عمران لمر –
هرې ستونزې ته د حل لارې د پیدا کولو او بیا د هغې ستونزې د له منځه وړلو لپاره په کار دی چې پیل یې له خپله ځانه وکړو.
نارينتوب يا مېړانه زمونږ د ټولنې لپاره یو لوی سرخوږی دی چې اوږد مهاله جګړو او د زده کړو د کچې ټيټوالي ترې مونږ ته ناسم تعبيرونه راکړي دي. زمونږ په ټولنه کې نارينتوب تر جنګونو، وژنو، د نورو حقونه تر پښو لاندې کولو، کرکې، غوسې، په مېرمنو زور زیاتي او داسې نورو منفي کړنو پورې محدود شوی دی. په داسې حال کې چې پورته کارونه د نارينتوب يا مېړانې منفي برخې دي.
اوس د دې لپاره چې مونږ د نارينتوب د منفي کړنو ريښې له منځه وېسو، په کار ده چې له خپله ځانه يې پيل کړو. يعنې تر هر څه وړاندې په خپل ځان کې د منفي نارينتوب کړنې ورکې او د مثبت نارينتوب صفتونه پياوړي کړو؛ نو هلته به مو مبارزه مثبت رنګونه راوړي.
وایي، کله چې يو هلک زده کړه کوي، یوازې يو انسان لوستی کېږي؛ خو کله چې يوه نجلۍ ښوونځي ته ځي نو يو نسل لوستی روزل کېږي. د دې لپاره چې ټولنه له دې لوی ناورين څخه وژغورو، بايد د نجونو د زده کړې په برخه کې جدي او د پام وړ ګامونه پورته کړو، ځکه نجونې ميندې دي او ميندې نسلونه روزي. نو د دې لپاره چې راتلونکی نسل مو د مثبت نارينتوب نمونې شي، بايد ميندې يې لوستې وي.
زمونږ په ټولنه کې چې د کورنۍ اکثريت مسئوليتونه د نارينه وو په غاړه وي او مېرمنې تر ډېره په کورنيو کارونو او د ماشومانو په روزنه بوختې وي؛ له دې امله ماشومان تر ډېره د مور تر تاثير لاندې وي او روزنه يې هم د مور په غاړه وي. نو کله چې يوه لوستې مور چې د نارينتوب مثبت او منفي اړخونه وپېژني، د مثبت نارينتوب په ګټو او د منفي نارينتوب په ضررونو پوهه وي، کولی شي چې خپل ماشومان د مثبت نارينتوب په ټولو صفتونو پوره رالوی کړي
که د ټولنې حالاتو ته نظر وکړو پوه به شو چې د منفي نارينتوب ښکار تر ډېره مېرمنې دي، دا هم کولی شي د مثبت نارينتوب لپاره د مختلفو مؤثرو اړخونو په وړانديزولو کې مرسته وکړي.
ميندې کولی شي چې په خپلو ماشومانو کې د زغم، حوصلې، احترام، متقابلې همکارۍ او ځينې نور مثبت صفتونه رازرغون او پياوړي کړي. په دې سره به يو نسل د منفي نارينتوب له بدۍ وژغورل شي او دا به د راتلونکي وخت د لارې څراغ وګرځي.