آصف بهاند –
د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په لومړۍ نیټه، «د ماشوم د ادبیاتو کور» د خپلې پنځمې کلیزې زیري د فیسبوک د پاڼو له لارې، په دېتوروسره تر خپلو دوستانو پورې ورساوه:
«درنو لوستونکو!
ټاکل شوې چې د افغانستان د ماشومانو د ادبیاتو کور خپله پنځمه کلیزه ونمانځي. په تېر یو کال کې د همدغې فیس بوک پاڼې له لارې تاسې زموږ له فعالیتونو هم خبر شوي یاست، نو زموږ د کارونو په اړه ستاسې نظر څه دی؟ هیله ده راسره یې شریک یې کړئ.
درنښت»
«د ماشوم د ادبیاتو کور» مسؤل ښاغلي اجمل تورمان د کور د نورو غړو په استازیتوب لا پخوا د دې کلیزې او دې جشن په بابداسېویلي وو:
«درنو لوستونکو او د ماشومانو د ادبیاتو کور محترمو غړو!
خوشحاله یم چې د ماشومانو د ادبیاتو کور د مسوول په توګه په لنډه موده کې چې لا یې په رسمي ډول د خپلې یو کلنۍ کیک نه دی پرې کړی هم ستاسې په وړاندې پړ نه یم او د ماشومانو لپاره مو دومره څه کړي چې یوې مسوولې دولتي ادارې به هم نه وي کړي.
کور له تېرو څلورو کلونو را په دېخوا د ماشومانو د ادبیاتو په برخه کې فعالیت لري خو لکه څنګه مې چې وویل له رسمي فعالیت څخه یې لا یو کال نه اوړي.
مونږ په تشو لاسونو هغه څه کړي چې ډېریو ښايي په ډکو جیبونو نه وي کړي.
په دې اړه تفصیل به بیا د ماشومانو د ادبیاتو د کور د کلیزې په مناسبت له تاسې سره شریک کړم.
خو مشت نمونه خروار د کور رسمي فیس بوک پاڼه یې ښه ثبوت دی چې هیله منیم ګرانو ماشومانو خوښه کړې وي.
غواړم په دې توګه له خپلو درنو همکارانو هم مننه وکړم چې په هر حال کې یې کار ته نه، نه دي ویلي او په یو ډول د لا نورو کارنو لپاره هم وهڅول شي.
له ټولو هغو رسمي او غیر رسمي ادارو او اشخاصو هم مننه چې د ماشومانو د ادبیاتو د ودې او پراختیا په هدف چې زمونږ یواځنی موخه ده مرسته راسره کوي.
اوس همدومره
یار زنده صحبت باقي
د ماشومانو د ادبیاتو د کور مسوول
اجمل تورمان
۲۸/۲/ ۱۳۹۵کابل»
د ډیر ویاړ او خوشالۍ ځای دی چې زموږ په هیواد کې، زموږ په ټولنه کې د نوي نسل د روزلو یوه پته او یو امید دومره شو چې اوس خپله پنځمه کلیزه په خپله لمانځي او «د ماشوم د ادبیاتو کور» په ماشومه ژبه، په هوښیارۍ او په ویاړ سره وايي:
ــ دا دی زه پنځه کلن شوم،
ــ په خپل پنځه کلن مزله کې مې دغومره کارونه کړي او هر پل مې د انسان له پاره، د افغان له پاره، د ماشوم له پاره، د کوچني له پاره او د راتلونکي نسل له پاره اوچت کړی دی.
ــ هم خوشاله یم، هم په خپلو تر سره کړو کارونو ویاړم،
ــ د خپلو مشرانو او خپلې ټولنې او خپل تاریخ د مثبتو تجربو په رڼا کې غواړم پر همدې لارې باندې له نوې تکنالوژۍ نه په استفادې سره، د نوي ژوند له کاروان سره ګام په ګام مخ پر وړاندې ولاړ شم.
ما لا پخوا او تر ټولو مخکې یو کال وړاندې «د ماشوم د ادبیاتو کور» په باب خپل نظر څرګند کړی او خپل مسؤلیت مې تر سره کړی دی؛ ما کولای شول چې هسې په یوې عادي مبارکۍ بسنه وکړم، خو نه، زه داسې نه کوم او بیا هم غواړم چې د دې بختورې کلیزې په مناسبت، ماشومانو او کوچنیانو ته د لا پاملرنې په پار او د نوي نسل روزلو ته د لا جدي توجو په خاطر څو کرښې ولیکم:
ښايي زه به لومړی شخص وم چې د کوچنیانو د ادبیاتو د دې پتې«د ماشوم د ادبیاتو کور» په باب ما د خپلې علاقې پر اساس د خپلو لاس لرلو موادو او معلوماتو په رڼا کې په مفصل ډول مقالې لیکلی دي. ما تقریباً یو کال مخکې «د ماشوم د ادبیاتو کور» تر سر لیک لاندې یوه ښایسته اوږده مقاله ولیکله او هماغه وخت مې په شپږو برخو کېپه:
ــ تاند پلدات کام،
ــ نهیمي دات ډي کا،
ــ افغان جرمنآنلاینکې خپره کړه.
په یاده مقاله کې ما په مستند ډول «د ماشوم د ادبیاتو کور» په جوړیدو او په دولتي ادارو کې یې منظوریدل او په رسمي ډول یې د کار او فعالیت باندې پیل کولو پر څرنګوالي او تاریخچه باندې خبرې کړې دي. د دې بنسټ عملي فعالیتونه مې په نښه کړي دي او له خپلو تجاربو نه په استفادې سره مې اړینې مشورې، هم په شفاهي ډول او هم په لیکلې بڼه،«د ماشوم د ادبیاتو کور» له مسؤلینوسره شریکې کړې دي. زما د لیکلې او خپرې کړې مقالې په یوه برخه کې داسېراغلي دي:
»د ماشوم د ادبیاتو کور» په نوې زمانه کې، د نوې میډیا په دایره کې، زموږ د نوي متعهد نسل نوې تجربې دي چې د زړه په وینو او خپلو مادي امکاناتو یې چلوي او د راتلونکي ژوند د نوې ارابې (ماشومان، کوچنیان) د پیاوړې کولو او پر مخ بیولو له پاره، په اساسي ډول کار کوي.زما هیله دا ده چې دا هڅې او دا تجربې د تیرو نسلونو او فرهنګیانو د مثبتو تجربو په رڼا کې د نوي تمدن له کاروان سره موازي پر مخ ولاړې شي او نورې هم پسې غني او عملي شي.»
ما په هغې مقالې کې، په هغه وخت کې د خپلو معلوماتو په دایره کې درنو لوستونکو ته خپل معلومات او نظر وړاندې کړی وو، درانه لوستونکي کولای شي ښودل شوو مآخذونو ته په مراجعې سره یې په مفصل ډول ولولي؛ او ار څنګه یې دا ویل غواړم چې:
اوس د دې وخت را رسیدلی دی چې نور قلموال او په ټول کې فرهنګیان د نوي نسل د روزلو مسؤلیتونو ته په کتو سره خپل مسؤلیتونه درک،خپل نظرونه څرګند او په عملي ډول په دې لار کې قدمونه اوچت کړي او تر ټولو مخکې د نوي نسل د روزلو او د ماشومانو او کوچنیانو د دغې بلې شوې ډیوې «د ماشوم د ادبیاتو کور» د ژوندۍ ساتلو او لا ځلیدلو له پاره مادي او معنوي مرستې وکړي.
دا څو لاندنۍ جملې مې «د ماشوم د ادبیاتو کور» له پاره د پخوا خپرې کړې مقالې په کومه برخه کې لیکلې وې، او دلته یې «د ماشوم د ادبیاتو کور» د بختورې پنځمې کلیزې په ارتباط یې یو ځل بیا را اخلم:
د ماشومانو، کوچنیانو او په ټول کې د نوي نسل د روزلو په برخه کې زموږد ټولو مسؤلیت دا دی چې: موږ باید له ځان نه وروسته، د اوسنۍ زمانې له غوښتنو سره سم یو باسواده، چیز فهمه، په نویو علومو پوه، له نوي عصر سره پخلا او له نوې تکنالوژۍ سره څنګ په څنګ تلونکی نسل پریږدو، نه داسې نسل چې فکراً په زر کاله پخوا زمانه کې ژوند وکړي او فزیکي شتوالی یې په اوسنۍ زمانه کې وي او د مغزو د فعالیت پر ځای یې د معدې فعالیت ډیر وي.
په هر صورت، ټول هدف په نوې بڼه، د نوي نسل روزل دي او دې هدف ته د رسیدو له پاره «د ماشوم د ادبیاتو کور» خپله دنده تر هیلې او اندازې زیاته تر سره کړې ده او د همدغو بریالیتوبونو په رڼا کې په ویاړ سره خپله پنځمه کلیزه لمانځي.
دا بختوره کلیزه دې په لومړي سر کې ټولو ماشومانو او کوچنیانو ته مبارکه وي،
بیادې ټولو افغانانو ته مبارکه وي،
ور پسې دې ټولو هغو قلموالو ته چې د ماشومانو او کوچنیانو او نوي نسل د روزلو له پاره فعالیت کوي،
بیا د «د ماشوم د ادبیاتو کور» ټولو مسؤلینو ته مبارکه وي،
او په پای کېدې په خاص ډول ماته هم مبارکه وي.