د سا اخیستلو سیسټم بندیدل معمولا په هغو ماشومانو کې چې له ۱۵ کلنې څخه کوچنۍ وي لیدل کیږي، چې عمده لامل یی د خارجي جسمونو دستونې څخه تیرول دي چې د بندښت په وخت کې حنجره په مکمل ډول سره تړل کیږي او ځینې وختونه د تنفسې سیسټم په لاندینو برخو کې لکه برونشونه ، برونشولونه او حتا تر هوایی کڅوړو پوري بهرني جسم رسیدلای شي او د سا ه اخیستلو لاره بندوي .
په ماشومانو کې د خارجي موادو لکه د بادام ماتولو په وخت د بادام تیرول ، د هندواڼو او کدو بزری تیرول او داسې نور
په بالغو کسانو کې د غوښې ، هډوکې ، واښیز مواد او ډیر ځلې د غاښونو وسایل دیادولو وړ دي.
خفک یا د ساه اخیستلو ستونزه تر ټولو بیړنی ستونزه ده، چې ژر تر ژره ورته باید رسیدګي وشئ که په وخت د ناروغ درملنه و نه شئ ، ممکن ناروغ په څو شیبو کې د لاسه ورکړو.
د ناروغ د له منځه تلو لامل دا دی چې سږو ته په کافي اندازې سره اکسیجن نه رسیږي او په مغزو کې چې کوم حیاتي مرکزونه دي په اکسیجن سره نه مشبوع کیږي نو ځکه داسې یو حالت رامنځته کیږي.
د خفک یا د سا ه اخیستلو د منځته راتګ لاملونه :
- کله چې د کاربن مونو اکساید او کاربن ډای اکساید غازونو سطهه د اکسیجن پر نسبت زیات شي .
- کله چې تنفسي سوریو تر فشار لاندی راشي .
- په تنفسي سوریو کې د بهرنی مایعاتو او جامدړ شیانو داخلیدل.
- د غاړې پړسوب د سوځیدنې پر اساس .
- د هغو درملو خوړل چې د تنفسي مرکزونو د فلج کیدلو سبب ګرځي .
- د حجرو انقباض لکه د سمي یا زهري غازونو په واسطه .
- په ماشومانو کې د خارجي موادو لکه د بادام ما تولو په وخت د بادام تیرول ، د هندواڼو او کدو بزری تیرول .
- په بالغو کسانو کې د غوښې ، هډوکې ، واښیز مواد او ډیر ځلې د غاښونو وسایلو تیرول .
د خفک نښې:
- نفس تنګي یا ساه بندي.
- د ګوتو شونډو تت یا کبود یدل .
- غیر منظم نبض .
- د حواسو له لاسه ورکول .
مرستې او درملنه :
د خفک دمنځته راتلو لاملونه له منځه یوسئ، د نفس اخیستلو لاره خلاصه کړئ که چیرې ناروغ بی هوښه وي په دې صورت کې د ناروغ ژبه لږ بهر وباسئ تر څو تنفسي سوري خلاصه شي که چیرې دغه حالت د غازاتو پر اساس رامنځته شوي وي نو ژر تر ژره ناروغ د ساحې څخه بهره کړئ.
د اړتیا په وخت کې ناروغ ته مصنوعي ساه ورکړئ او هڅه وکړئ تر څو ناروغ تود وساتئ همدارنکه که اړتیا شوه نو ناروغ ته قلبي مساج ورکړئ.
که چیرې داسې یو حالت سره مخامخ شوي چې خفک د زیاتو اوبو د تیرولو پر اساس د لامبو وهلو پر مهال رامنځته شوي وي نو پدې صورت کې تر ټولو لومړی ناروغ له اوبو څخه بهر راوباسئ بیا یې تنفسي سوري (خوله او پزه) پاک کړئ او بیا د ناروغ د خولې دننه ساحه دې ولیدل شي که چیرې بهرني شیان لکه خټه او نور پکی موجود وي نو لمړی دې هغه باید پاک شئ.
