړه:

 په لسم ټولګي کې وم، لکه تل سهار اته بجې ښوونځي ته په رارسیدو مې ملګرو له سره روغبړ کاوه چې د معمول خلاف یوې له ځوړنډو شونډو او تروه تندي سره لاس راکړ او بیرته په خپل ځای کې کیناسته، ما هم د څنګ څوکۍ یې راونیوله او په ټوکو مې ورته وویل:

ډیره مغروره شوې یې، سم لکه د ولسمشرۍ ماڼۍ ویانده.

ویلې نه یار، هسي مې عصاب خراب دي. ماترې د عصاب خرابۍ دلیل وپوښت او دا لګیا شوه:

ــ یو احمق دی، دا څو اونۍ د ښوونځي په لار د کوڅې سر کې دریږي او چې نږدئ شي بیا په چتیاتو سر شي، خو نن یې د بې ادبۍ حد مات کړ… بیخي یې له مکتبه راته زړه تور کړی، سهار چې یې ووینم بیا مې ټوله ورځ خرابه وي….

د هغې پریشان حالت په لیدو مې ورته وویل:  تاسو خو دوه کسه یئ، ورشئ او په زړورتیا ورسره خبرې ورکړئ، ورته ووایه چې د ملګرتیا لپاره یې هیڅ کومه لیوالتیا نلرې او دا رنګه اعمال یی پرته له دې چې د هغه شخصیت راټیټوي هیڅ کومه بله ګټه نه ور رسوي او که بیا یې هم ونه منله بیا خو تاسو دوه او هغه یو.

په داسې حال کې چې ټول وجود یې غوسې نیولی و، ویې ویل:

ــ ما خو به وختي هغه پوه کری و خو مور مې راته ویل چې غرض مه پرې لره ګنې خلک به وایی چې نجلۍ ته یې کومه بده خبره کړې یا یې لاس وراچولی.

ما په تعجب ورته مخه کړه چې بده خبره یې لاڅنګه وي، آیا ښکر لري؟

ــ مور مې ویل، خیر ده لورې سر ټیټ کړه او تیریږه هسې ځان ته خبره مه پیدا کوه،اووم نسل ته به دی دا پیغور ورکول کیږي چې ستا انا (نیا) ته فلاني لار نیولې وه، نو ځکه غلې پاتې شوم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب