خاوند یې مړ سو، څه وخت وروسته مېرمن لاس تنګې سوه، د زرو غاړګۍ یې زوی ته ورکړه څو زرګر اکا یې ورته خرڅه کړي. اکا وراره ته وویل چي نن سبا د زرو بازار خراب دی، مور ته دي ووایه چي بازارونه سم سي نو به غاړګۍ ور خرڅه کړي. وراره ته یې یو څه پیسې په لاس ورکړې او دا یې ورته وویل چي سر له سبا دي له اکا سره په دوکان کي کار وکړي.
هلک د زرګر اکا سره کار پیل کړ. وختونه تېر سول، هلک په کار کي ښه بلد سو، خلکو به ورسره د زرو په اړه مشورې کولې. یو ه ورځ اکا ورته وویل چي ورسه له مور څخه دي د زرو غاړګۍ راوړه، د زرو بازار ښه دی چي ورته خرڅه یې کړم. هلک کور ته ولاړ، غاړګۍ یې له مور څخه را واخیسته خو چي وه یې کته، غاړګۍ د اصلی زرو نه وه. زرګر اکا ته راغئ او ورته یې وویل چي غاړګۍ خو اصلي نه وه.
اکا ورته وویل: هو؛ زه همهغه وخت پرې پوه سوم چي تا په لومړي ځل غاړګۍ ما ته و ښوده خو که مي تا ته ویلي وای، تا را سره نه منله، تا به انګېرله چي ګواکي اکا را سره په بده ورځ کي درغلي کوي. نو زویه! رښتیا خو دا ده چي په دې نړۍ کي له پوهي( علم) پرته زموږ په فکر، زموږ په لیدلو او زموږ په کولو تر سره کېدونکي چاري اکثره غلطي دي نو ځکه خو د همدغو غلط فهمیو ښکار خپلویاني خرابېږي.