ژباړه: کمالپوري
یو سپین ږیري سړي تصمیم ونیولو چې له دې وروسته به له خپل زوی، نږور او څلور کلن لمسي سره ژوند کوي، سپین ږیری ډیر ضعیف شوی وولاسونه یې ریږدیدل، سترګو یې هم څه نه لیدل او د پخوا په شان قدمونه یې هم نه شو اخیستلای.
د کورنۍ غړي به هره ورځ د ډوډی لپاره د خوړو په میز راټولیدل، اما د سپین ږیري پلار لړزانده لاسونو او ضعیفو سترګو تر یوه حده د غذا خوړل مشکل کول د هغه له کاچوغي به نخود پر ځمکه تویدل او یا پرمیز اویا هم کله به یې له ګیلاسه شیدې تویدلې د میز سربه ډیر خرابیدو زوی او نږور یې چې له دې کار ډیر تنګ راغلې وو.
زوی يي وویل: باید د پلار لپاره یو فکر وکړو. ډیر د نخودو، لوبیا، وریجو او شیدو تویدل مې وزغمل چې پر میز او ځمکه باندې مې د پلار له لاسونو لویږي. نو ښځې او خاوند د اتاق په یوه کونج کې یو کوچنی میز کیښود په هغه ځای کې به سپین ږیري یوازې ډوډی خوړله په داسې حال کې چې د کور نورو غړیو به یو ځای له ډوډی څخه خوند اخیستو دا چې د سپین ږیري له لاسه دوه پشقابونه لویدلې او مات شوي وو اوس نو هغه ډوډی هم په یوه لرګینه کاسه کې ورکوله.
کله کله به چې دوی سپین ږیري ته متوجه شول کله چې ډوډی خوري سترګې یې له اوښکو ډکې وي اما هغه څه چې د زوی او نږور په خوله وو یوازې توندې او بې رحمانه خبرې وي چې سپین ږیري ته به یې د ډوډی ورکولو په وخت کې کولې.
د دوی څلور کلن زوی په ډیره خاموشی سره د دوی کړه وړه تعقیبول. یوه ورځ د ماښام ډوډی مخکې ځوان خپل زوی ولید چې د لرګیو له هغه پارچو سره لوبې کوي کومې چې د کوټې پر غولي پرتې وي ځوان په ډیره مهربانی له خپل زوی څخه و پوښتل څه کوي بچیه ؟ ماشوم هم په ډیره ملایمه ژبه ورته وویل:
یوه وړه لرګینه کاسه جوړوم ! هغه وخت چې لوی شم تا او مورته به مې په کې ډوډی درکوم . ویې خندل او کار ته یې ادامه ورکړه. د واړه ماشوم خبرو خپل پلار او مور دومره تر تاثیر لاندې راوستل چې له سترګو یې اوښکې وبهیدې په همغه شپه ځوان د پلار لاس ونیو او په ډیره مهربانی سره یې د ډوډی خوړلو میز ته بوتلو.