يوې مور خپل زوی ګاندي ته راوست او ورته ويې ويل چې دی ډېره بوره خوري، زما نه مني، ته ورته ووايه، ګوندې ستا ومني. ګاندي درې ورځې مهلت وغوښت.
درې ورځې وروسته چې مور او ماشوم راغلل، ګاندي ماشوم ته وکتل، ورته ويې ويل: ګوره، مور دې مه خپه کوه، بوره مه خوره!
هلکه ومنله، مور يې ورته وويل : نو دا خبره خو دې درې ورځې دمخه هم ورته کولای شوی، چې پدې کې څه راز و؟
ګاندي ورته وويل : هغه وخت مې دا امېد نه وو چې زوی به دې زما خبره ومني ځکه ما پخپله بوره خوړه خو اوس مې پرې اېښې ده.
دغه حکايت چې د ( زرو هېندارو کور) کتاب کې خوندي دا رازده کوي چې که په خپله اصلاح نه و، څنګه به وکولای شو چې نور اصلاح کړو ؟
که يو پلار سېګرېټ څښوي زوی ته به په پوره جرئت وويلی شي چې سيګريټ مه څښوه يا ولې سيګريت څښوې؟ بيا که ورته هم وايي، زوی به د پلار خبره ومني؟
د ماشوم روانشناسي وايي موږ چې ماشوم ته څه وايو دوی هغه نکوي بلکې موږ چې څه کوو ماشومان هماغه کوي او زدکوي.
زموږ ټولنه چې په بېلابېلو دوديزو ناروغيو اخته ده يو بد دود يې داهم دی چې مشر په کشر د راج چلولو شوقي دی، مشر ورور دا ښه نه بولي چې له کشره سره خوښه وکړي او د کار د انجام لپاره په سړه سينه او د ادابو په مرعاتولو سره ورته ووايې چې هغه کار وکړه، بلکې مستيقم شايد داسې ورته مخاطب شي : تر بېګا پورې دې که دغه کار نه و کړی خوښ به دې شم !
د مشر دا رنګه کردار چې کشر ګوري په زړه کې غوټه ور پيدا کيږي او بلاخره دې پايلې ته رسي چې همدغه کار بهتره دی، دغه کشر د زړه بړاس بيا تر ده هم په کشرانو وروڼو وباسي . لکه وينه په وينه نه مينځل کيږي .
دغه راز د کوچنوالي خوی او خصلت د ماشوم په راتلونکي ژوند فوق العاده تاثير لري، ماشوم د وړکتوب ټول خصلتونه له مشرانو زده کوي، دا چې د دوی ذهن خالي وي د هر ډول کړنو د جزبولو ښه قابليت لري، نو د ماشوم په وړاندې اړينه ده چې خپلو ټول کردارونه او فعاليتونه په پوره پام ترسره کړو.
زموږ ستر مبارز او نړيوال سياستوال خان عبدالغفاخان باچا خان وايي : (( په ماشوم والي کې چې څه عادتونه په بچو کې پيدا شي نو چې بيا غټ شي نو هم پکې وي او په ډېره مشکله د هغو بدو عادتونو نه خلاصېدای شي . ))
مفکر، ليکوال… او کره کتونکی استاد اسدالله غضنفر په (کلتور او ټولنه) کتاب کې ليکي: (( اکثره پلرونه فکر کوي چې چېرته ډب هلته ادب. اولاد چې کوچنی وي، د کور ټول لويان ځانونو ته دا حق ورکوي چې تشدد ورسره وکړي، د ماشوم وهل، په ماشوم باندې په لوړ آواز چيغه کول، هغه مسخره کول يا هغه ته کنځلې کول، زموږ په کورنيو کې عام دي او ډېر لږ کسان مو پدې پوهيږي چې دغه سلوک تباه کوونکي نتايج لري . ))
د اسلام دويم خليفه حضرت عمر فاروق(رض) ته يو کس راغی او ورته ويې ويل: صاحب زوی مې ډېر بد سړی دی، هره ورځ مې رټي، وهي او ښکنځي سخت ترې په تنګ يم .
عمر ( رض) يې په زوی پسې احوال ولېږه چې راشي، د بوډا سړي زوی راغی او عمر ورته وويل ولې دې له پلار سره بد چلند کوې آيا ته نه پوهېږې چې مور او پلار څومره حقوق لري ؟
د بوډا سړي زوی ځواب ورکړ : صاحب پلار مې وهلی، رټلي او ښکنځلی يم او آن نوم يې هم د يوه حيوان را باندې اېښی دی.
خضرت عمر (رض) ددې ځواب په اورېدو بوډا ته وويل : چې ګرم ته يې چې زوی ته دې د حيوان په سترګه کتلي، نوم د هم د حيوان پرې اېښی … او دواړه يې رخصت کړل .
دا هم مهمه ده چې له ماشوم سره له تشدد ډک او کرکجن چلند ونکړو تر څو په راتلونکې دی هم دغه طريقه زده نکړي . وايي چې که نيالګی کوږ وي سيخول يې ممکن دي خو که يو ځل لوی شو او ونه ترې جوړه شوه بيا نو نه سيده کيږي. د ماشوم د ژوند او بلکې د ټول ژوند بنسټيز کلونه له يو کلنۍ تر پنځه کلنې پورې دي، په همدې کلونو کې د ماشوم د اصلاح، تربيې… او روزنې تهدابونه اېښودل کيږي چې پوره پام ورته پکار دی .
دا څه ګپ ندی چې وايي : چې څنګه غر هسې کربوړي. دا متل د نښې منځ ولي، اکثره کسان چې په ماشوم توب کې تشدد ووينې په لوينې تشدد کوي، ماشوم که په يوه پاتې ټولنه کې اوسېږي چې هلته فردي آزادي نه وي، چې هلته د مشر و کشر حقوق پايمال وي، چې هلته کرکه پر مينه غالبه وي، چې هلته د ظالم راج او باج چليږي … او چې هلته هر څه د سوټي په زور وي… څنګه به لوړ او عالي عمال تر سره کړي او څنګه به لوی توقعات ترې ولرو چې ده آن له ماشومتوبه منفي کردارونه ليدلي او تجربه کړي وي .
موږ چې په ښونځي کې وو تر اوم ټولګې پورې مو کابو هره ورځ تحديد او تحقير ليدلی، خو چې لږ را لوی شو بيا د ښوونکو تر کنټرول ووتو، بيا به مو چې څه کول کولی مو شوای. او دغه منفي خويونه موږ د يوه عکسلعمل په شکل له مجبوريته زده کړل چې ګويا د معلم له وهلو ځان خلاص کړو… چې څه کرې هغه به رېبې.
۱۳۹۴/۵/۵
وردګ، خپل کلی