کله چې اختر راوسيږي نو تر ټولو لومړی راته خپل ماشومتوب راياد سي، چې ماشومان و نو اختر ته به ډېر خوشاله کېدلو، خوښۍ به مو کولې، ساتيري به مو کول.
خو کله کله ځيني ساتيري ماشوم ته په زيان تماميږي، ډول ډول خطرونه ورسره مخ وي، موږ چې ماشومان و د بابو صيب لمبې په نوم به مو د اختر په شپه يوه لوبه کوله چې ډير خس وخشاک به مو راټول کړل، لويه غونډۍ به مو ترې جوړه کړې وه بيا به د اختر په شپه اور ورته اچول کېده ټول ماشومان به ترې راټول و، دغه اور به ځیني وخت ماشومانو ته خطر و، يا به ددوی پښې لاسونه پکې وسوځېدل يا به يې لمن اور واخيست، خو هغه ساده وخت و، څوک نه پوهېدل.
دغه ډول نور ډېرې سيمه ييزې لوبې وې چې ماشومانو به کولې او خطرناکې به وې.
په اوس زمانه کې پټاکۍ او دې ورته نور توکي چې ماشومان يې اخترونو کې رانيسي او خپل سات پرې تېروي تر ډېره خطرناک دي، موږ او تاسې عملاً وليدل چې ډېری ماشومانو ته زيانمن تمام سول.
په دې اړه لومړی رسنۍ مکلفې دي چې کور کې پلرونو، مېندو ته عامه پوهاوی ورکړي، چې اختر کې خپله هم ماشومانو ته دغه شيان وانخلي او ماشومان هم پرې نه ږدي چې دغه شيان رانيسي.
ګلونو ماشومانو ته مې پېغام دادی چې اختر کې مو خپلې خوشالۍ او ساتېرۍ وکړئ خو له خطرناکو لوبو او خطرناکو ساتېريو ځان وساتئ، ددې ترڅنګ ګلونه ماشومان دې خپلې روغتيا ته هم پام وکړي، هم دې مور او پلار خپلو نازکو ماشومانو ته پوره پام وکړي، دوی پرې نه ږدي چې اختر کې ډېر خوراکونه وکړي، خدای ج مه کړه ناروغ نه سي.
ماشوم مو راتلونکی دی، په اوسني وخت کې خپل ماشومانو بايد په هر څه خبر کړو، د ډېرو شيانو په اړه دوی ته مالومات ورکړو، د دوی ذهنيتونه بايد وروزو، تر څو د دغه ډول خطرونو څخه خوندي و اوسي.