ژباړه: محب الله آرمل
نجونې په پیل کې په خپل ځان زیات باور لري، هغوی تر هلکانو ژر خبرې زده کوي، په ټولنیزو اړیکو کې ماهرې وي او ټولګي کې لایقې.
خو په را لویېدو سره د ټولنیز فشار په وجه په خپل نفس ورو ورو بې باوره کیږي، دلته به تاسې داسې رازونه زده کړئ چې په مرسته یې نجونې په خپل نفس او وړتیاوو باوري او ډاډه کړای شئ.
① ـ هڅونه:
نجونې و پوهوئ چې خپلې ستونزې مشرانو ته ښکاره کړي او دېته یې ځیر کړئ چې د همزولو په وړاندې خپل موقف له لاسه ور نه کړي.
که د نجلئ شکایت دا وي چې هلک بد رفتاري ورسره کوي ورته ووایاست چې هلک ته ووایي لنډغري مې نه خوښېږي او بد اخلاقه هلک سره لوبې بې ګټې کار دی.
② ـ خپلو خبرو ته پام کوئ:
کله چې لور ته وایاست څومره هوښیاره یې، ښه داده له یوې بېلګې ګټه واخلئ او پورته خبره په داسې انداز ورته وکړئ چې لا متوجه شي، مثلأ ورته ووایاست: « ته ډېر ښه ذهن لرې »
③ ـ ستاینه مو باید واقعي وي:
یوه ماشومه نجلۍ د سبق زده کولو کې خپله وړتیا اندازه کولی شي، که غواړئ لایې تشویق کړئ نو هغه کمالات یې ور وښایاست چې دا یې لري، په صفت کې یې افراط مه کوئ چې بیا ښایې د ټنبلي لور ته تمایل پیدا کړي او ډاډه شي چې ده که نه ده همدا ده.
④ ـ نجلۍ قانع کړئ چې هرڅه کې برخه اخستل او هر کار کې له هلک سره سیالي کول ورته ښه نه دي.
مثلأ که تاسې یوې داسې مېلمستیا ته دعوت یاست چې لور مو نه شئ درسره بوولئ نو د هماغه مېلمستیا په شرایطو یې پو کړئ.
⑤ ـ بیړه مه کوئ
نجلۍ پرېږدئ چې خپل کار وکړي، د مرستې غږ پرې وکړئ خو ترڅو چې توانېده کار وکړي په زور یې مرسته مه کوئ.
مثلأ کې یې کولی شوای چې کورنۍ دنده ولیکي مرسته مه ورسره کوئ، که یې مرسته و غوښته نو هغومره مرسته وکړئ چې اړتیا یې ده.
⑥ ـ نجونې سپورت ته وهڅوئ
ورزش د صحت ضامن دی انسان ورته اړتیا لري، زموږ ټولنه کې چې د نجونو لوبې کم رنګه او کم یابي دي د زنانه وو صحت مو هم چندان ښه نه دی، نن سبا د پخوا په پرتله د لوبو زیات ډولونه شته چې نجونې یې په کولو بدې نه ښکاري، جمناستیک، فوټبال، والیبال… بهتره ورزش دی خو که امکان نه لري او نجونو ته یې زمینه نشي برابرولی هغوی خپلو دودیزو ورزشونو ته و هڅوئ، پټپتانې، منډې، اورته نور ورزشونه هم روغتیایي او ذهني بلوغ ته ګټور دي.
⑦ ـ د نجونو د ضعف ټکي دم ست مه بلرا کوئ، مثبت خواص یې یاد کړئ او منفي هغه یې خپله له پام لویږي، مناسب نه ده چې نجونې یوازې په وړو او بې ارزښته کارونو بوختې وساتئ، د کور د کارونو تر څنګ نجونې کولی شي له پلار سره هم مرسته وکړي.
⑧ ـ بدني ښکلا
کله چې لور درنه پوښتي زه ښایسته یم، له زړه نه ورته ووایاست هو، اصل کې ټول انسانان د خدای خلقت دی او ټول ښایسته دي، خو نجونې د ښایست په حساب تر هلکانو زیاتې حساسې دي او بدرنګي یې په ځان نه ده پېرزو، نحلۍ ته بدرنګه ویل د هغې په شخصیت فوق العاده منفي اغېز لري.
البته دغه خبره د لویانو په حق هم مثبت اغېز لري، اکثره وخت نجونې د ځینې فلمي ستورو عکسونو ته ګوته په غاښ وي، په داسې حال کې چې فلمي نجونې په ځان سل رنګ پوډر موښي او. بیا ځانونه فوټوشاپ کوي هم، هغوي په دې مسایلو آګاه کړئ چې د فلمي ستورو ښایست مصنوعي جنبه لري او خدای بدرنګ انسان نه خلق کوي.
⑨ ـ نجونو ته مشهورې څېرې الګو کړئ
داسې نه ده چې ډاکټري نارینه کولی شي او ښځینه یې نشي کولی، ټکړه ډاکټرانې، چې د ټولنې محبوب قشر دی خپلو لور ګانو ته الګو کړي او ورته نورو مهمو مسلکونو ته یې ځیر کړئ، ځکه ټولنه لکه موټر غوندې جوړښت لري چې یو ټایر نارینه او بل یې ښځې دي، زموږ ټولنه چې په یو ټایر فلج ده د واقعي پرمختګ محرومه ده او دغه تشه ستاسې لورګانې ډکولی شي.
⑩ ـ مطالعې ته یې وهڅوئ
نجونې چې اکثره کورنیو کې تر خپل کور او کلي پرته نور څه نه ویني او په ډېری مسایلو نه پوهیږي ښه ده چې مطالعې ته وهڅول شي، مطالعه له دوی سره د خپل راتلونکي ژوند د بهتري برخه کې مرسته کوي او د اولاد روزنې او کورني نظم کونجیانې په لاس ورکوي، دغه شان یې په ډېرو مسایلو سر خلاصوي چې یوه مور یې باید اولادونو ته ورزده کړای شي، لکه د وطن مینه، ټولنیز اخلاق، د ښوونې ارزښت… او نور.
پای
۱۳۹۶ـ ۳ ـ ۱۵