که چیرې ناروغ بی هوښه وي په دې صورت کې لمړی ورته مصنوعي تنفس ورکړي او بیا یې زړه مساج کړي او ژر تر ژره هڅه وکړئ تر څو نږدی صحی مرکز ته یې انتقال کړئ.
د بهرني جسمونو په واسطه د خفک رامنځته کیدل:
د انسان په حلق کې څلور لارې شتون لري چې یو یې د پزې سره اړیکه لري بل یې د خولې بل یې مری او بل یې تنفسي لاره ده.
د غذایي موادو د خوړلو په وخت کې تنفسي لاره د ا پیګلویدیس په نامه د یو غړي په واسطه بند وي او غذایي مواد په آسانۍ سره مرۍ ته ځي لیکن په خینو حالاتو کې ممکن غذایي مواد او یا هم مایعات تنفسي سوریو ته داخل شي لکه کله چې غذا په خوله کې وي او کس خبرې، خندا او یا هم وژاړئ.
د درملنې لارې چا رې:
کله چې یو بهرنی جسم تنفسي سوریو ته ننوزي ، په دې حالت کې باید څه وکړو؟
د معمول په څیر ډیری ناروغان چې روغتون ته راوړل کیږي تنفسي ستونزو سره مخ وي چې باید په لومړی سر کې ورته اکسیجن ورکړل شي اوهمدارنګه د سینې دبرخې اکسري فلم اخیستل چې خارجې جسم چیرې دی .
د خارجې جسم د موجودیت او د ناروغ د عمر په معینیدلو سره د ناروغ سره د درملنې لپاره مرسته کولای شو
خینې وختونه اندوسکوپې کارول کیږي چې دغه اندوسکوپې د ماشومانو لپاره د عمومي بی هوښې په ورکولو سره ترسره کیږي.
- په بالغو کسانو کې :
هغه کس چې د یادې ستونزې سره مخامخ کیږي باید ودریږي او یوې غاړې ته ځان ټيټ کړي او مرسته کوونکی کس یې په ملا دری قوي ضربي ورکړي.
که چیرې په دې کار سره هم اجنبی جسم خارج نشو نو مرسته کوونکی دې د ناروغ شاته ورشی او خپل چپ لاس د سینې او ګیډې تر منځ واقع کړي او د خپل ښی لاس په واسطه خپل چپ لاس ته ضربه ورکړي که بیا هم بهرنی جسم د تنفسي سوریو څخه خارج نشو نو په دې صورت کې لومړني عمل دې یو ځل بیا تکرار شي.
که چیرې ناروغ مصنوعي تنفس ته اړتیا ولري ژر تر ژره دې ورته ورکړل شي باید وویل شي چې د بهرني جسم خارجیدل د تنفسې سوریو څخه آسانه کار نه دی لیکن کومې مرستې چې تاسې کولای شئ همدا دي .
که چیرې صحي مرکز ته نږدی واوسئ نو پدې صورت کې ژر تر ژره ناروغ مرکز او یا هم ډاکټر ته انتقال کړئ.
- په کوچنیانو کې:
د ماشومانو په اړه چې د ۱۰ څخه تر ۱۲ کلونو پورې عمر ولري لکه څنګه چې په شکل کې لیدل کیږي ماشوم ته باید وضعیت ورکړل شي او وروسته په ملا کې نسبتآ ضعیفه ضربه ورکړل شئ.
که ماشوم یو کلن او یا هم دوه کلن وي اړینه نه ده چې عملیه دې کاملآ د یو بالغ کس په شکل سره تر سره شي .
مرسته کوونکې کس باید د یو چوکۍ په سر کښینې او ماشوم پخپل ورنو داسې ویده کړي چې د ماشوم سینه په ورنونو راشي او سر یې ښکته وي وروسته دې د ماشوم شاته ورو ورو ضربه ورکړل شي که بیا هم بهرنی جسم خارج نشو نو په دې صورت کې ماشوم باید ژر تر ژره روغتون ته انتقال شي .