حبیب رحمان ||
د نړۍ په هرګوټ کې ګڼې ټولنې ژوند کوي چې هره یوه یې بېل بېل فرهنګونه،عادتونه او نور رسوم لري ، له ارزونې او څېړنې وروسته به یې له ټولو څخه یوه برخه د دې وړ وي چې هره ټولنه او هر انسان ترې تقلید وکړي ، په خپلو منل شویو ارزښتونو کې ورته ځای ورکړي او د تل لپاره پرې شته تشه ډکه کړي .خو بلخوا د دې برعکس یوه برخه په کې داسې هم لیدل کیږي ، چې نه تنها ټولنې بلکې هر انسان ته یې تر ګټې تاوان څو چنده زیات وي او هغه هم هغه څه چې د یوې ټولنې راتلونکې ننګوي.
دا چې افغاني ټولنه هم له دغو ټولنو څخه یوه ده ؛ په خپل پنځه زره قبل المیلاد پېښلیک کې یې تر ننه ډیره بډایه فرهنګ منځ ته راوړی دی ، په هغه کې میړانه، زغم ، خیر ښیګڼه، صبر ،میلمه پالنه او نور چې د لرغوني افغاني کلتور په بډاینه کې یې مرسته کړی ده ، کوم ته چې بهرنیانو هم په خپلو څرګندونو کې ورته د ستاینې ځای ورکړی دی .
اوس د ټولنې د داسې یوې طبقې یادونه کوو، چې دا فرهنګ د ښو اونیمګړو اغیزو سره دوی ته ورپاتې کیږي او دوی پر همدغه پله قدم ایږدي هغه ماشومان دي؛ چې له قانوني پلوه تراتلس کلنۍ ښکته عمر لرونکی نفوس ماشو مان بلل کیږي، دا د یوه انسان د ژوند پیل دی ، راتلونکې ته د چمتووالي دوره ده ، د مینې او مهربانۍ وخت دی ،نېغ په نېغه یا په غیرمستقیم ډول د لیدنو او کتنو مهال دی ، د زده کړې او مهارتونو د لاسته راوړلو موکه ده ، هنرونو او رازونو د سپړېدلو څلیز دی ، لویانو ته د درنښت او د خواږه اواز فصل دی،د خوځېدلو او ځغاستلو لوبه ده،ماتېدلو، چپه کېدلواو نوروته د زغم وربښلو جریان دی، د لویانو د تمثیل صحنه ده او د هېلو د راټوکېدو بهیر دی .
ژوند ښکلی دی ؛پر ځای خبره ده، ځګه ژوند هیلې را ټوکوي، په موخو بدلیږي ، پالل کیږي ، د هیلو او موخو تر منځ تشه په هڅه او عمل بشبړیږي او اهدافو ته رسیږي . اوس نو دا طبیعی ده چې هر ماشوم هیلې لري او خپلې هیلې په هدف بدلولی شي ،مرسته ورسره وکړو ، ویې هڅوو، هيلې بښونکي توکي ورته برابر کړو او که چیرې د هيلو راټوکيدو استعداد له منځه یوړل شي ، شخصیت ،حیثیت او وقار ته پر ضرر سربیره زیان به یې د شته هیواد او ټولنه څونسله جبران نشي کړی.
اوس نو چې هیلې راټوکېدل تر دې کچې اړین دي، باید د نا هیلۍ شتته لاملونه کوم چې ماشومانو د ودې او پرمختیا په لاره کې خنډ جوړوي، درک شي ، وڅيړل شي ، پایلې یې و ارزول شي او د حل لارې ورته په ګوته شي. چې دا د ټولنې د ځانګړې طبقې نه بلکې د هر وګړي دنده ده چې د ماشوم حقونو ته درناوی ولري، پلي یې کړي ،نور هم ورته وهڅوي او له شته حقونو څخه یې ساتنه وکړي .
هغه لاملونه چې دوی ژوند ګواښي ، تیاري مخه یې نیسي ، کرکې څخه د ډک چلند سره مخ کیږي ، هغوی د نظر اوطرحې څخه منع کیږي ، د ښوونې او روزنې په وړاندې یې ستونزې راولاړیږي ، د نوښت لاره یې بندیږي ،نرمي ورسره نه کیږي ، د ساتېریو څخه راګرځول کیږي ،فزیکي او اروایي زیان ورته رسیږي ، د خپلې ارادې عمل ته نه پرېښودل کیږي، لنډه دا جې ناهیلي کیږي او نور چې دوی د مامشتوب د ژوندانه له ښکلیو پړاونو بې برخې کوي، د ژوند نوې مرحلې ته پرته له هیلو څخه ورځي .
دا تاو تریخوالی دی، ځګه همدا څه دي ، چې له تنې نه ژوند ، د ټولنې نه نظم او د کورنۍ نه درناوی اخلي . په خپل لاس مه پریږدئ! چې ماشومان مو د د ناوړه کړنې ښکار شي، چې تر هرچا به یې زیات زیان افغانې ټولنې ته رسیدلی وي د کوم هېواد چې تر ټولو ډير ځوان نسل لري .
د تاو تریخوالي بیلابیل ډولونه زموږ په ټولنه کې شتون لري خو موږ اوس د یوې بېلګې یادونه کوو ، که چېیرې کورنۍ یو غړی له لاسه ورکړي ، نو کله چې د دې کورنۍ خپلوان او نور غړي راځي په غیر مسقیم ډول ماشومانو ته اروایي زیان رسوي هغه هم په دا شکل چې وایي دا د خدای بښلي زوی دی….. دلته دا اشاره ماشومانو ته تیره پېښه را یادوي ،هغه یو ځل بیا د پېښې تر اغیزې لاندې راخي او ځوریږي، پکار دا نه ده چې ماشومانو د وړاندې دا رنګه پوښتنې ګرویږنې وشي او که چېرې اړتیا وي په داسې شکل سره دا کړنه سرته ورسیږي چې د ماشومانو حقونه تر پښو لاندې شوي نه وي .
پورته مثال ته ورته موږ د ټولنې په مختلفو کړنو کې د ماشومانو د تاو تریخوالي بېلګې لیدلی شو ، پکار داده چې د ماشومانو حقونو ته پاملرنه وکړو ، په کور ،کلي ،مسجد ،مکتب او نور د ماشومانو لپاره په خوندي ځایونو بدل شي.