نوزېږي د ورځې زياته برخه په خوب كې تېروي. دوى په شواروز كې ۱۴تر ۲۰ ساعته خوب ته اړتيا لري. په خوب كې ماشوم ښه وده كوي. نوزېږي له يو بله ډېر توپير لري، ځينې يې ډېر ويدېږي؛ خو ځينې يې ډېر وخت په ويښه تېروي. په لومړيو مياشتو كې ماشومان، چې هر وخت يې زړه وغواړي ويدېږي او چې ونه غواړي نه څملي؛ خو وروسته بيا دا زده كوي، چې خپل خوب ستاسو له ورځنيو كارونو سره سم كړي. مور بايد هڅه وكړي، چې خپل خوب د بچي له خوب سره اعيار كړي. مور مجبوره وي، چې د شپې څو وارې ويښه شي او ماشوم ته تى وركړي، كه هغه نارامه وي، كرار يې كړي، ويده يې كړي؛ نو په دې حساب به يې خوب نه سر كېږي. اكثر نوزېږي يو ځل سهار او بيا ماسپښين ويدېږي، مور ته بويه، چې خپل كارونه داسې اعيار كړي، چې په همدې وخت كې له ماشوم سره يو ځاى څملي. له ماشوم سره په يوه وخت كې څملاستل او ويښېدل، د مور او ماشوم ترمنځ عاطفي تړاو زياتوي.
كه چېرې د ماشوم خوب داسې وي، چې ستاسو له كارونو سره په ټكر كې وي؛ نو بيا كولاى شئ، چې د هغه د خوب پروګرام بدل كړئ. هر وخت چې غواړئ ماشوم ويده شي، ورته سندره وبولئ يا ورته كسټ وغږوئ. كه دغه كار هره ورځ تكرار كړئ، ماشوم به ورسره عادت شي او په همدې وخت به څملي. البته بايد هره ورځ هماغه يوه سندره ورته واورل شي. د ماشوم د ويدولو لپاره للو للو د ميندو ډېره زړه او كاميابه تجربه ده. د دې كار لپاره د لوبې موزيكال شيان هم شته، چې كوك يې كړې، سندره بولي يا موزيك غږوي. د دې موزيك ښېګڼه دا ده، چې كه مور له ماشومه لرې هم وي، بل څوك كولاى شي، موزيك چالان او ماشوم ويده كړي. په غربي ملكونو كې داسې موزيكونه جوړ شوي دي، چې د مور د نبض په څېر ريتم او غږونه لري، ماشوم چې د مور په نس كې وي، د مور له نبض سره اشنا وي، چې دغه موزيك ورته چالان شي، ماشوم لكه د مور په نس كې چې وي، همداسې ځان هوسا او ارام محسوسوي او كرار ويدېږي.
ځينې ماشومان د شپې ناوخته څملي او سهار بيا تر ناوخته ويده وي، دوى د خپلې مور او د كورنۍ د نورو غړو خوب خرابوي. ميندې كولاى شي د داسې ماشومانو خوب پر وخت برابر كړي. داسې چې هر سهار يې بايد لږ د وخته راويښ كړي. مثلاً كه ماشوم هره ورځ تر اتو بجو څملي، په اوله ورځ يې پاو كم اته بجې راويښ كړئ او بېګاه ته يې پينځلس دقيقې وختي ويده كړئ، په دويمه ورځ يې اووه نيمې بجې راويښ كړئ، بله ورځ پاو باندې اوه. همداسې تر هغې پورې چې ماخوستن له تاسو سره په يوه وخت په ويده كېدو روږدى شي.
كه ماشوم د شپې ډېر جګېږي، د ورځې له خوا ورته ډېر تى وركړئ. په دې توګه به خپله انرژي د ورځې له خوا پوره كړي او د شپې به ډېر نه ويښېږي. ځينې ماشومان له لوږې پرته هم د رودلو شوق لري، ممكن په دې وجه چې ورۍ به يې خارښت كوي، دوى ته هم د ورځې له خوا ډېر تى وركول او هم چوشك يا هغه رابړي شى چې ماشوم ته د چيچلو لپاره وركول كېږي pacifier هم ګټه كوي.
غربيان وايي چې تر ويدولو د مخه كه له ماشوم سره لوبې وكړو، ورسره خبرې وكړو او ورته كيسه ووايو، ډېره ګټه كوي. د لوبې لپاره ځينې ميندې مخ په پلو پټوي، بيا لاسونه لرې كوي ورسره ((تى)) وكړي، بيا مخ پټ كړي او بيا يې ښكاره كړي، دا غوره لوبه ده. كه نورې خبرې نه وي، د خپلو كارونو كيسه ورته وكړئ، چې نن په كومو كارونو بوخت وئ. غربيان ماشوم ته له ډېر وړوكوالي څخه تر خوب د مخه د كيسې كتابونه لولي. هلته د ماشومانو لپاره د كيسو كتابونه ډېر دي. د كتاب لوستل يا همداسې په خوله كيسه كول، دغه ګټه لري، چې له ماشوم سره د ژبې په زده كولو كې مرسته كوي او ذهني وده يې هم چټك كوي.
نن سبا په بازار كې د نوزېږيو د خوب لپاره تيار بسترونه پيدا كېږي، چې هم نرم وي او هم له مياشو او مچانو څخه د ماشوم د ساتنې لپاره جالي لري. لوړ بالښت ماشومانو ته ښه نه دى، نوزېږي اصلاً بالښت ته ضرورت نه لري.