پوهندوی آصف بهاند
د افغامستان جمهور ریٔس اشرف غني ۱۳۹۷ کال د ښوونې او روزنې کال اعلان کړ. ده د ۱۳۹۷ ام کال په مناسبت، په خپله وینا کې وویل چې اوه نوي ام کال د پوهنې کال دی او ټول باید په گډه د حشر په ډول کار ورته وکړو. هلته ولسمشر د ښوونې او روزنې په باب ځینو نورو مسایلو ته هم اشاره وکړه. هغه وخت په دې هکله په یوه رپوټ کې داسې راغلي و:
«افغان ولسمشر د نوي کال وینا کې ۱۳۹۷ لمریز کال ته د پوهنې کال نوم ور کړ او له ولس یې وغوښتل چې د پوهنې د پراختیا لپاره ملي پګړه (حشر) وکړي.
نوموړي وویل، د کابینې او د ولس په مشوره دې کال ته د پوهنې نوم ور کړل شوی دی.
هغه دا هم وویل چې په دې تړاو به د پوهنې په ورځ – چې ښايي د شنبې ورځ به وي – خپل پلان له افغان ولس سره شریک کړي.
محمد اشرف غني ارګ کې د وینا پر مهال له خلکو وغوښتل د هغو ماشومانو د زدکړو په برخه کې همکاري وکړي چې شمېر یې څو میلیونه دي او له زدکړو بې برخې دي.
“ټول به سږ کال ملا وتړو چې د افغانستان راتلونکی مطلب زموږ بچیان چې لوړه او نجونه دي د زدکړو برخه کې موقع ور کړو”.
نوموړي په ښوونیز نصاب کې ستونزو ته په اشارې وویل، چې ښوونیز نصاب کې بنسټیز سمون پکار دی :
“هغه بنیادي اصلاحات به د پوهنې نظام کې راشي چې ولس یې غواړي، زه په ټول ولس ناره کوم چې د پوهنې برخه کې ملي حشر وکړي”….»
د ښونې اوروزنې په برخه کې د جمهور ریٔس له دې ځانكړې پاملرنې نه ډیرو خلکو مننه وکړه او هیله یې څركنده کړه چې اوس به اساسي کار پیل شي، خو داسې ښکاري چې هیڅ به هم ونه شي.
یو په دې چې دننه په نظام کې د دغسې مثبتو پلانونو په مقابل کې یو ه پنځمه ستن ولاړه چې د پنځوس سلنې د دلیل له مخې، د خپلو شخصي گټو او واک د ساتلو له پاره، ټول هغه اشخاص چې د وطن او خلکو له پاره کار کوي، دوی په بیلابیلو نومونو او پلمو خنډونه ورته جوړوي.
بل دلیل یې دا دی چې د افغانستان د ښوونې او روزنې پر سیستم باندې داسې فکر حاکم دی چې هلته د وړاندې تگ او مثبتو کارونو له پاره دومره زمینه نه ده مساعده. مانا دا چې کار په سمه توگه نه دی تر سره شوی او اوس چې د بل معتبر آدرس له لوري هم وویل شول چې ډیره سلنه افغان ماشومان له ښونځي نه محرومه دي. دا خبره، هغه فکر قوي کوي چې:
په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په برخه کې کار ډیر پڅ او ناسم روان دی.
اوس د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق «یونیسف» له خوا ویل شوي چې ډیره سلنه افغان ماشومان د ښونځي له تگ نه محرومه دي. د یونیسف په راپور کې ویل شوي دي:
«د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق “یونیسف” په یوه تازه رپوټ کې ویلي، په افغانستان کې د روانې جګړې او ناامنیو له کبله د دغه هېواد نیمايي ماشومان ښوونځي ته له تللو بې برخې کړي دي.
په یاد راپور کې راغلي، نیمايي ماشومان د ۷ او ۱۷ کلونو ترمنځ عمرونه لري، په دې معنا چې ۳٫۷ میلیون ماشومان افغانستان کې ښوونځي ته له تللو محروم دي.
یونیسف وايي، له ۲۰۰۲ کال راپدېخوا ښوونځیو ته د ماشومانو د نه تګ چاره ډېره شوې ده.
رپوټ وايي، له ښوونځي د محرومو شویو ماشومانو ۶۰ سلنه نجونې دي. دا شمېر په ولایتونو کې په ډېرېدا دی.
د یونیسف د راپور له مخې، په کندهار، هلمند، میدان وردګو، پکتیکا، زابل او ارزګان ولایتونو کې ۸۴ سلنه نجونې ښوونځي ته نه ځي…»
زما په خیال تر څو چې دولتي څوکۍ، په تیره داسې څوکۍ لکه د ښوونې روزنې وزارت چې په دولتي واک، تنظیمونو او مسلح گروپونو ته د غنیمت په ډول او د هغوی د خوشالولو او راضي ساتلو په بدل کي ورکول کیږي، هیڅکله دې، هیڅ څوک د مدرنې او ښې ښوونې روزنې هیله نه کوي
د غنیمت ورکولو د معاملې د بنسټ ډبره، له بده مرغه د بن په کنفرانس کې کېښودل شوه چې د افغانستان هر څه د غنیمت په معامله کې لیلام شول، کرزي هم همدا پالیسۍ پسې وِغځوله، هر تنظیم به چې په هره څوکۍ لاس کېښود، ده به ورته ویل چې ستا شوه او اوس هم ټول تنظیمونه او مسلح گروپونه له برحال حکومت نه هماغه هیله لري چې له کرزي یې لرله.
دا بده معامله به تر هغو پورې روانه وي چې د دولت واگې په ټوله مانا یو لاس نه شي او له یوه آدرسه رهبري نه شي. دغه راز د معارف په نصاب کې باید بنسټیز بدلون راوستل شي، د ښونکو د ژوند څرنگوالي او سویې ته په جدي ډول پاملرنه وشي.
که مو حد اقل پاسني بدلونونه په معارف کې راوستلای شول، نو بیا کولای شو ووایو چې موږ د معارف مخه په سم لوري برابره کړې ده او که نه نو هر څه به د شعار په برید کې پاتې وي.
نوره مو خوښه!