راټولونه او ژباړه: علي الله متوکل الرحمن |
لومړۍ برخه
راسئ! د نړۍ د لویو وچو اړوند له جالبو، حیرانوونکو او نادرو معلوماتو مو خبر کړو. د دې لپاره چي د دې لیکنو څخه خوند واخلو، وخت مو را څخه و نه نیسي او یاد کي مو کښیني، نو هره لویه وچه به یوازي په یو څو کرښو کي در وپېژنو، ان شاء الله
په لومړۍ برخه کي به له افریقا او اروپا څخه شروع وکړو او همداسي به له ټولو لویو وچو څخه ځان خبر کړو.
اروپا:
تر استرالیا وروسته اروپا د نړۍ دوهمه کوچنۍ وچه ده. که څه هم کوچنۍ وچه ده، خو بیا هم د خپل پرمختګ له مخې تر ټولو مشهوره ده. (نو ځکه افغانان هم خورا ډیر د اروپا په مینه کي د سمندر اوبو ډوب کړل)
اروپا د ۵۰ هیوادونو څخه جوړه سوې لویه وچه ده چې نفوس یې تقریباً ۷۴۲ میلیونو ته رسیږي. له دې څخه یوازې ۲۸ هیوادونه د اروپایې اتحادیې غړیتوب لري.
د نړۍ تر ټولو لوی ټاپو یا جزیره (ګرین لینډ) هم په اروپا کې ده.
د اروپا مشهورې ژبې انګلیسي، فرانسوي، ایټالوي، هسپانوي، جرمني او روسي دي.
۷۶ سلنه خلک یې د عیسوي دین پیروان دي، ۱۸ سلنه یې بې دینه دي او ۴/۹ سلنه یې مسلمانان دي. د پلټنو او شواهدو له مخې اسلام په اروپا کې تر ټولو زیات خپریدونکی دین دی، له سوریې، افغانستان، عراق او نورو اسلامي هیوادونو څخه د مسلمانانو د مهاجرت له کبله په اروپا کې د مسلمانانو شمېر مخ په ډېرېدو دی. د ۲۰۱۶ م کال له احصایې سره سم د دې لویې وچې د ټول نفوس په سلو کې ۴ اعشاریه ۹ مسلمانان جوړوي .
په اروپا کي هغه ځای چې تر ټولو زیات خلک یې لیدو ته ځي هغه په پاریس کي ډیزني لنډ دی.
د نړۍ ۴۴٪ شراب اروپا جوړوي.
د نړۍ تر ټولو قوي اقتصاد د اروپا دی.
د نړۍ تر ټولو کوچنۍ او لوی هیواد دواړه په اروپا کي دي؛ د نړۍ تر ټولو کوچنۍ هیواد (واټیکان) دی؛ واټیکان، چې د ایټالیا په منځ کې دی، هم د نفوس او هم د مساحت په لحاظ د نړۍ تر ټولو کوچنۍ هیواد دی. نفوس یې شا او خوا ۱۰۰۰ تنه دی او مساحت یې ۴۴۰۰۰۰ متر مربع دی.
او بل اړخ ته د نړۍ تر ټولو لوی هیواد روسیه هم په اروپا کې ده.
د اروپا هغه ځایونه چي خلک ډیر د سیاحت لپاره ورځي دا دي: د ایفل برج په پاریس کې، بیګ بین په لندن کي، پیتزا برج په ایټالیا کې، کریملین په مسکو کي او اتومیوم په بروکسل کي.
افریقا:
افریقا هغه یوازینۍ لویه وچه ده چي تر ټولو زیات ځوانان پکې اوسي.
په افریقا کې د ۴۱٪ هلکانو ودونه د پنځه کلنۍ او څوارلس کلنۍ په منځ کي کیږي.
تر ټولو ډېر غبرګولیان په نایجریا کي پیدا کیږي.
د نړۍ تقریباً نیم الماس یوازې د مرکزي او جنوبي افریق څخه راځي.
د افریقا ۵۰ ٪ اوسیدونکي تر ۲۵ کالو کم دي.
پاته دې نه وي چي د نیل سیند هم په افریقا کي دی، د نیل سیند د نړۍ ترټولو اوږد سیند دی، چي ۶۶۴۹ کیلومتره اوږدوالی لري.
نور بیا…